زرين انځور ته دې د باچا خان جايزه ورکړ شي

May 7, 2009 – 2:04 pm

د 2009 کال د مارچ پنځمه نېټه د جرمني په بن ښار کې د افغانيک مرکز له خوا د هېواد د پيآوړي کيسه ليکوال، کره کتونکي او وتلي فرهنګيالي زرين انځورد لنډو کيسو د شپږمې ټولګې (را روان دي تور بادونه) د چاپ او مخکتنې په مناسبت يوه ادبي غونډه جوړه شوه.

په دې ادبې بنډار کې د جرمني له بېلا بېلو ښارونو سربېره له بلجيم او انګلستان څخه هم يو شمېر ليکوالو، فرهنګيانو او د انځور صيب د ليکنو مينه والو ګډون کړی وو. د غونډې په سرکې د افغانيک مشر يحيی وردګ د ده فرهنګي هڅې د نن ورځې خدايي خدمتګاري وبلله او له همدې امله يې د انځور صيب لپاره د باچا خان د جايزې يا مډال غوښتنه وکړه:

« زه د ښاغلی  زرين انځور د شخصيت دوه اړخونو ته دلته اشاره کوم
 
۱. د ډيرو نورو افغانانو په پرتله انځور صاحب هم پخپله يوازې ډير کار کوي او هم د نورو سره د ګډ کار او د کاري ټيم د رهبرۍ توان لري. ژوندی مثال يې زموږ د کلتوري ودې په ټولنه کې د ده فعاليت دی. دی کوم کار نه مني، خو که يې ومني، بيا يې کوی هم.

 ۲. د کار په وخت کې تر ټولو مخکې او ستيج ته د ختلو او خبرو کولو په وخت کې تر ټولو وروستی وی. ډير ځله ما ليدلي دي، چې دی هر څه جوړ او برابر کړی او بل چا ته وايي چې ته يې مشري وکړه.

 له بده مرغه  په موږ کې نه يوازی دا چې دغو خواصو کمه وده کړې ده، بلکه خبره  برعکس هم صدق کوي موږ ډيرې خبرې کوو، خو کله چې د عمل ميدان شي، بيا هيڅ نه وي.

او هم د خبرو او ستيج ته د ختلو لپاره ډير تلوار لرو، که څه هم هيڅ کار مو نه وي کړی، په موضوع کې تياری هم  ونه لرو، خو غواړو چې حتمی بايد د زړه بړاس وباسو او دا په نظر کې نه نيسو چې زما خبرې په موضوع پورې اړه لري او که نه او څومره نورو ته ګټورې دي. خدای دې وکړی چې موږ څه ناڅه په دغو برخو کې لږ څه زده کړه وکړو.

 د زرين انځور د شخصيت  او د  ده د خدايي خدمتګارۍ د پېږندلو پر بنسټ زه نن دلته دا وړانديز کوم او له مربوطو ادارو څخه غوښتنه کوم، چې زرين انځور ته دې د باچا خان جايزه ورکړ شي.»

 پوره راپور او عکسونه دلته ليدلی شی:
http://www.s-rohi.com/fullstory.php?id=2901&CatID=8

Post a Comment