د تصوف لغوي معنى
April 19, 2008 – 7:56 pmد تصوف دلفظ په هكله علماؤو بيلي بيلي ويناوي كړيدي : د امام اعظم ابوحنيفة نعمان رحمه الله تعالى په اند تصوف د صفا (سپيڅلتيا) د لفظ څخه اخيستل شوى دى . د غوث اعظم سيد شفيع محى الدين عبدالقادر الجيلاني په آند د مصافات د لفظ څخه اخستل سوى دى . يعني هغه علم (پوهه) چي د باطن زړه روح او نفس د تزكيې ،پاكوالي سپيڅلتيا لارښونه كوي . او متصوفين و هغو خلګو ته ويل كيږي كوم چي ددين د ظاهري احكامو برسيره خپل د روح ،زړه باطن او نفس روزني او پاكوالي ته زياته پاملرنه كوله .
دتصوف تعريف :
د تصوف د تعريف په اړه مشائخو او علماؤو ډول ډول ويناوي كړي دي چي هر تعريف پر خپل ځاى د تصوف لپاره رښتوني تعريف دى او دهغو څخه يو څو په لاندي ډول دي : سيدنا مولانا حضرت شيخ محي الدين عبدالقادر الجيلاني الحسني الحسيني رضي الله عنه په خپل كتاب غنية كي دتصوف په اړه دا قول را نقل كړي دى : (التصوف الصدق مع الحق وحسن الخلق مع الخلق ) تصوف صداقت (رښتنوالى) دى له الله عزوجل سره او نيك اخلاق (ښه خويونه ) دي دخلګو سره . امام سكاكي رحمه الله تعالى په مفتاح العلوم كتاب كي دامام محمد الغزالي رحمه الله تعالى په وينا دتصوف تعريف داسي كوي: ( التصوف تجديد القلب لله تعالى واحتقار ماسواه ) خپل زړه له هر څه څخه خالي كول يوازي و يوه خداى عزوجل ته په خپل زړه كي ځاى وركول او نور څه خوار ګڼل تصوف دى . شيخ على ابن عثمان رحمه الله تعالى په كشف المهجوب نومي كتاب كي د حضرت امام محمد باقر رضي الله عنه په وينا د تصوف تعريف داسي كوي : (التصوف خلق فمن زاد عليك في الخلق زاد عليك في التصوف ) تصوف اخلاق (نيك خويونه) دي كوم څوك چي ستا څخه په اخلاقو كي زيات وي نو هغه په تصوف كي زيات دى . تصوف خپلو پيروانو ته په ظاهري كړنو او عباداتو برسيره د نفس د تزكيې (پاكوالي) د زړه د تصفيه ( سپڅلتيا) د روج د تجليه (روښانه كولو) لارښونه كوي . كه دانسان نفس سپيڅلى او زړه اصلاح سي ټول ظاهري او باطني خراب او ناخوښه اخلاق او اعمال پرې له منځه ځي او ټول وجود اصلاح كيږي او نيك اخلاق منځ ته راځي او دلوى څښتن او دهغه رسول صلى الله عليه وسلم سره مينه او تړون پيداكيږي چي همدا رښتني تصوف دى .
5 Responses to “د تصوف لغوي معنى”
09/06/08 10:24:16
پاکه ربه شي پرمونږه مهربانه چه مژده دکاميابۍ راشی هرخوانه
بختوره کاميابي دنيوجرسي کړي :کامياب ستون کړي اتل له هرميدانه
ته په مټودځوانانوبرکت کړي ،===،لورېنه دي پري وکړي پاک سبحانه
اطمنان دزړه په برخه دهرېوکړي ======چه نړي لره په ډاګه کړي ميړانه
ته دهر افغان دسرومال حافظ شي =هم مو خلاص کړي نوردجنګ توري بلانه
دملی وحدت پيرزوراباندي وکړي=ته يولاس واړه افغان کړي له جهلمه تربولانه
دعرفان ,علم اوفضل په ډګر کښي ،=======پرمخ بوځي داملت ته له هر چانه
امامت دټول امت کړي ورپه برخه =======قيادت کښي دنړې يي کړي باتوانه
دهنراوفن مأوی ورځيني جوړکړي===-==خلايي راکيټ يي بوزي تر اسمانه
زه ذاكري الكوزي ستاسي هره نوع علمي مرستي ته تياريم
By ذاكرالله قادري نقشبندي on Jun 9, 2008
سلامونه او درنشت، زیات خوشحاله شوم چی ستاسی شکلی بلوگ می ولوست، بریالی اوسی، که د مشهورو صوفیانو په باب هم معلومات کیژدی او د هغوی په اره راته معلومات راکری سخت به خوشحاله کیژو. زه به هم درسره د مشهورو صوفیانو د ژوندلیکونو په باب یوه یوه مقاله ترجمه کوم درته استوم به یی. ما د ابراهیم ادهم په باب تحقیقات کری دی د هغه په باب مطالب به هم انشالله درته استوم. مننه الله مو بریالی لره خوشحاله اوسی.
By الهام جمالزی on Oct 23, 2008
سلامونه او نیکی هیلی می ومنی
د معلوماتو خخه مو دیره مننه، خدای دی وکری چی نور هم زیات نشرکری.
د خپل خان په هکله معلومات راکری دیر به شه شی خکه تعارف دیر ضروری دی او زه هم کولای شم درسره مرسته وکرم.
ستاسی د لا زیات بریالیتوب په هیله
By روح الله صاحبزاده on Oct 29, 2008
مخترم ورورهسلامونه او نیکی هیلی می ومنی !
ما د ( صوفی حقیقی کیست؟)په نوم یوه رساله لیکیلی ده، که چبری ستاسو حضور ته جالب اوسی نو کوی شی راسره تماس ونیسی .
By سعیدی د المان نه on Nov 14, 2008
محترم وروره سلامونه او نیکی هیلی می ومنی !
ما د ( صوفی حقیقی کیست؟)په نوم یوه رساله لیکیلی ده، که چیری ستاسو حضور ته جالب اوسی نو کوی شی چه ما سره تماس ونیسی . په درناوی سعیدی
By سعیدی د المان نه on Nov 14, 2008