ماشوم روزنه ( اووم څپرکئ )

November 18, 2008 – 3:11 pm

څنګه کولى شئ چې متعهد او مسؤل ماشومان وروزئ ؟
موږ ټول په دې هيله يو چې داسې ماشومان وروزو چې د مسؤليت احساس ولري او پخپله متعهد او ژمن وي. خو ځينې وخت دغه لوړ او ستر هدف په خوله په آسانه وايو خو عمل ور باندې نه کوو. په لومړي سر کې به د مسؤليت کليمه وپېژنو . مسؤليت مانا ١) د خپلو تصميمونو د ټاکنې او هم يې د پايلو او نتائيجو د منلو توان لرل ، ٢) د محدوديتونو پېژندل او منل او د لوړتيا د قانون درک کول.

موږ له خپلو ماشومانو سره مينه لرو خو دا مينه د هغوي په تشويق کولو او د هغوي د خپلواکۍ په منلو سره مالومېږي ، دغه نوې پېښه د ماشوم له پيدايښت سره سم پيلېږي او د ماشومتوب په اوږدو کې ادامه مومي. په ماشومانو کې د کاري ځواک د لوړتيا او په خپل ځان د باور پيدا کېدو لپاره د نورو له لوري تشويق ته اړتيا لري او موږ کولى شو چې د همدې پديدې د ساتنې او پرمختګ لپاره له هغې څخه ملاتړ وکړو.

يو له هغو لارو څخه چې موږ کولى شو خپلو ماشومانو ته مسؤليت وسپارو داده چې هغوي ته اجازه ورکړو ترڅو پخپله د خپلو تصميمونو نتائيج او پايلې تجربه کړي. د بېلګې په توګه : ملالۍ د ژبې د زده کولو په کورس کې نوم ثبت کړى او ښوونکي يې ورته اړوند کتاب ښودلى چې بايد له ځان سره يې ولري.

هغه راځي د کتاب نوم خپلې مور ته ښيي او مور يې ورته وايي چې لاړه شه ځانته دې له کتاب پلورنځي څخه کتاب را ونيسه. په دې وخت کې ملالۍ بهانه کوي ( مورې! نن مې حوصله نشته چې بهر لاړه شم ، زه غواړم چې د ټلويزيون پروګرام وګورم.) سبا ورځ ددې په ځاى چې مور يې خپلې لور ته کتاب ور په زړه کړي ، پرې دې ږدي چې لور يې د خپل تصميم مسؤليت په خپله غاړه واخلي او ټولګي ته د تللو چمتوالى پخپله ونيسي. مور يې موضوع ور په زړه نه کړه او سبا ملالۍ ښوونځي ته ولاړه ، بې له دې چې د ژبې د زده کړې کورس يې په زړه وي ، وروسته ملالۍ په ډېره بېړه کور ته راځي ځکه چې کورس ته د تللو لپاره يې چمتوالى نه و نيولى او په زده کړه کې له برخې اخيستنې څخه پاتې شوه.

نو د همدې لپاره په کار ده چې ماشومان پرېښودل شي ترڅو هغوي د خپلو تصميمونو پايلې او نتايج پخپله تجربه کړي او د خپلو کارونو مسؤليت په خپله غاړه واخلي.

څنګه کولى شو چې په ماشومانو کې د مسؤليت حس تقويه کړو؟

کله چې موږ په روښانه او غوڅ ډول له ماشومانو څخه وپوښتو نو هغوي دې ته اړ کېږي چې د هغو په هکله يوه ګړۍ فکر وکړي او د خپلو کړو وړو او له هغو څخه په لاسته راغليو نتايجو باندې غور وکړي. په ماشومانو کې د مسؤليت حس هغه وخت تقويه کولى شو چې هغوي ته د مسؤليت په ژبه لازم پيغام ورکړو.

خپل ماشومانو مو پرېږدئ چې پخپله تصميم ونيسي او ستونزې اوارې کړي.

