د تصوف امامان او مشائخ كرام رضي الله عنهم
October 19, 2008 – 8:06 pmد تصوف امامان او مشائخ كرام رضي الله عنهم
حضرت امام اعظم ابوحنيفة ، حضرت امام شافعي، حضرت امام مالك، حضرت امام احمد، رضي الله تعالى عنهم ددين هغه احكام او مسائل كوم چي دانسان په ظاهري اعمال پوري اړه لري د قرآن مجيد ، نبوي حديثونو څخه دامت د لارښووني لپاره روښانه كړل او امت ته يې حلال، حرام، فرض، واجب، سنت، مستحب، مكرو… څرګند كړل چي دوئ د فقهي امامان مجتهدين او مشائخ بلل كيږي . امام بخاري ، امام مسلم، امام احمد، او داسي نورو محدثينو د احاديثو ذخيرې دامت لپاره جمع كړې چي همدا بزرګان د احاديثو امامان بلل سول . همدارنګه حضرت پيران پير غوث اعظم سيد شيخ محي الدين عبدالقادر الجيلاني رحمه الله تعالى ، حضرت شيخ خواجه بهاؤ الدين نقشبندي رحمه الله تعالى، حضرت شيخ خواجه امين الدين چشتي رحمه الله تعالى او حضرت شيخ شهاب الدين السهروردي رحمه الله تعالى او ددوئ څخه مخكي سيد ا حضرت جنيد بغدادي رحمهم الله تعالى سر بيره پر ظاهري علومو امت ته دنفس او باطن د تزكيې د زړه داصلاح او سپيڅلتيا روحي تربيت او لوى څښتن عزوجل ته د نږدې كيدو د لارو لارښونه د قرآن مجيد احاديثو او اخلاقو په رڼا كي وكړه چي همدوئ دتصوفو امامان مشايخ و بلل سول . لكه څرنګه چي په ظاهري اعمالو او احكاموو كي د فقه د امامانو تقليد او پيروي لازمه او اړينه ده همدارنګه دنفس په سپيڅلتيا د زړه په اصلاح ، لوى څښتن عزوجل ته دنږدې كيدو او د پوره خلاصون لپاره د تصوف د مشائخو و لارښوونو ته غاړه ايښوول له دوئ سره مينه كول او ددوئ پر تګلاره تلل اړين او لازم دي . لكه څرنګه چي د قدوري، كنز، هدايه، درمختار، لوستل ضروري دي همدارنګه د غوث اعظم سر الاسرار ، فتوح الغيب، فتح الزمان، د ابوطالب قوت القلوب ، دامام غزالي احياء العلوم، منقذ من الضلال، د مجدد الف ثاني امام رباني رحمه الله تعالى مكتوبات، د مولانا جلا ل الدين بلخي رحمه الله تعالى مثنوي ، د فقير الله صاحب مكتوبات ، عوارض العارف، او داسي نورو كتابونو لوستلو ته هم په پوره توګه اړتيا سته .