ســـعيد افغان:په لــغمان کی اوسیدونکی قامونه او پرګنی
May 15, 2009 – 8:55 am
ګرانو لوستونکو!
دکتور محمد سعید«سعید افغانی»په خپل کتاب کی چه (زما ژوند) په نامه يادیږی اوپه کال ( 1365 ) هجری کی خپور شوی په لغمان کی اوسیدونکی قامونه او پرګنی په لاندی ډول شرحه او معرفی کړی دی ۰
اول : « ساپی »
په افغانستان کی د صافیو قوم یو لوی او مشهوره قوم دی چه وایی ددوی اول نیکه د قندهار دغوړی مرغی څخه راغلی دی او ددوی نسبی سلسله د پښتنو په قامونو کی په درانیو باندی ګډیږی، وایی صافی په غلجیو نه ګډیږی بلکه د غلجیو سره د درانیو په وسیله ورورګلوی لری
دصافیو د قامونو غټی ریښی په لاندی ډول دی ۰
الف – ودیر
ب - ګربز
ج – مسود
د « ساپیو » د قوم پرګنی په ټول افغانستان کی خپری دی خودافغانستان په شمالی برخه کی ، کوه
« ساپی » محمود راقی ، کو هستان ، او تګاب ددوی اصلی او مهم مرکزونه دی. ا و په مشرقی کی د کنړ « ساپیان » شهرت لری او هغه ځای دڅوکی په لسوالی ، با ډ یل،مز ار ، دپیچ په دره ، د سر حد څخه اخوا په سره کمر او د کنر په نورو سیمو کی اوسیری . ساپی به کامه کی لویه سیمه لری ، ساپی په لغمان کی دعمرزیو ، سالاب ، ګړګړ ،باړیڅی ، صبر اباد ، په سیمو کی هستوګنه لری ، په الینګار کی نازی هم « سا پیان » دی ۰
وایی : چه په کوزه پښتونخوا کی وزیر هم په اصل کی د ودیر صافیو یوه ریښه او مسود یی بله ریښه ده ۰
دلغمان په عمرزیو کی صافیان په دری پلرونو تقسیم شویدی ۰
۱ - د خیر محمد بابا اولاده ده چه د خیر اباد کلی یی مرکز دی او لاندی ریشی لری۰
پایه خیل ، یاسین خیل ، تورخیل ، ایاز ۰
2- د عبدالمحمد بابا اولاده چه په ادو خیلو مشهور دی ۰
3-د ابراهیم بابا چه په ابرهیم خیلو یادیږی ۰
اوس په عمرزیی کی دخیر محمد بابا اولاده دیره ده .خلک عاجز او په اقتصادی فشار مواجه ، دی ولی دغه خلک ډیرزړه ور او په میړ انی شهرت لری .
دویم : د ساک ( سهاک )
دساک قوم د لغمان ولایت په مرکزی سیمو کی اوسیږی او ددوی ریښی موسی خیل او شمشیر خیل دی اود افغانستان په نورو سیمو کی هم هستوګنه لری ۰
دریم - تره خیل
دوی د لغمان ولایت د د تندیو په کلی کی اوسیږی او زیاتره یی دکابل شمال شرق خواته د ترخیلو په قریه کی هستوګنه لری چه ددوی یو څو با اعتباره خلک د وخت ددربار قابچی باشیان وه او د پور اعتبار خاوندان کڼل کیدل ۰
څلورم : رستم خيل :
ددوی څه میشته کورونه د لغمان د ارمل به قریه کی اوسیږی او څه نور یی کوچیان دی چه د اوړی په موسم کی یخو سیمو ته ځی او په ژمی کی بیرته لغمان ته راځی ، مالداری او سودا ګری ددوی کسب دی ۰
پنځم - خروټی
دو ی دلغمان د عمرزیو د علاقی په جنوبی برخه او د افغانستان په نورو برخو کی اوسیږی او ډیر مشهور قام دی ۰
شبږم : عبدالرحیم زي :
دلغمان ولایت د مندروړ په سیمه کی اوسیږی او په کابل کی هم کورونه لری په دوی کی ښه با همته خلک تیر شویدی ۰
اوم -هودخیل :
دوی په ود خیلو شهرت لری او د لغمان د قرغیو د ولسوالی په برخه کی لویه سیمه لری او په کابل کی د کابل شرقی خوا ته ، اوسیږی .
اتم - جبار خیل
دوی دلغمان د قرغیو د ولسوالی په سیمه کی معزز کورنی دی . په دوی کی د قامی ملی مشران اوتاریخی خلک تیر شویدی ۰
نهم - تره کی
دوی دلغمان دولایت په ځینی سیمو کی میشته او کوچی کورونه لری او اوښانو او څارویو په روزنه مصروف دی او د افغانستا په غزنی او قندهار کی شتون لری .
