د لوستونکو نظرونه
د برېښ په اړه د ښاغلي کبير الينګاري صيب را رسېدلى نظر:
ښاغلو لوستونکو تاسو ته به د ښاغلي کبير الينګاري صيب هغه ليک کټ مټ دلته خپور کړو چې نوموړي زحمت کړى او د برېښ ويبلاګ ته يې رالېږلى. پدې ليک کې يې د برېښ په اړه خپل نظر وړاندې کړى دى. الينګاري صيب ته د اوږده او له برياوو د ډک ژوند هيله کوم.
په پښتنه مينه
زيارمل
————————————————————————————————–
ګران ملګرى زيارمل صيب !
اجازه را کړئ د ننۍ الکټرونيکي نړۍ په شين اسمان کښې د برېښ د ځلانده ستوري څلېدل ، تاسو او ددې هيواد هر اصيل بچي ، او په ځانګړي ډول د پښتو د وياړلې ژبې مينه والو او ويونکو ته مبارک باد وايم ، او پدې ملي او انساني لاره کښې مو د نورو ډېرو برياوو هيله وکړم.
زه پوره باوري يم چې د برېښ به په خپلو علمي څېړنيزو مقالو ، روغتيائي مسلکي مشورو ، او د طب او طبابت د نړي نه د نويو او تازه لاسته راوړنو ، په نشر او ډالۍ کولو سره ، نه يواځې د ولس علمي تنده ماته ، بلکې زموږ د ملي ژبې پښتو په علمي غناء او بډاينه کښې به ټاکلى او رغنده رول ولوبوي ، او پښتو ژبه به په نړيوال ډګر کښې د نړۍ د نورو ژونديو ژبو سره د سيالۍ جوګه کړي.
د برېښ الکټرونيکي پاڼه د ښکلا او ډيزاين له پلوه ډېره په زړه پورې ، او د محتوا او کيفيت له اړخه ډېره بدايه ښکاري. علمي مقالې ، طبي او تربيوي مشورې مو د ټولنې د مبرمو غوښتنو په بنسټ برابرې او ټاکلې دي.
دوستان به د تاسو پدې پښتني او ملي هڅو ووياړي ، خود تعصب د لارې ، د ړندو ډلو ټپلو ، فکري او پښتو ضد برېښونه به نور هم ، د برېښ په ځلېدو سره مزمن او د نابودۍ شوم مزل ته ګړندي کړي.
که څه هم مزل مو اوږد او لاره مو ډېرې لوړې ژورې لري خو پښتني هوډ او علمي پوهاوى مو د پوره او غوڅ بري ضمانت کوي.
زه باور لرم چې د برېښ ويبلاګ به زموږ د نورو پښتو ويبپاڼو سره په څنګ کښې د پښتو د قلم او تورې انساني مورچل ټينګ او نه ماتېدونکى وساتي.
دا د افتخار او وياړ سفر مو سوکاله او بريالى اوسه !
په درنښت
کبير الينګاري
د جنوري د مياشتې پنځمه کال ٢٠٠٨ ز
————————————————————————————————-
پدې برخه کې به د يوه لوستونکي نظر را واخلم چې نوموړي خپل نوم حميد ليکلى او د برېښ په اړه يې خپل نظر څرګند کړى دى. هيله ده چې د برښناليک له لارې راته د ځان په اړه بشپړ مالومات راکړي ترڅو ورسره په اړيکه کې و اوسم او په راتلونکي کې د نوموړي له رغنده او ښو مشورو څخه ګټه پورته کړم . په پاى کې دومره وايم ، چې حميد صيب له ليک څخه مو يوه نړۍ مننه.
زيارمل
دادى د حميد صيب ليک کټ مټ خپروم:
ښاغلی او عزتمند ورور زيارمل صاحب !
تاسو ته د زړه له کومي د دې نوي سايټ مبارکي وايو . ېير مهم مالومات مو پکې ځاى په ځاې کړې دي . هيله ده چې په پښتو ژبه روغتيايي مالوماتو خپرولو ته پراختيا ورکړئ تر څو په نورو پښتو خپرونو کي ترې ګټه واخستل شي او پښتانه ډاکټران او محصلين د نوو پرمختګونو څخه له دې لاري خبر شي .
سرلوړي اوسې .
مبارک مو شه .
د جنوري ١٨مه کال ٢٠٠٨ ز