فرض کړئ چې ستاسو ماشوم کور ته له خپلې اطلاعنامې سره راځي او تاسو ته خپله اطلاعنامه ښيي پداسې حال کې چې د پښتو لوست نمرې يې ښې نه دي ، وړاندې تر دې چې موضوع ته ننوځئ ، له هغه وپوښتئ ( د نمرو په هکله دې نظر څه دى؟) ( ما ډېره خواري کړې وه خو ارمان چې د پښتو په لوست کې مې چانس نه دى راوړى ، تصميم لرم چې خپله دغه ناکامي جبران کړم.) هغه ماشومان چې د خپلو کړو وړو په هکله د نظر څرګندونه کوي هغوي زده کوي چې په اغېزمنه توګه تصميم ونيسي او په سمه توګه ستونزې اوارې کړي. له خپلو ماشومانو سره مرسته وکړئ ترڅو خپلو انتخابونو  او له هغوي څخه لاسته راغليو نتايجو ته پوره پام وکړي: فرض کړئ چې ستاسو ماشوم وايي: ( نن مې حوصله نشته چې لامبووهلو ته لاړ شم ، ډېر ستړى يم.)

مور يې ورته وايي: ( آيا فکر کوې چې که نن د لامبووهلو تمرين ته لاړ نشې څه به پېښ شي؟)

ماشوم: ( امکان لري چې لارښود استاد مې له ډلې څخه وباسي)

مور يې : ( که له ډلې څخه وايستل شوې بيا به څه کوې؟)

له ماشومانو څخه داسې پوښتنې وکړئ چې باندې (څه) شوې وي نه په (ولې) باندې ، هغه پوښتنې چې په (څه) باندې شوې وي په هغو کې ماشوم ښه فکر کولى شي ، ور باندې ښه پوهيدلى شي او خپل کړه وړه په سمه توګه ارزيابي کولى شي.

د بېلګې په توګه: ( ته څه کار کوې؟) ( تصميم لرې چې څه کار وکړې؟) نه دا چې ورته وويل شي: ( ولې دې کورنۍ دنده نه ترسره کوې؟) دا ډول پوښتنې ددې سبب ګرځي چې ماشوم هغه کار ودروي په کوم کې چې لګيا دى او د پوښتنې په هکله غور وکړي.

هرڅومره چې ماشوم ته اجازه ورکړل شي ترڅو خپل کارونه په خپله وکړي هغه ته دا پيغام په ډېره ښه توګه القا کېږي چې ( زه ستا په هغو کارونو او مهارتونو چې د ودې په حال کې دي پوره ډاډ لرم.) که د مسؤليت په ژبه يې عادت کړئ په کراره کراره په ماشوم کې د خپلواکۍ غوښتنې د ودې نښې نښانې په ډاګه درته جوتېږي.

هغه کارونه چې ماشومان يې پخپله له باره وتلى شي مۀ يې ورته کوئ

د ماشومانو په لويولو او روزنې کې بايد يو څه حوصله ولرو. کله چې موږ تل خپلو ماشومانو ته کوم کارونه کوو بايد پدې فکر وکړو چې دغه کارونه چې ماشومانو ته يې ترسره کوو آيا ددې لپاره دي چې ماشومان موږ ته محتاج وي او د هغوي له دې حالت څخه د خوښۍ احساس وکړو او خپل ځان راضي وساتو.

پدې هکله يو قانون شته: هغه کار چې ماشومان يې ترسره کولى شي مۀ يې ورته کوه. کوم شي ته چې موږ اړتيا لرو هغه داده چې ماشومانو ته کار ونه کړو ولې هلته ورته ودرېږو او په ډېره حوصله سره خپلو ماشومانو ته اجازه ورکړو ترڅو د خپلو عضلاتو په زور سره هغه کار ترسره کړي.

که ماشومان د کور په چاپيريال کې چې له امن څخه ډک يو چاپيريال دى د انتخاب فرصت ونلري او په دې اړه يې تجربه هم نه وي تر لاسه کړي نو چې سبا ورځ ټولنې ته ور ګډېږي نو له ډېرو ستونزو سره به مخامخ شي. مطلب مې دا نه دى چې خپل ماشومان خپل سر ته پرېږدو چې د خپل ژوند ټول تصميمونه په خپله ونيسي. نه ، داسې نه ده هغوي ستاسو لارښوونو ته اړتيا لري او په لارښوونې کې بايد نه افراط وشي او نه تفريط.

