April 9, 2009 – 4:16 pm
-

-
»مسووليت زموږ د هېوادونو د مشرانو او هغو خلکو په غاړه نه وي چې د يو ځانگړي کار دپاره مقرر او ټاکل شوي وي. دغه مسووليت د هر چا سره دی. «دلاي لاما
مهاتما گاندي ته هېڅکله د نوبل د سولې جايزه نه ده ورکړل شوې، په داسې حال کې چې د هغهء نوم د سوله يزو هلو ځلو دپاره يو مترادف نوم گرځېدلی دی.
د گاندي نژدې ملگری باچا خان په اسلامي نړۍ کې لومړنی د عدم تشدد لارښود گڼل کيږي چې د خپل عمر ډېره برخه يې د سولې او د پښتنو د ښېگړې لپاره وقف کړی و.
په گډه بايد هڅه وشي چې د دغو دواړو سترو لارښوونکو ارزښتناکه کړه وړه هېر نه شي. نو له دې کبله گاندي او باچا خان ته دې د سولې د نوبل جايزه ورکړل شي. دغه غوښتنه د يوې بين المللي کميټې لخوا وړاندې شوې ده:
www.inthelight.org/gandhikhan/index.html