لسم - پشه ئي
دوی دلغمان ولایت تر څنګ یوه کلی لری چه د پشه ئي کلی په نامه یادیږی ، دوی ځانته خاصه ژبه لری چی هغه هم په پشه یی یادیږ ی . دغه ولس د الیشنک د دری په لورو برخو لکه دولت شاه او فراجغان کی هم او سیری او په پشه یی ژبه خبری کوی ۰
يولسم - هزار میښ
دوی دلغمان ولایت د تیرګړو په علاقه کی پراته دی او غریبکاره خلک دی ۰
دولسم - میچن خیل
دوی دلغمان د عمرزیو د علاقی شمال ته یو لوی کلی لری دوي هری خوا ګر ځی او د نظرانی په ټولولو کی مصروف او دښه مهارت خاوندان دی ۰
دیارلسم - ناصر
دوی دلغمان ولایت د مندروړ د سیمی په جنوبی برخو کی ، او همداغسی د کابل شکردره او د افغانستان په نورو سیمو کی اوسیږی دا خلک زړور او جنګیالی دی ۰
څوارلسم - اکاخیل
دوی هم دلغمان د عمرزیو دمنطقی په شمالی برخه کی میشته او کورونه لری د اوښانو او رمو روزنه کوی او د غره څخه لرګی راوړی او خر څوی یی ۰
پنځلسم – دیګان « دهکان »
دوی په دری خبری کوی او کورونه یی د افغانستان په نورو سیمو کی هم شته ۰
شپاړسم – محمد زي :
دوی ځای ځای کورونه لری او د محمد ځیو پا د شاهی کورنی په وجه دوی هر چیری ښی آبادی ځمکی تر لاسه کړی دی ۰
اولسم - ریکا ګان :
دوی دلغمان ولایت د چاردهی په علاقه کی محدود کورونه لری او دکابل ریکا خانه ددوی اصلی مرکز دی .
اتلسم - عمرخیل
دوی دلغمان د چاردهی ( شاه ګذربابا او قلعه اخوند کلي تر څنګ ) کی زمینداره کورنی دی او د کابل په میدان کی هم زیاتی ځمکی لری ۰
نولسم - وریا خیل
دوی د لغمان د ولایت د عمرزیو د علاقی په لر او بر کی هستوګنه لری او خلک یی کاریګر او دهقان کاره دی دوی د کابل په پغمان او دبغلان دولایت په مر کز کی هم ځمکي او کورونه لري .
شلم - وردګ
دوی دلغمان ولایت د عمرزیو دعلاقی په جنوبی برخو کی اوسیږی او په کابل کی د وردګو علاقه ، قام او حکومت مشهور دی ، په دوی کی ښه د کار او میړان خلک تیر شویدی او د انګلیسانو داستعمار په مقابل کی د غازی محمدجان خان مبارزه د هیریدو نه ده دا قام تل په سیاسی جریاناتو کی لاس او برخه لری ۰
یویشتم - تاجک ۰
دوی په لغمان او د افغانستای په نورو ولایاتو کی اوسیږی ژبه یی دری ده۰ چی د فارسی ژبی سره سره لږ تو پير لري .
وایی دری د دربار څخه اخستل شوی او دا ژبه یو وخت د درباریانو ژبه وه ۰
میرعلی خيل –دويشتم
دوی دلغمان د باد پښ په علاقه او نورو سیمو کی اوسیږی ۰
درويشتم - نیازی
دوی دلغمان د ولایت داعلينګار په سیمه کی پراته دی ددوی کورونه د کابل جنوبی خواته هم شته ، وایی دوی د صافیو یوه ریښه ده۰
څوک وائي : چي دوي مستانه کورني ده .
نيازي په کندوز او خان آباد کي هم ځمکي او کورونه لري ، چي غټ کلي ئي ملرغي نوميږي نيازي د پاکستان د پنجاب په سيمه کي هم ډير شمير او سيږي . نيازي د تخار ولايات د تالقان دمر کز او مربوطاتو کي لکه دقو لبرس په سيمه څير هم او سيږى ، خصوصآ په قو لبرس کى ډيرى ځمکى او کورونه لري .
څلورويشتم -اړوکی
دوی د لغمان د الینګار په منطقه کی اوسیږی او ددوی تر څنګ خاڼی او اختیار خیلو په نامه نور پښتانه قامونه هم پراته دی ۰
پنځه ويشتم _ الکوزي (الکوځي)
دوی په لغمان کی لږی کورنی پیدا کیږی مګر د افغانستان په نورو ولایاتو کی هم شته او مشهور قام دی۰
شپږويشتم : سادات
دوی دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم اولاده ده په لغمان کی ځای په ځای کورونه لری ، دوی ته میران او پاچایان هم وایی په لغمان کی خواجه ګان د ابو بکر صدیق ( رض ) «حضرات »او د حضرت عمر فاروق اولاده هم شته ۰
اوه ویشتم - لطف الله خیل
دوی دلغمان ولایت د تیر ګړو خانان او هلته د سنګ توودی ( سنگ تودو) د قریه اوسیدونکی دی.
