د ننګرهار پوهنتون دانجينيرې پوهنځې د کمپيوټر ساينس د څانګې په باره کي يو څه په زړه پورې معلومات کتلاې شې
July 9, 2009 – 4:25 pm
د ننګرهار پوهنتون د انجينيرې پوهنځې دوه څانګې لرې چه يو يې سيول او بل يې کـــــمپيوټر ساينس څانګه ده چه په دغه څانګه کې زيات خارجې يعنې پاکستايې استادان او لږ تعداد يې افغانې استادانو لخوا د تدريس چارې په مخ بيول کيږې او خارجې استادانو ته تنخوا د نړيوال بانګ لخوا ورکول کيږې.
ددغه څانګې امر انجينر محمد يوسف مهمند نوميږې چه د همدې څانګې د اولنې صنف فارغينو د جملو څخه دې چه اووس د ددې څانګې ادارې چارې په مخ بيايې او همدارنګه دغه څانګې ترڅو پوري څلور دورې فارغين(انجينيران ) ورکړې چه په دننه هيواد کې په مختلفو دفترونو کې خپل هيوادوالو ته خدمت کوي.
ديادونې وړده چه ددغه پوهنځې تدريس ټول په خارجۍ ژبه يعنې انکليسې دۍ دا ځکه چه په پښتو ترڅو پوري دکمپيوټر انجينيرې چه کوم پروګرامونه يا کتابونه او نور چه دې هغه نشته او بل دا چه استادان خارجې دي او که په پښتو وې هم نو هغوې به يۍ څنګه تدريس کړي خو په هر حال د خوشحالې خبره خو داده چه دغه پوهنځې چه کوم فارغين ورکوې او دغه فارغين کولاې شي چي د کمپيوټر په مختلفو رشتو کې خپل ګران هيوادوالو ته خدمت وکړې که هغه د ډيټا بيس وي, پوګرامينګ وي, ويب ډيزاننګ وي او همدارنګه کمپيوټر نيټورکنګ وي دغه محصلين ورته اوږه ورکولاې شې اوهمدارنګه يوه خبره بله چې ډيره مهمه ده هغه د اچې دغه محصلين چه کله فارغيږې ټول په انګليسې ژبه پوهيږې چه داورته په مختلفو ادارو کې د کار وړتياده او بل داچه دوې کولاۍ شي چه د انټر نيټ نه څه ليکنې وکړې او همدارنګه دوې کولاۍ شې چه په باندنې هيوادونو کې ماسټرې او نورۍ زده کړې وکړې.
ښاغلې انجــــــينير محمد يوسف مومند دننګرهار پوهنتون دانجينيرې پوهنځۍ د کـــمپـيوټر سـاينس څــانګې امــر
ښې لاسته ځه احدې او منځ کې د کمپيوټر ساينس پاکستانې استاد او بل طرف ته انجينير احمد ضيا شريقې چه ووس په جرمنې کي د نيټورک په رشته کي ماسترې زده کړې کوې
ښې لاسته دکمپيټر ساينس د څلورم صنف محصل ښاغلې بشير احمد او په ترتيب سره ښاغلې انجينير يوسف مومند ,د کمپيوټر ساينس استاد او انجينير احمد ضيا شريفې
احدي,انجينير يوسف مومند,پاکستانې استاد,او انجينير احمد ضيا شريفې
دکمـــــــــپيوټر ساينس د اول پوړ دهليز
دکمپيوټر ساينس د دوهم پوړ دهليز
د کمپيوټرساينس د تدريس خونه
دکمپيوټر ساينس څانګې پارک دمحصلينو لپاره چه تر څو وکولاې شې خپلې مطالعې پکې وکړې
په دغه انځور کې په بلاک کې نوشته شوې غټه لوحه مونږ ته راښيې
دکمپيوټر ساينس څانګې پارک يوه بله برخه
انجينير احدي