يوه ورځ ملالۍ له اندېښنې سره کورته راځي او وايي چې يوې ښځې ترې غوښتي چې په اونۍ کې دوه ځلي د هغوي کور ته ورشي او د هغې لور ته د خامک ګنډول چل ور زده کړي. ( ملالۍ په نرم او له اندېښنې ډک غږ سره وويل: ته نه وايې چې څه وکړم؟ زه غواړم چې هم پيسې په لاس راوړم او هم له هغې سره مرسته وکړم). په ښکاره ډول هغې زما نظر غوښته چې ور باندې پوه شي. ما ددې په ځاى چې هغې ته خپل نظر ووايم ، له هغې څخه مې وغوښتل چې مسئله پخپله حل کړي. له هغې مې وپوښتل:

پخپله تصميم لرې چې څه وکړې؟ هغې ځواب راکړ ( زما خوښېږي چې هغې ته خامک ور زده کړم او يو څه پيسې هم لاسته راوړم خو بيا ملګرو او دوستانو او هم د کورنۍ دندې ترسره کولو لپاره وخت نشم پيدا کولى.) له هغې مې وپوښتل: ( ښه په اوس وخت کې درته کوم شى ډېر مهم دى؟) هغې وويل: ( په رښتيا بايد فکر وکړم ، زړه مې نه غواړي چې دا کار وکړم) ماته اسانه وه چې ورته مې ويلي واى چې کوم کار کول ورته ښه دي خو په دې ډول هغې وکولى شول ترڅو خپل موقعيت وارزوي او هغه څه چې د هغې په خپله ګټه دي ترسره يې کړي. په راتلونکي کې که بيا له داسې مسئلو سره مخامخ کېږي نو کولى شي په اړه يې پخپله تصميم ونيسي.

څنګه کولى شو چې لايق او بااستعداده ماشومان وروزو؟

ماشومان د يادولو ، ودې او له نورو سره د مرستې کولو له انګېرنې سره پيدا کېږي. هغوي په طبيعي ډول تمايل لري چې ځان د کورنۍ د يو مهم غړي په توګه احساس کړي. ددغو تمايلاتو په وړاندې زموږ غبرګون يا خو په هغوي کې د لياقت احساس تقويه کوي او يا خو يې کمزورى کوي.

داسې مجسم کړئ چې ستاسې ٤ کلنه لور د هګيو ټوکرۍ را اوچتوي غواړي چې له تاسو سره د خوراکي توکيو په راوړلو کې مرسته وکړي ، تاسو له هغې څخه د هګيو ټوکرۍ اخلئ او ورته وايئ : ( د هګيو ټوکرۍ ته لاس مه ور وړه هغه به ماتې شي ، ښه ده چې ته يو ځل غټه شې او بيا له ماسره مرسته وکړې) په حقيقت کې خو تاسو کولى شئ چې له هغې سره مرسته وکړئ ترڅو د هګيو ټوکرۍ ځاى په ځاى کړي. په دې کار سره ممکن څو هګۍ ماتې شي! خير دى هګۍ دې ماتې شي خو چې د ماشوم په راتلونکې باندې ناوړه اغېزه ونکړي. کله چې ماشوم په وار وار له کار کولو څخه منع شي په دې کار سره په هغوي کې د کوښښ انګېزه له منځه ځي او په هغوي کې دغه احساس راټوکېږي چې که د يو کار د کولو له بار څخه نشي وتلى نه بيا ولې ورکې کوښښ کوي او د وخت په تېرېدو سره ور کې دغه احساس تقويه کېږي. هغوي بيا باور نلري چې له نورو سره مرسته کولى شي. کله چې ماشومانو ته اجازه ورکړل شي چې د کور په کارونو کې مرسته وکړي نو په دې کار سره هغوي د غرور احساس کوي ځکه چې سم کار يې ترسره کړى.

ماشومان څه ډول نوي مهارتونه زده کوي؟

١.  د ماشومانو ښوونې ته ځانګړى وخت بېل کړئ ، ډېره ښه لاره چې ماشومان زده کړي چې د کورنۍ فعاله غړي دي نو په کار ده چې هغوي په لومړي سر کې دا زده کړي چې خپل بستره څنګه سمه کړي او خپل کالي څنګه په ترتيب کړي. څرنګه چې تاسو هره ورځ خپلو ماشومانو ته په وړو او ډول ډول کارونو کې لارښوونه کوئ هغوي زده کوي چې د کور په کارونو کې ګډون وکړي. په کار ده چې د ماشومانو د ښوونې لپاره يو وخت ځانګړى کړو. په دې وخت کې بايد تاسو پوره صبر او حوصله ولرئ چې خپل ماشوم ته يو نوى مهارت ور زده کوئ.