اته ويشتم – بابکر خيل
دوی د لغمان ولایت د الینګار د سیمی مشهور خانان دی او په کابل کی هم کورونه لری ، او درباری خلک ؤ .
نه ويشتم – نورستاني
په لغمان کی ددوی کورونه شته خو د لغمان شمال ته د نور ستان سیمه یوه لویه ولسوالی ده چه اکثره یی په ځانګری ژبه غږیږی ( سانسکريت ) ، دوی د امیر عبدالرحمن په زمانه کی تابع او مسلمان شویدی د امیر حبیب الله خان په دوره کي ددوي ډيري ښځي او نجوني دوينځو په توګه دهغه دربار کښى خدمتونه کول .چي د امیر امان الله خان په دوره کي آازادی کړل شوی ،
د نورستان دخلکو بچیان د امیر عبدالرحمن خان په دوره کی دربار ته لاره پیدا کړه چه په دی اثر ډیر پاخه او پوره خلک پکی وروزل شول چه بیا ورسته د افغانستان په اجتماعی ، ساختمانی سیاست او ازادی په ساحه کی لوی رول درلود ، امیر حبيب الله په لغمان کی د قلع السراج تعمیر او باغ اباد کړ ، دا ځای په ژمی کی د امير حبيب الله ژمنى پلازمينه و چى د بچی سقاو په وخت کی دا دملت په پیسو اباد شوی تعمیر وران او ویجاړ کړ شو ، امیر حبیب الله خان به د لغمان په کله گوش کی هم میلی چړچی او شکار کولو چه اخر هم هلته د شپی له خوا په خیمه کی د یو نامعلوم شخص له خوا وویشتل شو دده د مرګ څخه وروسته دده ځوی امیر امان الله خان باچا شو ۰
ديرشم – درگي :
دوی دلغمان ولایت په شمال شرق د شمنګل په قریه او د درګو د اوبو له پاسه کلو کی اوسیږی او کوچیان هم لری ۰
يو ديرشم – على خيل :
دوی د لغمان ولايت په شمال شرق دشمنگل او صابره ډوپی کلي کی اوسیږی او څه کورونه یی په کابل کی هم شته ۰
دوديرشم – ابراهيم خيل
دوی د لغمان د ولایت د مندروړ په علاقه کی شاو خوا میشته دی ۰
دري ديرشم – محمد خيل
دوی د لغمان په ولایت کی هستوګنه لری ۰
څلور ديرشم – خيرو خيل
دوی لغمان د ولایت د مندروړ په جنوبی ساحو کی پراته دی ۰
پنځه ديرشم – قولان
دوی لکه د کوچیانو په شان کابل او مشرقی او په خاصه توګه کابل ، لغمان ته تګ راتګ کوی او د تجارت کسب یی درلود مګر اوس یی په کابل کی ډیر کورونه او تجارتونه پیدا کړی دی ۰
شپږ ديرشم – اهل هنود
دوی هم دلغمان ولایت د تیر ګړو په قریه کی ساکن دی او هلته ځانله درمسال لری چه خپل دینی مناسک هلته اجرا کوی دوی هم تجارت پیشه دی او د تیرکړو په پخوانی بازار او اوس دلغمان په ولایت کی دوکانونه لری۰
ګرانو لوستونکو!
دلغمان په ولایت کی اکثر خلک په پښتو خبری کوی او په دوهمه درجه کی دری ژبه ډیر ویونکی لری او نوری ژبی یی لکه پشه یی او نورستانی او شاړی دی چه په اقلیت کی حسابیږی۰
دلغمان ولایت د قامونو او ولسونو په ریښو کی زیاتی مطالعی او څیړنی ته ضرورت لری او په اقتصادی ، جغرافیوی او تاریخی مسایلو کی یی بحث پوره ریسرج غواړی ۰
په عمومی لحاظ د لغمان په ولایت کی د قومونو مختلفی پرګنی پیدا کیږی او داسی معلومیږی چه د تاریخ په مسیر کی په لغمان باندی ډیر مختلف انقلابات ، تحولات او تطورات راغلی دی ، خو ددی ټولو سره سره باید ووایو چه اوس هم دلغمان ولایت اکثره کورونه د خټو ، پخی یا خامو خشتو کورونه دی چه بی د کومی نقشی ابادی او په بی نظمه توګه عمومی حیات د مشکلاتو او لانجو سره مخامخ دی همدارنګه اوس هم هلته اکثرا د قرن اولا د دوری رسمونه ،رواجونه او عادت جریان لری ۰
دلغمان خلک د زیات طبعی ذکاوت لرونکی دی او خاوره یی د زراعتی او تخنیکی ښه بدلون لپاره اماده ده ۰
په ډیر تاسف سره باید وویل شی چه په لغمان کی د قامونو او پرګنو د نفوسو تراکم ، بی کاری او بی غوری زړه سوزونکی ده چه د قدرت خاوندان باید ورته جدی او خاصه پاملرنه وکړی . پاي
د مولوی داکتر محمد سعید « سعید افغانی » ليکنه