بآبآ دپښتني يوالي ځلانده مشال دي
January 31, 2009 – 2:27 pm
دسولي پښتني وروري او عدم تشدد دستر مبارز فخر افغان با چا خان دسيمنار ښا غلو ګډونكونكو ،د افغانستان دكلتور ودي د ټولني ښا غلو غړو ددي سيمنار را بلونكو :
تاسو ټولوته ددي سيمنار دجوړيدو له امله دزړه له كومي نيكي هيلي اومباركي وايم ، ستاسو په پښتني مينه ، احساس ، ملي افغاني هڅواو پر پښتون پال اند دي ّلا بر كت سي ،چي نور هم داسي غونډي او نړيوال سيمنارونه راوبولي ،او دزماني په دي پړاوكي خپل ملي اوپښتون پال افغاني رسالت په ميړانه سرته ورسوي ،
درنو ملګرو او مشرانو:
ځان ته دا واك نه وركوم سي ستاسو په وړاند دي څه ووايم ځكه تاسو ټول مشران ياست او عمرونه مو دپښتو او افغانيت په پالنه كي تيركړيدي.خوزه ځكه اجازه غواړم يوځه ووايم،سي ددي ستر انسان خدمتونه دويلو وړ دي ،او دخپل بابا په اړه ويل زموږ ټولو حق دي .
فخر افغان هغه ستر او ريښتني افغان پالونكي شخصيت وو سي دهر ډول مادي شتو سره سره يي د پښتنو لپاردخدمت كولومټي راو ونغښتي ، دماد ي او نفسياتي غوښتنو په وړاندي لكه لوي غر هسي ودريد و ټولوته يي شا كړه يوازي دمعنو ي ژوند او دپښتنو دځو رونكوحالاتو ځخه دخلاصون مبارزه يي په ډيره ميړاه او لو ي پښتني همت افغاني غرورسره پيل كړه . دده موخي او هدفونه ډير سپيڅلي او دټولو پښتنودخدمت لپاره وو ، با چاخان دهغه مهال دنړيوالو حالاتو له څيړني اوژور ي كتني وروسته دي پايلي ته ورسيدو سي پښتانه بايد دزده كړي وكړي اود علم دلاري دنوي ژ وند او نوي دنياسره يو ځاي كولاي سي مزل وكوي او خپلو نا خوالوته دپاي ټكي كيږدي ، دلمړي ځل لپاره يي په پښتنو سيموكي ښونځئ پرانست چي ده او ملګرو به په فخري دول دپښتنو بچيانو ته زده كړي وركولي ، داچي پښتانه په توره اوميړانه كي دهر چانه وړاند ي وو،نو يوازي دپوهي اوعلم كمي پكي وو سي دهغه دترلاسه كولو لپاره با چاخان ميدان ته راو دانګل ، دبا چا خان ددي ستر او روزنيزكار سره انګريزان په ويره كي سول كه پښتانه علم تر لاسه كي نو مو ږ بيانه سو كولاي پر دوي خپلي ناروا او كرغيړني دسيسي پلي كو هغه ووسي ستر مشرته يي په دي لار ه كي ستونز ي جوړي كړ ي ، هرځه چي وكول خو بابآ دخپلي سپيڅلي لاري راونه ګرځيد و بلكي لا پرمخ روان وو ، پښتنو ته يي علمي سياسي شعور وركو دخپل منځي ستونزو دهواري لپاري پښتني غورو دودونوته دپلي كيدو لاري هواري كړي هري سيمي ،هر كلي ته يي په ډيروسختو شرايطو كي سفرونه وكول ترځوپښتانه دخپل حال او دو رپيښو ستونزونه خبركړي، بآبآ په ټول ژوند كي كبر،لوي نه ده كړي ،تر هرپښتانه يي ځان كښته بالو سي داده لوي او ستر انسان دوستانه او پښتون پا ل خويونه وو، بآبا په ځان اوژوند كي ټول لوړ خويونه ساتلي او ديو ريښتني مسلمان او پښتون په څير يي ژوند كړيدي ، دهر ډول ځان پالني ،لويي اوسركښي خلا ف وو، دبآبآژوند دنړي دنور وستروانسانانو او شخصيتو نو په څير ډير ساده كليوالي ،او له هرډول تكليف نه لري وو، ساده خواړه يي خوړل ساده جامي يي اغو ستي ، دبابآيوه ملګري ويلي دي سي بابآ زموږ كورته دغرمي دډوډي لپاره را تلونو موږ ورته ډير په زړ ه پور ي اوډول ډول خواړه تيار كړل ،ميز ډك سو دبابآ ورسره ملګري سي د ډوډي خوني ته ورغلي ګوري سي پر ميز ډير خواړ پراته دي نو يې سمد ستي ورته وويل : دادونه خواړه موولي راوړي دي په دي باندي بآبآ خوابدوي ،له ميزه يي تر نيمي ډير دخوړ و لوښي لري كړل كله سي بابآ ډوډي ته را غلي نو ي دستي دكور خاوند ته وويل:
دادونه خواړه موولي تيار كړيدي ، د اصراف دي ، اصرا ف ناروادي او موږ دنارواوو په وړاندي مبارزه كوو، دبآ بآ په اړه سي هرڅونه خبري وشي بيا هم لږ دي ، وپښتنو ته دبآ با دسترو نه ستړي كيدونكو خدمتونو په اساس غازي امان الله خان ورته د فخر افغان لقب وركو ،خپل ګران مشريي بالو ،بابآ دټولوپښتنو مشر وو اوټولو پښتنو ورته دزړه له كومي احترام درلود سي تر نن پوري احترام كوي او ډير عزت يې نو م اخلي . بابا په ټولو پښتنو بآندي ګرځيدلي دي او ورته يي دنوي دنيا سره دتلو اوسيالي لارښوني كړيدي ،
دپښتنو د هغو ناوړو دودونودله منڅه وړلو لپاره يي ډير ي منډي كړي سي پښتنوته بي له بد مرغي نور څه په لاس نه ورتلل ، ډير پخوا بابآويلي ووسي :يو كيږو به ..ګني وركيږو به دايو ډيره لويه مقوله ده كه هلته ورسره چا منلي واي نن به پښتانه ددي ستونز و سره لاس او ګريوان نه واي .
لنډ ه دا چي بابآ دپښتنو لپاره يو ځلاند ه او تل پاتي مشال دي ،بآبآ دټولو پښتنو ديوالي لو ي مشال دي ، چي دده دژوند علم .حلم او كارونوپه رڼآ كي كولاي سو يو روښانه راتلونكي دټولو پښتنو لپاره جوړ كړو.بابآ دپښتنو لپارداسي ځلانده مشال بل كړي دي كه هر ځو ك ورپو كړي يايي دوژلو هڅي وكړي نو ګيره به يي وربآندي سو ځي او مخ به يي پري توريږي ،
موږ ددي ستر انسان دكارونو او خدمتونو ځخه څه زده كولاي سو ،وګوري غازي امان الله خان ورته د فخر افغان لقب وركړيدي او ده هم غازي امان الله خان دټولو پښتنو پا چا بللي دي ،او پر ده باندي وياړي. بآبآ ټول عمر دپښتنو لپاره دژوند تر ورستي شيبئ پوري هلي ځلي كړيدي .
ددي لپاره سي پښتانه تل يو موټي پاته سي نوخپله ابدي ارامګايي هم جلال اباد وټا كو ،زموږ دتاريخ دواړ و ځلاند و ځيرو كه غازي امان الله خان دي كه با بآ دي داسي تاريخي درسونه راته پري ايښي دي چي دډيرو ځيړنو او پله ټلو اړتيا لري ، بابآ دپښتو ژبي په را ژوند كولو كي ستر وياړلي خدمتونه كړيدي ، بآبآ واي :
موږ په پيښوركي دپښتون مجله چاپو له يوه ګڼه مي غازي امان الله خان ته وركړه سي دا وګوره مو ږ په پيښوركي پښتومجله چاپو،ده را ته وويل ، زما پښتو نه دزده سي دا مجله ولولم ، بآبآ ډ ير خوابدي سو وروسته يي ورته وويل :
په ټوله دنيا كي موږ په تا باندي وياړوسي ته دټولو پښتنو پا چايي او يو پښتون ي خو ستا خپله پښتو نه ده زده . داځنګه كيداي سي .د ډيرو خبرو وروسته غازي ورته وويل : له نن وروسته زه پښتو زده كو م او دا مجله بۀ تل راليږئ او زه بۀ يي تل وايم ،
دپښتو ژبي لپاره دبآبآ خدمتونه دستايني وړ دي كه هرڅونه د بآبآ په اړه خبري وكو بيا هم لږدي ،افسوس دادي لكه ځنكه سي اړينه ووه موږهمداسي دده ستر ارمانونه تر سره نه كړل ، او دده په لاره مو هغسي ګامونه پورته نه كړل ،هيله ده سي له دي ورست وكولاي سو دپښتنو ديوالي لپاره علمي ادبي او سياسي شعور ي كارونوته پرا ختيا وركړله سي .
ښاغلو :
ستاسو ددي بريالي سيمنار له امله بيا هم مباركي درته وايم ، پرداسي نيكو كارونو مو لا تو فيق غواړم ،
په پاي كي زه څو وړانديزونه لرم هيله د ه سي تاسي وربآندي غوروكوي
- دوښمنا ن هځي كوي سي زموږ نه تاريخونه واخلي او ځلاندي علمي او
سياسي څيري مو رانه وركي او هيري كړي ،
– په لراو برپاڼۀ كي دي يوه برخه دبآبآ لپاره بيله سي يوازي په عكس څۀ نه كيږي،نوي نسل بايد دبابآ دټولو كارنامونه پوره خبر اويو څه ترينه زده كړي .