٢.  په ماشومانو انتقاد مه کوئ هغوي د نوي مهارت د زده کړې لپاره وخت ته  اړتيا لري تر څو يې په سمه توګه تمرين کړي ، ماشومان د نوي مهارت په تمرين کې له خطا سره مخامخ کېږي نو په هغوي انتقاد مه کوئ. کله چې ماشومان د نوي مهارت تمرين ترسره کوي نو هغوي له خپلو سترګو لاندې وساتئ ، که هغوي نشي کولى چې په يواځې هغه کار سرته ورسوي نو بيا ورسره مرسته وکړئ.

٣.  د ماشومانو له هڅو ستاينه کوئ ، دغه خبره مو تل په ياد وي چې تشويق د زده کړې پروسه ګړندۍ کوي ، په ډېرې حوصلې سره د ماشومانو کارونه له خپل نظر لاندې ساتئ ، ماشومانو ته باور او ډاډ ورکول هم له هغوي سره مرسته کوي چې يو نوى مهارت په ښه توګه زده کړي. کله چې د ماشوم کار ته ګورئ نو په داسې خبرو يې ډاډمن کړئ ( زه ډاډ لرم چې دا ځل به په دې کار کې بريالى شې) ( زه ډاډه يم چې که ته وکولى شې د کټ د سر څادر هوار کړې نو خوشاله کېږې) په دې ډول خبرو سره ماشوم تشويقېږي او د کار له کولو څخه خوند اخلي.

٤.  د زده کړې پروسې ته تفريحي بڼه ور کړئ ، تاسو کولى شئ چې خپلو ماشومانو ته د ميلمستيا په ډول چاى ترتيب کړئ ، په دې صورت کې کولى شئ چې خپلو ماشومانو ته ور زده کړئ چې په دسترخوان ته څنګه کښېني او کوم ادبونه خپل کړي. آن تر دې چې نانځکو ته د کاليو په اغوستلو سره هغوي ته ور وښيئ چې کالي څه ډول اغوستل کېږي او بوټونه څه ډول په پښو کېږي؟

٥.  ماشومانو ته د مهارت د زده کولو لپاره وخت ور کړئ ، موږ ته په کار دي چې ماشومانو ته د نويو مهارتونو د زده کړې لپاره وخت بېل کړو ، ښه لاره يې داده چې موږ بايد کارونه په بشپړه توګه ترسره نه کړو ځکه چې هغه برخه کارونه خپلو ماشومانو ته وسپارو چې هغوي يې له بار څخه وتلى شي.

انظباط څه ته وايي؟

موږ او تاسو ته انضباط يواځې په کوتک وهلو او په توره کوټه کې د بندي کېدو په مانا سره دي د بېلګې په توګه ( ته صبر کوه ! پلار به دې راشي او بيا به له خپلو کړو پښيمانه شې). موږ تل انضباط له رټلو سره يو شان بولو خو په حقيقت کې دغه دوې کليمې له يوې بلې څخه جلا ماناګانې لري. په رټنه کې د ماشوم روح ته صدمه رسېږي په داسې حال کې چې انضباط له يوې يوناني کليمې څخه چې (Desiplina) ده لاسته راغلې ، مانا يې (ښوونه او لارښوونه) ده. په حقيقت کې موږ خپلو ماشومانو ته ور ښيو چې په څه ډول خپل ځانته لارښوونه وکړي ياني ځاني منضبط (١) شي. په دې سربېره ماشومانو ته موږ حد او پوله ټاکو او هغوي ته د امنيت او خونديتوب حس ورکوو. کله چې ماشومانو ته انظباط له مينې سره يو ځاى ور زده کوو نو هغوي ته يو ډېر ښه پيغام ورکول کېږي ، هغه داسې چې: ( که د نا کاره کار د کولو اجازه هم در کړم خو له دې نه ډېر زيات ته ماته ارزښت لرې او دې ته هم نه ګورم چې ته څه کوې خو زه تاته په کافي اندازه اهميت درکوم ، د زده کړې لپاره مې درته ټولې هڅي په کار اچولي او وخت مې ورته بېل کړې).

