مايکروسافټ وينډوز ٧ جوړه کړه

May 3, 2009 – 6:32 am
مايکروسافټ  وينډوز ٧ جوړه کړه
د نوو اسبابو او عکسونو سره سره دا وينډوز د ايروشيک او د پردى سره په تماس هم کار کوى.

د کمپيوټر په نړۍ کې وتلى کمپنۍ مايکروسافټ دا اوونۍ د وينډوز ٧ (Windows 7) په نوم ، يوه بله ستره وينډوز مارکيټ ته راوباسي. درې کاله وړاندى مايکروسافټ د ويستا په نوم وينډوز جوړه کړه خو په مارکيټ کې له ډيرو نيوکو سره مخامخ شوه ځکه نويو کمپيټرى پرزو ته ىې اړتيا درولودله.

خو ددې وينډوز په خپرولو کې مايکروسافټ له ډير احتياط څخه کار اخلى تر څو خلکو ته گټوره تمامه شي.

وينډوز ٧ (Windows 7) داسې جوړه شوې چې د ويستا سره سمون لرې او په کمپيوټر کې ددې پروگرام د کارولو لپاره د پرزو بدلولو ته اړتيا نشته . او بله دا چې ويستا به هغه پروگرامونه چلوي چې په وينډوز ٧ کې کار نه کوي. ددى مانا دا ده چې دواړه وينډوز به له يو بل سره څنگ په څنگ کار کوي.

د وينډوز ٧ په اړه څرگندونى
 موږ خبر يو چې پروگرام کارونکى له پينځو څخه تر پينځلسو پورې پروگرامونو يا فايلونو باندى په يو وخت کې کار کوي. وينډوز ٧ يوبل ته د ورتلو کار اسانه کوي. زه د وينډوز ٧ د پري ويو يا د مخه ليدو په واسطه ، چې د پردى په لاندې برخه کې موقعت لرې ، د يو پروگرام څخه بل ته په اسانه تللى شم
 
د مايکرو سافت شارلوټ جونز

 

د نوو اسبابو او عکسونو سره سره دا وينډوز د ايروشيک او د پردى سره په تماس هم کار کوى.

د ايرو شيک اصطلاح پدى مانا ده ، که د کمپيوټر د پردې په مخ لس پنځلس پروگرامونه يا فايلونه خلاص وي او څوک وغواړي دا ټول د يوفايل يا پروگرام شاته پټ کړى ، نو د موس يا مږى يو کليک او په عين مهال کې ىي لړزول دا کار په يوه سانيه کې ترسره کوي.

ميرمن جونز د يو بل څه يادونه هم کوى چې ورته جمپ لست يا د ټوپ وهلو لست وايي.

“دا تاسو سره مرسته کوي چې يو ټاکلى ځاى ته ټوپ ووهئ. که زه د مږى يا موس ښې بټنه زور کړم ، کولى شم د پروگرامونو هغه لست ته ورشم چې ما مخکې کارولي وو. د هر څه لپاه د ټوپ لست لرو، لکه د وړډ سندونه ، ويډيويي فلمونه او داسى نور. نو کولى شو دې پروگرامونو ته زر مخامخ ورشو.

د وينډوز ټچ له لارې خلک کولاى شي د خپل لاس په تماس د پردى په مخ پروگرامونه وکاروي.

د انټرنيټ په کارولو کې هم نوي بدلونونه راغلي دي.

وينډوز ٧ به په لومړى ځل د پنجشنبى په ورځ پروگرام جوړونکو ته وړکړل شي چې ازموينى پرې پيل کړي او د مې د مياشت په پنځمه ڼيټه به عام خلک وکولاى شي ددې پروگرام څخه کار واخلي.

Post a Comment