– زما ژوند او جد وجهد،د بابآ ليكونه ، دبابآ دژوند او كارونو په اړه شوي ځيړني او ددي سيمنار ټول مواد او ليكني دي و لراو بر ته په هغه ځانګړي برخه كي چي ورته بيله سوي وي پورته او پر ليكه شي ، چي په دي ډ ول ټول افغانان په اساني سره وكولاي سي تري ګټه پورته كړي ،
– تر اوسه پور ي موږ دبآبآ سر ه لكه څنګه سي ښايې دبآبآ له ژوند او اثاروځخه ګټه نه ده پورته كړي ،هغه مو نويو نسلونوته د هغوي دپښتني روزني لپار ه نه دي كارولي ، له دي وروسته بآيد سي دبآبآ د اثارو او دده د موخو په اړه هر ډول سياسي او شعور ي كار ته مخه كړو.
– بابادټولو پښتنو ديوالي تاريخي نښه او سمبول دي دبآبآ په نامه دي يو علمي تحقيقي سياسي او ادبي مركز جوړسي ،چي په ټول پښتون وطن پوري اړه ولري ،دده په اړه او دده دژوند او كارونو په اړه علمي كارته دوام وركړل سي ، په دي علمي مركز كي دټولو افغان اوپښتون پالو مشرانو عالمانو او ملي اتلانو په اړوند هرځه راټول كړل شي ،دايو داسي علمي ځيړنيز مركزشي چي د هر چالپاره پكي اړين مالومات شتون ولري او داړتيا په مها ل ترينه ګټه پورته كړي ،
- كه ايران ،تاجكستان او سمت پلوه پلورنكي افغانان ځانته حق وركوي سي ددريو هيوادونو په ګډون يو نړيوال سيميز تلويزون جوړكړي ، تر څو ايراني فرهنګي ير غل ته لا لاره هواره كړي ،نو موږ بآيد هم سره را ټول سو دبابآ په نامه يو نړيوال فرهنګي مر كز جوړ كو ،اول بايد دلر او بردويب پاڼي په ځير يو نړيوال دپښتو ژبي تلويزون جوړ شي ،په دي كار سره به وكولاي سو دهر ډول فرهنګي يرغل مخه په ښه ډولي سره ونيسيږو ، دبلي خوابه دپښتنو په شعور ي راويښتيا كي ډير ګټور تماسي ،
درنو او ښاغلو مشرانو :
پښتو ټولنه دټولوورپيښو ستونز وسره سره په لمن كي داسي پياوړي څير ي لري چي د پښتو ژبئ او فرهنګ دساتني يه لاره كي په ميړانه مخ په وړاندي روان دي ، او دپښتو ژبي او فرهنګ د ودي اوخدمت لپاره يي شپه اوورځ په ځان يو كړيده ،
ټول هيوادوال ستاسو ددغونيكو اوپښتون پالو هځو ملاتړ كوي او ترشا موولاړدي ،
د اډئر بريالي سيمنار دي او په دي مهال ستره لاس ته راوړنه ده ، دداسي سيمنارونوجوړولوته بآيد په لراو بر پښتون وطن كي هم دوام وركړل سي ، يوه ديره موهيمه خبره داده سي كه په افغانستان يا كوئټه ، پيښور كي لوي ادبئ غونډي جوړيږي نو په كار ده چي ټول پښتانه ليكوالان پكي ګډون وكوي ، ادبئ غونډي دپښتنو ديوالي لپار ښه ګټه لرلاسي ، نور بايد هر ډول واټن دپښتنو تر منځ لري شي چي دا كار دداسي غونډ په جوړيدوسره كيداي شي ،
په پاي كي دسيمنا ر وټولو ګډون كونكو او ملي مشر اسفند يارولي صاب ته ددي سيمنا ر دجوړيدو اونيك كارله امله بيا هم دزړه له كومي مباره كي وايم ،ستاسو په پښتون پال احساس او فكر دي لا بركت سي ،
تاسو په دي كارسره وكولاي سو ل سي د ميلينونوځوريدلو پښتنو په زړونوكي دخوښي او هيلواحساس را ژوندي او پياوړي كړي ،
دپښتوژبئ دپياوړتيا دپښتني خويونو او پښتنوالي د ژوندي كولو او هځولو او دستر مشر فخر افغان با چا خان دارمانونو دپلي كيدو په هيله ،
مخ په وړاندي دټول پښتون وطن ديوالي ، پر مختګ ،اوسرلوړي ملي ازادي دلاس ته راوړلو په لور .
ستاسو نه يوه نړي مننه، په درناوي
رحمتي ګيلا نو ال، دؤ بئ