موږ څه ډول کولى شو چې خپل ماشومان د خپل ځاني انضباط سره سم وروزو؟

ستاسو د انضباط د پوښتنې لپاره کوم داسې خارق العاده فارمول نشته چې ځواب يې شي. ستاسو لپاره کومه بشپړه طريقه نشته چې ماشومان مو په انضباط راشي ځکه چې هره طريقه له هر يوه ماشوم سره او يا په هر ځاى کې د تعميل وړ نه ده. يواځې يو کار ده چې موږ يې کولى شو هغه دا چې موږ پخپله د انضباط د مثبتو کړنو لپاره ځان متعهد وګڼو. اوس به د انضباط د اصولو په اغېزمنو کړنو باندې رڼا واچوو:

١.  له وړاندې ورته پروګرام ولرو:

فرض کړئ چې تاسو له خپل ماشوم سره بازار ته ځئ نو د کور او بازار په لار کې ماشوم په اونګارو پيل کوي او وايي: ( مورې ! زه د لوبو سامان غواړم ) او کله چې دوکان ته ننوځي نو بيا په چيغو پيل کوي او له دوکان څخه نه وځي. که مور وړاندې تر وړاندې د خپل ماشوم موقعيت درک کړى واى او کله چې دوي له کور څخه وتل خپل ماشوم ته يې هر څه ويلي واى نو موضوع به دومره نه لانجمنه کېداى. موږ کولى شو چې مخکې له مخکې د ځينو ستونزمنو کارونو مخه ونيسو  هغه په دې ډول چې ماشوم پوه کړو چې له هغه څخه څه تمه لرو او کله چې هلته ولاړ شي نو څه بايد وکړي او څه نه.

٢.  هره مسئله دې ته اړتيا نه لري چې ور کې مداخله وشي:

ځينو خبرو ته بايد اهميت ور نه کړل شي ، ډېرى وخت بايد موږ له ځينو کارونو څخه سترګې پټې کړو ځکه چې کله هم موږ يو کار له پام نه وغورځوو ماشومان يې هم پرېږدي. تاسو فرض کړئ ، که ستاسو ماشوم يوې ميلمستيا ته لاړ شي او ددې په ځاى چې يوه شيريني له قاب څخه واخلي ټول موټى په کې خښ کړي ، که تاسې ورته ووايئ ( دوې شيريني در واخله) ماشوم به مو درته ووايي ( زه درې شيريني غواړم) ښه تاسو په خپله دې موضوع ته فکر وکړئ ستاسې او د ماشوم په غوښتنه کې يواځې د يوې شيرينۍ توپير دى. له خپل ځان څخه پوښتنه وکړئ چې آيا يوه شيريني دومره ارزښت لري چې ور باندې انرژي مصرف شي؟ آيا دا به ښه وي چې په خپل نظر ټينګ ودرېږې او که له خپل نظر څخه تېر شې؟ دا ډول پوښتنې له تاسو سره مرسته کوي ترڅو په يو جنجال کې تر ګډېدو وړاندې لږترلږه فکر وکړئ.

بايد تل په يوه مسئله کې د لاس وهنې او نه لاس وهنې ترمنځ تعادل وساتل شي.

٣.  په ماشومانو کې د مرستې کولو حس پياوړى کړو:

هر کار چې ماشومان کوي ددې لپاره يې کوي چې غوښتنې او اړتياوې يې په ښه توګه تامين شي. کله چې ستاسو ماشوم يو ناکاره کار ترسره کوي نو له خپل ځان څخه پوښتنه وکړئ ( ددې کار په کولو سره څه غواړي چې بيان يې کړي؟)

يوه ورځ يوې ښځې داسې ويل: ( لور يې ګستاخه او ژبه وره ده ، تل غواړي چې خپله خبره يې وي ، په خپله خبره ټينګه ولاړه وي ، تل ځواب د ژبې په سر ګرځي.)

