القادري

د تصوف امامان او مشائخ كرام رضي الله عنهم
د تصوف امامان او مشائخ كرام رضي الله عنهم

حضرت امام اعظم ابوحنيفة ، حضرت امام شافعي، حضرت امام مالك، حضرت امام احمد، رضي الله تعالى عنهم ددين هغه احكام او مسائل كوم چي دانسان په ظاهري اعمال  پوري اړه لري د قرآن مجيد ، نبوي حديثونو  څخه دامت د لارښووني لپاره روښانه كړل او امت ته يې حلال، حرام، فرض، واجب، سنت، مستحب، مكرو… څرګند كړل چي دوئ د فقهي امامان مجتهدين او مشائخ بلل كيږي . امام بخاري ، امام مسلم، امام احمد، او داسي نورو  محدثينو د احاديثو ذخيرې  دامت لپاره جمع  كړې چي همدا بزرګان د احاديثو امامان بلل سول . همدارنګه حضرت پيران پير غوث اعظم سيد شيخ محي الدين عبدالقادر الجيلاني رحمه الله تعالى ، حضرت شيخ خواجه بهاؤ الدين نقشبندي رحمه الله تعالى، حضرت شيخ خواجه امين الدين  چشتي رحمه الله تعالى او حضرت شيخ شهاب الدين السهروردي رحمه الله تعالى او ددوئ څخه مخكي سيد ا       حضرت جنيد بغدادي رحمهم الله تعالى  سر بيره پر ظاهري علومو امت ته دنفس او باطن د تزكيې د زړه داصلاح او سپيڅلتيا روحي تربيت او لوى څښتن عزوجل ته د نږدې كيدو د لارو لارښونه د قرآن مجيد احاديثو او اخلاقو په رڼا كي وكړه چي همدوئ دتصوفو امامان مشايخ و بلل سول . لكه څرنګه چي په ظاهري اعمالو او احكاموو كي د فقه د امامانو تقليد او پيروي لازمه او اړينه ده همدارنګه دنفس په سپيڅلتيا د زړه په اصلاح ، لوى څښتن عزوجل ته دنږدې كيدو او د پوره خلاصون لپاره د تصوف د مشائخو و لارښوونو ته غاړه ايښوول له دوئ سره مينه كول او ددوئ  پر تګلاره تلل اړين او لازم دي . لكه څرنګه چي د قدوري، كنز، هدايه، درمختار، لوستل ضروري دي همدارنګه د غوث اعظم سر الاسرار ، فتوح الغيب، فتح الزمان، د ابوطالب    قوت القلوب ، دامام غزالي احياء العلوم، منقذ من الضلال، د مجدد الف ثاني امام رباني رحمه الله تعالى مكتوبات، د مولانا جلا ل الدين بلخي رحمه الله تعالى مثنوي ، د فقير الله صاحب مكتوبات ، عوارض العارف، او داسي نورو كتابونو لوستلو ته هم په پوره توګه اړتيا سته .

لااله الا الله محمد رسول الله
د ا لله عزوجل څخه پرته بل څو ك دبندګي وړ نشته  حضرت محمد صلي الله عليه وسـلم د ا لله جل جلا له رسو ل دي. پر هر مسلما ن لازمه ده چي ددي كليمي الفاظ په ژبه صحيح ووائي په معني ئي ځان پوه كړي او په زړه پري باور وكړي . دلا اله الاا لله فضيليتو نه

ددي كليمي په ډير ذكر كولو ســره زړه ژونـــد ي  كيږي  له خــــيري  ،زنګ اوبــــدو اخلاقــــوڅــــخه پا كـــــــيږي .زړه له نوره څخه ډكيږي سكو ن اواطمينا ن ورته حاصليږي وسوسي بي ځايه  فكرونه غمونه پريشاني پري له منځه ځي .دولاړي ، ناستي ،روغتيـــا نا روغتيا ،شتمنۍ ، غريبۍ ، اقامت ،ســـفر او په هر حا ل كي دا كليـــمه ويل كيداي شــي   .د قــيــــا مــــت په ورځ بــــه خـــــوښ او خوشـــــــحا له وي او مـــــخ بــه ئــي له نـــــوره څـــــــخه ځــــــــليږي    .له بـــدو كارو څــخــــه ژغـــــورل كيــــږي او دنــــيـــــكو كارونـــو كړنــــــه ورتــــــه اســـا نــــه كــــيـــــږي

دمرګ او قبر له ويري او تاريكۍ څخه به په اما ن وي.ترټولوذكرونو افضله ده اودخداي ج ددوستانووظيفه ده.ايما ن ته پري قوت تازه والي اونوي كيدل حــاصلـــيږي  .ددښمـــــــــن څــخــــه دژغــــــــورنــي لپا ره  كلكه كــــلا ده.مرګ  به  ئــــي د ايمـــــان ســـــره وي .دا كـــــــليمــــه دجــــنــــــت كيــــلي ده .ګنــــا هــــو نــــه پـــري بخښل كيـــږي .تــــرصــــدقـــي كـــولــــو غـــــــوره ده .

ددنياواخرت نيكمــرغي ده تـرځمـــكواواســـمانودرنـه  ده       .                     له كفر او شــرك څــخه پـاكونكي ده .ددي كليمي د ويونكـي به شــفا عــت په برخــه كــيږي.          د الـله ج رحــــمــــت پـــري را اوريــــږي .

