څنګه کولاې شو چه د کمپيوټر نه معلومات فلش ميموري ته کاپې نه شي

August 21, 2009 – 5:07 pm

زياتره د کمپيوټر نيټورک انجينران چه په يوره اداره کي دمربوطه اداري انټرنيټې شبکه او نيټورک چارې په مخ بيايي خو په دغه اداره کي کارکوونکې (يوزران) باندې داسي عمليه اجرا کولاې شې چه ترڅو ونه شي کولاې د انټرنيټ څخه ناوړه شې ډاونلوډ او فلش ميموري کي يي واچوي يا همدارنګه د مربوطه کمپيوټر څخه معلومات خپل فلش کي واچوي ددي لپاره چه فلش کي څه معلومات د کمپيوټر نه وانه خلې او خپل فلش ميموري کي وانه چوي نو لاندي تکلاره تعقيب کوو

خو د يادوني وړ ده چه دغه کار صرف په (وينډوز اکس پي سرويز پک ټو) کي کيږي او يو رجسټر کي پکي اضافه کيږي.

تکـــــــــــــلاره

١  . سټارټ مينو به خلاصه کړو او هلته به Run  کمانډ کليک کړو  او بيا به پکي  Regedit   وليکو او انټر به يي کړو.

٢  .  HKEY_LOCAL_MACHINE\SYSTEM\CurrentControlSet\Control

٣  . چه کله مونږ پورته کنټرول خلاص کړو وبه ګور چه StorageDevicePolecies  وي او کچيرته نه وه نو دلته به دغه اپشن جوړ کړو يعني Right click on “Control >New>Key

او دلته به وليکو  StorageDevicePolecies

٤  . ووس دلته به StorageDevicePolecies  انتخاب او لاندي عمليه به اجرا کړو.

Edit Menue >New >DWARD Value   به کليک کړو ترڅو چه د StorageDivicePolecies   يو مقدار DWORD Value جوړه شي او د Value  کي به وليکو WriteProtect

٥  . ووس دلته په WriteProtect  ښي کليک کوو او Modify  انتخاب کوو.

٦  . په دغه حالت کي مونږ ته به يو بکس راي شي او همدلته د Value Data  په  textbox  کي صفر به په يو (١) تبديل کړو او OK به کليک کړو.

 

اوس چه کله تاسي وغواړې چه سه معلومات د کمپيوټر څخه فلش ميموري يا MP3 Players  ته انتقال کړي د انتقال په وخت کي به د لاندي ميسج سره مخامخ شې.

 

يادونه : دبيرته اصلي حالت ته د وينډوز راوستلو فقط يو په صفر بدلوه وينډوز به خپل حالت ته رايشي.

 

په پاکــه ميـــــــــــــنه

انجينير عباس احدي

  1. 12 Responses to “څنګه کولاې شو چه د کمپيوټر نه معلومات فلش ميموري ته کاپې نه شي”

  2. سلامونه خدای د روغ او جور لره مننه دیره زیاته چی په پشتو کی هم نام خدای داسی کسان لرو لکه ته ما دا معلومات په نورو ژبو کی لوستی وو خو له تا مننه کوم چی په پشتو کی د کمپیوتري معلوماتو لپاره کار کوی موز تاسو غوندی کمپیوتر پوهانو ته دیره ارتیا لرو
    مننه
    او قربان د شم
    په درنشت
    نذیر

    By nazir ahmad on Aug 22, 2009

  3. هلكه معلومات دي شه دي خو پشتنو ته دقلف چلونه مه شكاروه، بيا به هرسه بلاك كري يار. دانو سه خبره ده كه سوك په فلش كي مواد كاپي كوي.

    By ګلاب جان on Aug 25, 2009

  4. سلامونه او نيکي هيلي مي ومنه راته ګرانه ګلاب وروره!
    مننه ددي چه زموژ ويبلاک ګوري.
    راته ګرانه وروره: تا يوه نيوکه کړيده هغه داچه دي ته سه ضرورت دي چه معلومات فلش ميموري ته کاپي شي او کنه خو……….. زما په فکر دغه پوشتنه تانه زه کووم که ستا کمپيوټر که دير مهم معلومات وي او ځيني کسان شته چه له ستانه دغه معلومات په ساده الفاظو به يي ووايم غلا يي کړې نو په دغه صورت کي چه ته وغواړې زما معلومات څوک غلا نه کړې نو ته دغه پورته کړنلاره تعقيبولاي شي تر څو ستا معلومات څوک فلش ته کاپي نه کړي .
    وروره زما په فکر ته د کمپيوټر د معلوماتي تکنالوژي(IT) به برخه کي که خفه کيژي نه دومره معلومات نه لري نو ځکه پورته نيوکه دي کړيده هغه داچه په کمپيوټر کي سلهاوو پالسياني دي چه هغه په يو دفتر کي د مختلفو کارونو لپاره عملي کيږي چه يوه پاليسي يي دغه پورته پاليسي ده او همدارنګه بايد ووايم چه هر سافټور يا ډيټابيس او په سافټوير يا ډيټابيس كي چه کوم کمانډونه جوړيږي دا نظر په ضرورت جوړيږي او پالسياني هم په يو کمپيوټر يا د يو دفتر په نيټورک کي نظر په ضرورت جوړي شويدي
    .
    او دوهمه خبره تاکړيوه هغه داچه پښتنو ته دا پورته چل بايد ونه ښودل شي خو ته به پدي خبر نه يي د انټرنيټي غلو نه ټوله نړې په تنګه ده بيلخصوص هغه دفترونه کوم چه پکي محرم معلومات پراته دي لکه بينک او استخباراتي دفترونه او نور.

