د هرچا لپاره اسانه لار او لويه ګټه

April 22, 2008 – 8:15 pm

عمران كيمياني او شيخ بزار وويل چي د سيد نا و مرشدنا غوث الثقلين سيد شيخ محي الدين عبدالقادر الجيلاني رضي الله عنه څخه وپوښتل سول : چي يو څوك په تا پوري ځان تړي خو ستاسو لاس يې نه وي نيولى ستاسو څخه يې خرقه نه وي اغوستې ايا دا ستاسو له ملګرو څخه شمير ل كيږي ؟ د شيخ ابوالحسن علي ابن سليمان خباز څخه نقل دى چي ما ته په ۵۹۲ كال كي په بغداد كي شيخ ده مبارك وويل چي څوك په ما پوري ځان تړي  اوزماسره مينه كوي زما نوم ته ځان منسوبوي الله تعالى به هغه قبول كړي او هغه زما له ملګرو څخه دى او الله عزوجل راسره وعده كړې ده چي ستا ملګري ستاسو سره مينه او محبت كونكي به جنت ته داخل كړم .                                                                               بهجةالاسرارصـ ۱۰۱.ځكه نو د هر مؤمن لپاره يوه لويه ګټه او لوى نعمت دادى چي دلوى څښتن عزوجل په خاطر او درسول الله صلى الله عليه وسلم د نسبي تړون له كبله د الله عزوجل داسي رښتني او سپيڅلو اولياؤو سره تړون تعلق او په زړه كي مينه پيداكړي . تر څو ددې حديث مصداق وګرځي (المرء مع من احب ) سړى به له هغه چا سره وي چي ورسره مينه لري .

Post a Comment