بخار ي ، مسلم ،احمد، طبراني ، بيهقي ، كه كو م څو ك دغه كليمه اويا زره واره ووائي برسيره پر ډيرو ثوابونو او ګټو دده لپا ره ددوذخ څخه فد يه ده او كه ئي څوك ثوا بونه خپل مور پلار او نورو دوستانو ته ورووبخښي دهغوي لپاره دغذاب څخه دخلاصو ن سبب  ګرځي  .         (خيرالفتواي او منة الجليل دعلامه شامي)كه  كو م څوك لا اله الاالله ترهر لما نځه وروسته اويا ددو لمنځونو په مينځ كي (۱۶۵) واره ووائي او ياد  سيد نا ومرشد ناحضرت پيرا ن پير                                                                                                                غوث اعــظـــم ســــــيدشــــــيخ محي الدين عبد القادر جيلا نيالحسني و الحسيني قدس ا لله سره رضي   ا لله تعالي عنه  سره په زړه كي مينه  او محبت  كوي او له ځا نه سره ووائي چي زه دده مر يد يم نو هغه  كس دده په مريدانو  كي شمير ل كيږي ځكه چي                                   ا لمرء مع من احب (سړي به له هغه چا سره وي چي ورسره مينه لري) [بهجة الااسرارو معد ن ا لا نوار .

د هرچا لپاره اسانه لار او لويه ګټه
عمران كيمياني او شيخ بزار وويل چي د سيد نا و مرشدنا غوث الثقلين سيد شيخ محي الدين عبدالقادر الجيلاني رضي الله عنه څخه وپوښتل سول : چي يو څوك په تا پوري ځان تړي خو ستاسو لاس يې نه وي نيولى ستاسو څخه يې خرقه نه وي اغوستې ايا دا ستاسو له ملګرو څخه شمير ل كيږي ؟ د شيخ ابوالحسن علي ابن سليمان خباز څخه نقل دى چي ما ته په ۵۹۲ كال كي په بغداد كي شيخ ده مبارك وويل چي څوك په ما پوري ځان تړي  اوزماسره مينه كوي زما نوم ته ځان منسوبوي الله تعالى به هغه قبول كړي او هغه زما له ملګرو څخه دى او الله عزوجل راسره وعده كړې ده چي ستا ملګري ستاسو سره مينه او محبت كونكي به جنت ته داخل كړم .                                                                               بهجةالاسرارصـ ۱۰۱.ځكه نو د هر مؤمن لپاره يوه لويه ګټه او لوى نعمت دادى چي دلوى څښتن عزوجل په خاطر او درسول الله صلى الله عليه وسلم د نسبي تړون له كبله د الله عزوجل داسي رښتني او سپيڅلو اولياؤو سره تړون تعلق او په زړه كي مينه پيداكړي . تر څو ددې حديث مصداق وګرځي (المرء مع من احب ) سړى به له هغه چا سره وي چي ورسره مينه لري .

د تصوف لغوي معنى
د تصوف دلفظ په هكله علماؤو بيلي بيلي ويناوي كړيدي : د امام اعظم ابوحنيفة نعمان رحمه الله تعالى په اند تصوف د صفا (سپيڅلتيا) د لفظ څخه اخيستل شوى دى . د غوث اعظم سيد شفيع محى الدين عبدالقادر الجيلاني په آند د مصافات د لفظ څخه اخستل سوى دى . يعني هغه علم (پوهه) چي د باطن زړه روح او نفس د تزكيې ،پاكوالي سپيڅلتيا لارښونه كوي . او متصوفين و هغو خلګو ته  ويل كيږي كوم چي ددين د ظاهري احكامو برسيره خپل د روح ،زړه باطن او نفس روزني او پاكوالي ته زياته پاملرنه كوله .

دتصوف تعريف :

د تصوف د تعريف په اړه مشائخو او علماؤو ډول ډول ويناوي كړي دي چي هر تعريف پر خپل ځاى د تصوف لپاره رښتوني تعريف دى او دهغو څخه يو څو په لاندي ډول دي : سيدنا مولانا حضرت شيخ محي الدين عبدالقادر الجيلاني الحسني الحسيني رضي الله عنه په خپل كتاب غنية كي دتصوف په اړه دا قول را نقل كړي دى : (التصوف الصدق مع الحق وحسن الخلق مع الخلق ) تصوف صداقت (رښتنوالى) دى له الله عزوجل سره او نيك اخلاق (ښه خويونه ) دي دخلګو سره . امام       سكاكي رحمه الله  تعالى په مفتاح العلوم كتاب كي دامام محمد الغزالي رحمه الله تعالى په وينا دتصوف تعريف داسي كوي: ( التصوف تجديد القلب لله تعالى واحتقار ماسواه ) خپل زړه له هر څه څخه  خالي كول يوازي و يوه خداى عزوجل ته په خپل زړه كي ځاى وركول او نور څه خوار ګڼل تصوف دى . شيخ على ابن عثمان رحمه الله تعالى په كشف المهجوب نومي كتاب كي د حضرت امام محمد باقر  رضي الله عنه په وينا د تصوف تعريف داسي كوي : (التصوف خلق فمن زاد عليك في الخلق زاد عليك في التصوف ) تصوف اخلاق (نيك خويونه) دي كوم څوك چي ستا څخه په اخلاقو كي زيات وي نو هغه په تصوف كي زيات دى . تصوف خپلو پيروانو ته په ظاهري كړنو او عباداتو برسيره د نفس د تزكيې (پاكوالي)  د زړه د تصفيه ( سپڅلتيا) د روج د تجليه (روښانه كولو)  لارښونه كوي . كه دانسان نفس سپيڅلى او زړه  اصلاح سي ټول ظاهري او باطني خراب او ناخوښه اخلاق او اعمال پرې له منځه ځي او ټول وجود اصلاح كيږي او نيك اخلاق منځ ته راځي او دلوى څښتن او دهغه رسول صلى الله عليه وسلم سره مينه او تړون پيداكيږي چي همدا رښتني تصوف دى .