د کم خونۍ درملنه او ورڅخه ځان ساتنه

January 12, 2008 – 12:13 pm

 په کور کې د کم خونۍ چاره کړل

 په کور کې ډېره لږه مرسته د کم خونۍ له ناروغ سره کېدلى شي. په عمومي ډول ، که تاسو کم خوني لري نو بايد د ځنډني ناروغۍ لپاره مو په دوامداره توګه درمل وخورئ. دا ځکه چې له کم خونۍ سره ډيهايډريشن هم يوځاى وي نو بايد زيات مقدار اوبه وڅکئ خو له شديد حالت سره مخامخ نشي.

 کم خوني په خپله کومه ناروغۍ نه ده بلکې د نورو ناروغيو لپاره يوه نښه ګڼل کېږي. تر ټولو غوره لاره چې يو تن کولى شي د کم خونۍ اعراض په کور کې را کم کړي هغه داده چې خپل نورې ناروغۍ له خپل کنټرول لاندې راولي.

  •  د بېلګې په توګه ، که تاسو د زړه حمله تېره کړې وي نو تاسو ته په کار ده چې د زړه د ناروغۍ لپاره درمل کړل شوي درمل په خپل وخت او منظمه توګه وخورئ دا ځکه چې کم خوني د زړه ناروغۍ نوره هم خرابوي.
  • که تاسو د معدې زخم ولرئ نو بيا تاسو د الکولي څښاک ، اسپرين ګوليو او د درد ضد درملو لکه Ibuprofen (Advil) څخه ځان وژغورئ ځکه چې دغه شيان د معدې زخم نور په بده اړوي او ممکن په خونريزۍ واوړي.

 طبي درملنه

  • ځکه چې ډيهايډريشن له کم خونۍ سره ملګرى وي نو په کار ده چې سيروم د رګ له لارې واخيستل شي څو د وينې فشار په نورماله کچه کې وساتل شي او له ناوړو حالتونو څخه مخنيوى وشي.
  • د کم خونۍ په درملنه کې غوره خبره داده چې د کم خونۍ اصل لامل تداوي کړل شي خو که کم خوني دومره شديده وي چې ژوند له ګواښ سره مخامخ کوي نو بيا په کار ده چې ناروغ روغتون ته يوړل شي او هلته له درملنې لاندې ونيول شي ياني د رګ له لارې ورته اضافي وينه ورکړل شي څو اړتيا يې پوره شي

-  څومره يې چې امکان وي او ناروغ له بدو حالتونو سره نه مخامخ کېږي نو ډاکټران ډېر کوښښ کوي څو ناروغ ته وينه د رګ له لارې ور نکړي. o       دا ځکه چې له وينې سره يو ځاى ممکن ډېرې ناوړه ناروغۍ هم ناروغ ته ور انتقال شي. لکه : هيپټايټس (ب) ، يا (سي) چې دغه دواړه ډوله د ناروغ ځيګر له منځه وړي او يا هم HIV چې بيا په ايډز باندې بدلېږي.

- تر اوسه پورې داسې ټسټونه لا نه دي پيدا شوي چې په وينه کې پورته ناوړه ناروغۍ تشخيص کړي . د يادونې وړ ده چې ټسټونه شته چې کارول کېږي خو کره والى يې دومره ډاډمن نه دى.

  • په لاندې توګه د کم خونۍ د تداوي لپاره نورې لارې چارې هم شته چې د کم خونۍ له شدت او لامل پورې يې اړه لري:

-  اکسجن ورکول – هغه ددې لپاره چې د سرو کريواتو هر حجره په اعظمي ډول سره اکسجن غړو ته انتقال کړل شي.

-  مايعات ورکول – هغه ددې لپاره چې د وينې فشار پورته کړي ځکه چې د وينې په ضايع کېدو سره د وينې فشار طبعاً را ټيټېږي چې د مايعاتو په ورکړې سره به دغه حالت ښه والى ومومي

- وازو پريسور ( داسې درمل ورکول چې رګونه منقبض کړي) – دا په هغه وخت کې ورکول کېږي چې د ناروغ فشار د لوړېدو لپاره د مايعاتو ورکول کافي نه وي نو بيا د رګونو د منقبض کېدو درمل ورکول کېږي څو ددې په ورکړې سره د وينې فشار لوړ کړل شي.

