په کابل کی د خان عبدالغفارخان د٢٠ تلين دنمانځنې په مناسبت سيمينار جوړ شو

January 20, 2009 – 12:23 am

عبدالقدير صديقي – May 19, 2008 – 09:18

 

کابل

د غويي ٣٠مه، پژواک خبري اژانس

 

د لرې او برې  پښتونخوا د خدايي  خدمتګار د تحريک د باني خداى بخښلي خان عبدالغفار خان د ٢٠ تلين د نمانځنې  په مناسبت درې ورځنى سيمينار په کابل کې  پرانېستل شو .

 

په دغه سيمينار کې، چې د غويي په ٣٠  مه، د افغانستان دعلومو اکاډمۍ او دسيمه ييزو مطالعاتو د مرکز لخوا پرانېستل شو، د هېواد دکابينې او پارلمان غړيو ، له هندوستان او پاکستان څخه يوشمېر راغليو مېلمنو او په سلګونو استادانو ، شاعرانو او فرهنګيانو ګډون کړى وو .

 

د خدايي خدمتګار تحريک مشر خان عبدالغفارخان، چې په باچاخان مشهور دى، په   ١٨٩٠ ميلادي  کال کې دکوزې پښتونخوا (سرحد ايالت) د چارسدې په اشنغرکې زېږېدلى او په ١٩٨٨ ميلادي کال کې يې له نړۍ څخه سترګې پټې کړې دي .

 

د نوموړي مړى دهغه له وصيت سره سم دننګرهار ولايت په جلال اباد ښار کې خاورو ته وسپارل شو او همدلته يې مزار دى .

 

 غونډې ته د جمهوري رياست دويم مرستيال محمد کريم خليلي په خپلو وينا کې د خان عبدالغفار خان مړينه يوه ستره ضايعه وبلله او زياته يې کړه چې باچاخان په ډيرو خرابو سياسي حالاتو کې ګټور تصاميم نيولي دي .

 

دخليلي په وينا ، باچاخان نه يواځې دپښتنو لپاره د آزادۍ په لټه کې وو، بلکې هغه دسيمې دهېوادونو په کچه د آزادۍ  لپاره مبارزه کوله .

 

نوموړي زياته کړه  چې  دغه ډول  غونډې د هېواد دڅېړونکيو لپاره  د دې لار برابروي، چې  د هېواد راتلونکيو نسلونو ته دتاريخ په ډول يوڅه  ترې پاتې شي   .

 

دغه راز په نننۍ غونډه کې د پاکستان له سوبه سرحد ايالت څخه راغلي مېلمه او قومي مشر افضل خان لالا هم دباچاخان په کارنامو رڼا واچوله او ويې ويل : (( باچاخان هغه ستر مبارز شخصيت و، چې دخپل  عمر زياته برخه يې خلکو ته د خدمت په لار کې تېر کړې ده .))

 

په غونډه کې داطلاعاتو او کولتور ، دسرحداتو او قبايلو وزارتونو او دکابل پوهنتون  پيغامونه هم ولوستل شول .

 

د اطلاعاتو اوکولتور وزارت مالي او اداري مرستيال غلام نبي فراهي ديادشوي وزارت پيغام په لوستلو سره وويل  چې د باچاخان مبازره يواځې پښتنو پورې محدود نه وه ، بلکې ډېرو محکومو ملتونو ترې درس اخيستى دى .

 

فراهي دافغانستان اوسني حالت ته په  اشارې سره ، زياته کړه چې په دې يوويشتمې پېړۍ کې د هېواد روانو ستونزو د حل لپاره هماغسې يو مثال ته اړتيا ده .

 

د غونډې په پاى کې د افغانستان دسيمه ييزو مطالعاتو مرکز مشر عبدالغفور لېوال وويل چې د باچاخان دژوندانه په اړه علمي بحثونه به سبا او بله ورځ  ترسره شي .

 

Post a Comment