Presentation on Badshah Khan in Hamburg: Fr 6.2.2009‏

February 4, 2009 – 2:55 pm

باچا خان : د خبرو که د عمل ، د پرون، که دې نن سړی؟

 

«زموږ د باچا خبرې» تر نامه تېر کال يو کتاب، چې پکښی د غفار خان غوره خبرې راټولی شوي، د افغانيک لخوا خپور شو.

دوستانو ته د دغه کتاب د ښودلو او ورکولو په وخت کې، ځينو ځوانانو دا پوښتنه کوله، چې باچا خان څوک و، څه يې کړی او څه يې غوښتل. له همدی کبله تصميم ونيول شو، چې د دغه لوی انسان د معرفۍ لپاره په هامبورګ کې يوه معلوماتي ناسته جوړه شی.

 

ويناوال: ډاکتر يحيی وردک

وخت: جمعه، څلوربجې، Friday, 6.2.2009

ځای: د عارف وردک او نبی منګل ګدام

Billstr 98, Hamburg

Tel.: 0176-481 16562

 

داسی ورځ به ديره کمه په وروستيو کلنو کې پيدا شی، چې پکښی د افغانستان او پاکستان کې د تاوتريخوالې، جګړې، بمباريو او وژنو نه راپور ورنکړ شی.

 

دير کم خلک په دې خبره پوه دي، چې يوويشت کاله مخکښې د ۱۹۸۸ کال د جنوری په يو ويشتمه دلته د جګړی، زور او تشدد پر ضد يو لارښود عبدالغفار خان په ۸۸ کلنۍ کې خپله وروستۍ سلګۍ ويستله.

 

نن دلته ښوونځې سوځول کېږي، خو ده د تېرې پېړۍ په پیل کې ښوونځی جوړول. او په دی نظر ؤ چې زموږ راتلونکي نسلونه بايد تر هر څه د مخه تعليم وکړي.

 

نن دلته حتی د جوماتونو په خوا کې بمونه اچول کیږی او خلک د لمانځه په وخت وژل کيږي. حال دا چې باچا خان د بهرني استعمار او د خپل ملک او ولس د آزادۍ لپاره د عدم تشدد له لارې مبارزه کوله او تر سلو زور پیروان يې درلودل. راځۍ چې په ګډه سره د دغو کارنامو يادونو راژوندي کړو!

 

 

ستاسو ته سترګه په لار

يحيی ورد ک

wardak@afghanic.org

0174-7417306

 

«زموږ د باچا خبرې» کتاب دلته په پي دي اف کې کتلای شۍ:

 http://afghanic.de/bk

Post a Comment