Archive for the ‘ادبــــــــــــــــــــــــــيـات’ Category
Wednesday, April 22nd, 2009
ژوندراسره ستړی شو ارمان راسره ستړی شو
اوښکې دي اوزه یمه ګریوان راسره ستړی شو
توره بخته بس دی دداغونوکیسه لنډه کړه
درد راسره ستړی شو درمان راسره ستړی شو
نورې څومره څړیکې دې ازله راته یښې دي
زړه راسره ستړی شو جانان راسره ستړی شو
ولې دې قسمته دآهاړسندره خوښه ...
Posted in ادبــــــــــــــــــــــــــيـات | No Comments »
Wednesday, April 22nd, 2009
د همت زلمي که زړونه واړه نه کړي
معشوقې به یو وخت خپلې را واده کړي
زما سترګو ته ، ته ولې په غضب شوې
خپلو سترګو ته دې وګوره چې څه کړي
د سپین مخ رڼا د مینې کوي ژبا ړه
که همدا کانې کوي نو ډیر به مړه کړي
له خوږمنو زړونو لاویني جاري شي
په نکریزو چې ښایسته لاسونه سره کړي
زما اوښکو ته يې تور با ڼه را ټیټ کړل
د تور سرو ...
Posted in ادبــــــــــــــــــــــــــيـات | No Comments »
Wednesday, April 22nd, 2009
زړه
په دې دومره پراخه نړۍ کې چې په سلهاوو،زرهاوو،میليوناوو، میله مزل پکې له يو سر نه تر بله سره دی، د کالونو کالونو او عمرونو مزلونه به تر شاه پريږدې، که له یو سره تر بله سره ورسيږې
خو کله کله مې دا يو موټی زړه دومره راتنګ شي، چې په ...
Posted in ادبــــــــــــــــــــــــــيـات | No Comments »
Wednesday, April 22nd, 2009
مــــــــــتلونه
زما دا عقيده ده، چي د متل كلمه سوچه پښتو ده، اما ځيني خلك وايي، چي دا له عربي مثل څخه مفغنه سوې ده، كه دا دوهم قول ومنل سي، نو په مفغناتو كي د عربي "ث" په "ت" اليشه سوې ده، مثلاً ميراث چي مفغن يې ميرات دى، د ...
Posted in ادبــــــــــــــــــــــــــيـات | No Comments »
Wednesday, April 22nd, 2009
اباسين راغی غاړې غاړې ~ پۀ سر يې راوړۀ کشميري د خيال شالونه
اباسين بيا پۀ څپو راغی ~ پۀ سر يې راوړۀ سپينې خولې زېړ پېزوانونه
اباسين بيا څپې څپې دی ~ هره څپه يې ورانوي د پګړۍ ولونه
اب و دانه مې شوه تمامه ~ ليلا پر زړۀ راکړۀ د تورو ګوزارونه
اب کوثر ...
Posted in ادبــــــــــــــــــــــــــيـات | No Comments »
Wednesday, April 22nd, 2009
مودې پس مې ستا يادونه مېلمانه دي
مودې پس مې ګلابونه مېلمانه دي
د اورمخو د ښايست له برکته
مو اورونه، ارمانونه مېلمانه دي
لږه برخه خو زموږ هم ژوند کې وکړئ
له کلونو مو مرګونه مېلمانه دي
لا باڼه شته، چې زموږ پر لور کاږه دي
لا مو اوس هم پرهرونه مېلمانه دي
پښتانه يو، چې د ...
Posted in ادبــــــــــــــــــــــــــيـات | No Comments »
Wednesday, April 22nd, 2009
شېخ بابا ته بنګ وركړه چې څه كېږي ؟
شېخ بابا ته بنګ وركړه چې څه كېږي ؟
شنو بنګړو ته شړنګ وركړه چې څه كېږي ؟
نور يې نو په صبر كې ملا ماته شوه
پته د پلنګ وركړه چې څه كېږي؟
خال به دي د زنې ګل ته ورته شي
زما د وينو رنګ ...
Posted in ادبــــــــــــــــــــــــــيـات | No Comments »
Wednesday, April 22nd, 2009
مينه کښې دردونه ما ليدلي دي
زړه کښې دې زخمونه ماليدلي دي
مينه نوره هغه مينه نه شوله
دې کښې رواجونه ما ليدلي دي
مه ګوره حالت ته مي ناصحه ته
لاس کښې دې جامونه ما ليدلي دي
خپلې ميخانې ته ساقي خيال کوه
دلته کښې مات زړونه ما ليدلي دي
څنګه به دې خپل کړمه جانانه زه
هر ...
Posted in ادبــــــــــــــــــــــــــيـات | No Comments »
Wednesday, April 22nd, 2009
مينتوب
آرش ننگیال
اوف څه بده پېښه ده، زه وايم چې له دا ډول پېښې سره په ټوله نړۍ کې يواځينی کس زه مخ شوی يم. ما وې چې روغ په مځکه ننوځم
نه پوهېږم چې دا هر څه به زما د ساده توب او که د هغوی د بازاريتوب پايله وهد ...
Posted in ادبــــــــــــــــــــــــــيـات | No Comments »
Wednesday, April 22nd, 2009
باران ډیرسخت وریده د اسمان له تالندې بریښنا سره به باران نورهم په وریدو شروع کوله اوپرځمکی به یی وړی وړی پوکنۍ جوړولې همدغو سختو بارانی حالاتو زه دی ته اړویستلم چې باید دباران څخه په یومحفوظ ځای کې پنا ه واخلم خودی پنا زه د یو داسې دنیا په ...
Posted in ادبــــــــــــــــــــــــــيـات | 1 Comment »