- تازه کنګل شوې پلازما (FFP) – د وينې نورماله برخه چې په دې سره د وينې د پلازما ضايعه جبران کړي.

- د دمويه صفحاتو ورکول (پلاټليټ يې هم بولي) – کله چې خونرېزي ډېره شديده وي نو بيا د دمويه صفحاتو د جبران لپاره ورکول کېږي.

  درمل يې: 

هغه درمل او درملنه چې کولى شي د کم خونۍ معمول لاملونه تر خپل کنټرول لاندې راولي په لاندې ډول دي:

  • اوسپنه –  د اميندوارۍ په دروان کې بايد واخيستل شي او يا هر کله چې د اوسپنې کچه په وينه کې ټيټه شوې وي.
  • د ويټامينونو اخيستل -  د ويټامينونو اخيستل ددې لپاره دي چې په هغو کسانو کې چې ښه خواړه نه خوري په هغو کې د فوليک اسيد او ب ١٢ ويټامين کچه په نورماله بڼه وساتي.
  • ايريتروپوئيټين ( Procrit) -  دا په هغه وخت کې توصيه کېږي چې ناروغ د پښتورګو ستونزه ولري ، په دې سره د سرو کريواتو د حجرو شمېر زياتوالى مومي.
  • انټي بيوټيک -  ددې درملو ورکړه ناروغ ته په هغه وخت کې په کار ده چې کومه انتاني ستونزه ولري چې انتاني ناروغۍ پخپله د کم خونۍ لامل دى.

 ځان ساتنه: 

د کم خونۍ ځينې معمول ډولونه په ډېره آسانۍ سره کولى شو چې د صحي خوړو په خوراک او د الکولو په نه څکاک سره ترې ځان وساتو. د کم خونۍ له ټولو ډولونو څخه هغه وخت په ښه توګه ځان ساتلى شو چې په منظمه توګه له ډاکټر څخه ليدنه وکړو او هم که کله يې راته نښې ښکاره شوې ډاکټر ته ورشو.

 

  1. 2 Responses to “د کم خونۍ درملنه او ورڅخه ځان ساتنه”

  2. ښاغلی او عزتمند ورور زيارمل صاحب !
    تاسو ته د زړه له کومي د دې نوي سايټ مبارکي وايو . ېير مهم مالومات مو پکې ځاى په ځاې کړې دي . هيله ده چې په پښتو ژبه روغتيايي مالوماتو خپرولو ته پراختيا ورکړئ تر څو په نورو پښتو خپرونو کي ترې ګټه واخستل شي او پښتانه ډاکټران او محصلين د نوو پرمختګونو څخه له دې لاري خبر شي .
    سرلوړي اوسې . مبارک مو شه .

    By hameed on Jan 16, 2008

  3. دمخ د تابو تابو علت چه دی ؟

    By شریف الله اندر on Jun 4, 2008

Post a Comment


په لوګركې يوشميربيوزلوته مرستې وويشل شوې
دبایرن مېشتو افغانانودکولتوري ټولنې اعلاميه اوملاتړ
پكتيا والي له ولسواليو د ليدني لړۍ پيل كړه
د هېواد اساسي قانون او د هغه تر پښو لاندې کول
يوې مېرمني درې ورځي په واوره کښي تيري کړې - ويډيو
مارک تواین؛ پېژندل شوی داستان لیکوال نوم
Kaka ji Sanober Hussain Momand
د لونګو دريڅې : د بهير ژوند او فن
د صحاف خپرندويه ټولني انلاين پاڼه
د [اونۍ هنداره] اوله خپرونه
د لمر تر ټولو تازه غزل
ماشوم روزنه ( اتم څپرکئ )
ستاسو په فكر ښوونځى څوك سوځي؟ او د ټولني پر راتلونكي څه ډول ناوړه اغېز كوي ؟
advancing national interests or promoting their values ?
We are coming soon