    په مــــــــــــــــــــينه
    انجينير عباس احدي
    د کليوال ويبلاک چلوونکې

    By احدي on Aug 25, 2009

  5. ګرا نه وروره او ل زما سلا مو نه او نیکی هیلی او منه ډیر خو ښ شو م چی ستا د غه معلو ما ت می په پښتو ‌ژبه کی او لیدل او پدی فخر کوم جی زمو نګ په پښتنو کی دا سی یو با ا حساسه یو څو ک پیدا شو چی په خپله پښتو ژبه کی خپل ملت ته خدمت او کړی . او نو رو و طنوا لو نه می دا خو ست دی چی هسی بی ځا یه نیوکی و نکړی او دا سی خلک نو ر هم تشویق کړ ی

    وسلام

    فضل کا فی ( فضلی )

    By فضل کا فی ( فضلی ) on Sep 6, 2009

  6. کرانه وروره اول زما سلامونه او نيکي هيلی او مننه دير خوشخال شوم چه ستا سو دهغه معلومات مه په پنتو ژبه که مه وليدلو او پنتو ژبه ته مه هم ترقی ورکره…او خدای دی امدهغه سه ترقی درکری چه زمنک ملک ته او زمنک پنتو ته نوره هم ترقی ورکری…آمین

    وسلام
    سید رفیع الله(هاشمی)

    By سيد رفيع الله هاشي on Sep 6, 2009

  7. زه هم په خپل نوبت ومحترم احدی صاحب ته د مینی نه دک سلامونه او نیکی هیلی وراندی کوم په دی هیله چی تل د کامرانی په لور روان وی ستاسو دا د شکلی معلومات نه دیره مننه چی په پشتو زبه د محترمو پشتنو دپاره نشر کری دی بیا هم مننه کوم زه نه پوهیزم چی زما دا ورور سنگه بی زایه نیوکه کری ده زما په اند(فکر)معلومات کی هیس وخت نیوکه نه زایزی زه د محترم انجینر صاحب سه خواهیش لرم چی په اینده کی موز د داسی په زره پوری معلومات سه محروم نکری په درناوی تل اباد اوسی

    By basir aziz on Oct 17, 2009

  8. اسلام عليكم ورحمت الله وبركاتو
    زياته مننه وروره
    دا د رقيبانو خبري مه منه ستا بلاګ زيات ليدونكي لري
    او داسي په زړه پوري معلومات هركله ورته پورته كوه
    دافتخار وړ سړي يي چي په پښتو دا ليكني كوي ژوند د غواړم سل كاله ژوندي اوسي

    په درنښت

    By حسن خيل on Dec 23, 2009

  9. manana grana engr.sb Ahadi .i apreciate your hardworking and efforts plz do continue help[ing afghans.
    thanks jan

    By salam shinwary on Feb 4, 2010

  10. اسلاموعليكم انجنرصاحب خداي دي تل جوړ اوروغ لره
    انجنرصاحب ځنګه كولايي سي ځوك سي په ويب سيټ يا بلاك كي ويډيو فلمونه په اسانه لاره ورته ورپورته كړي مننه

    By رحمتي on Feb 25, 2010

  11. داینجنر صاحب احدی نه زیاته مننه !
    چی دپشتو ژبی لپاره دومره خدمت کوی الله تعالی ددیروخت له پاره ژوندی لره . خدای دی وکری جی دپشتولپاره ددی نه هم زیا ت خدمت وکری . اودا زما اول وار ؤ جی ومولیده.

    By شیرمحمد " نیازی " on Jul 31, 2010

  12. Hypotheek informatie, hypotheek aanvragen of afsluiten? Hypotheekrentes bekijken. Hypotheek aanbieders vergelijken, hypotheek vormen, bijkomende kosten,

    By hypotheek on Aug 14, 2010

  13. Lenen zonder BKR toetsing gaat vandaag heel gemakkelijk. Binnen een paar uur geld lenen zonder BKR toetsing doet u hier, lees snel verder

    By lenen on Aug 15, 2010

Post a Comment