ددغې مور د خبرو له اورېدو مې لږ وروسته پام شو چې د هغوي په کور کې مقررات او اصول نشته ترڅو د هغو په رڼا کې ماشومه ځان خوندي احساس کړي.

آيا سرتمبه ګي ، په خپله خبره ټينګار او ګستاخي کېداى شي مثبت اړخ ولري؟ هوکې ، له بل اړخ څخه که د نجلۍ د مور خبرو ته وګورو نو نجلۍ خپلواکه ، د غښتلې ارادې څښتنه او د ټينګې عقيدې لرونکې ستايلى شو. هغه ماشومان چې تل همداسې ګستاخي کوي نو ښه ده چې هغوي ته هر وخت د انتخاب اجازه ور کړو د بېلګې په توګه:

آيا که خوښه دې وي ، نن ته دسترخوان هوار کړه او ډوډۍ ور باندې کښېږده ، که خوښه دې وي ، نن ته بسترې منظمې کړه ؟ کله مو چې تصميم ونيوه د خپلو ماشومانو رفتار بدل کړئ نو تل په دې لټه کې اوسئ چې د ماشومانو په رفتار کې ښه والى رامنځته شي نه دا چې په يو دم د کمال حد ته ورسېږي ، او تل په خپل نظر ټينګار مه کوئ چې ستاسو ماشومان بايد هغو هيلو ته ورسېږي کوم چې تاسو يې ورته غواړئ.

کله چې موږ په ماشومانو کې د رفتار د ښه کېدو پرمختګ حس کړ نو ښه  ده چې هغوي ته يې ور ياده کړو په دې کار سره ماشومان تشويق کېږي ترڅو په راتلونکي کې ډېر زيات کوښښ وکړي او داهم زده کوي چې لوړو هدفونو او موخو ته د رسېدلو لپاره واړه ګامونه هم شته چې بايد واخيستل شي.

٤.  خپلې غوښتنې په ډېره خاصه توګه او له مثبتې توقع سره سم بيان کړئ:

که موږ خپلې غوښتنې په مثبت ډول بيان کړو نو ماشومان په ښه توګه د مرستې لپاره ځان چمتو کوي. د بېلګې په توګه ، ددې په ځاى چې ماشوم ته ووايئ ( نور دا ګډوډي بس کړه) ښه ده چې داسې ورته ووايئ ( د لوبو سامان دې همدا اوس ، سمدستي ټول کړه) يا ددې په ځاى چې ( پام کوه! شيدې تويې نه کړې) ښه ده که ورته وويل شي ( زه ډاډه يم چې شيدې نه درنه توئيږي).

٥.  قصداً خپلې غوښتنې په مؤدبانه ډول بيان کړئ:

هغه ژبه چې تاسې يې د غوښتنې په وخت کار وئ پخپله د غوښتنې په اغېزمنتوب باندې ډېر زيات تاثير لري. يوه اشتباه چې ډېرى ميندې او پلرونه يې کوي هغه داده چې کله دوي له خپلو ماشومانو څخه د څه شي غوښتنه کوي هغه په ډېره مؤدبانه توګه کوي خو د پوښتنې په بڼه يې مطرح کوي. د بېلګې په توګه ددې په ځاى چې ووايي ( سپوږمۍ! آيا خوښېږي دى چې پارک ته له تګ وړاندې خپلې نانځکې ټولې کړې؟) ښه ده چې داسې ووايي (سپوږمۍ ! هر وخت دې چې خپلې نانځکې ټولې کړې بيا پارک ته ځو.)

کله چې موږ خپله غوښتنه د پوښتنې په بڼه مطرح کوو سره ددې چې مؤدبانه هم وي خو په دې ډول سره ماشومانو ته موږ د انتخاب اختيار ور کوو په داسې حال کې چې دې کار ته زموږ پام نه وي. بيا چې کله ماشوم د (نه) ځواب راکړي بيا خوابدي کېږو ځکه چې هيڅ داسې تمه ترې نه لرو. نو په ياد ولرئ چې که تاسو کله هم د (نه) د اورېدلو توان په ځان کې وينئ نو بيا خپله غوښتنه د پوښتنې په بڼه مطرح کړئ . نو ددې لپاره پوښتنه مه کوئ بلکې امر ور باندې وکړئ.

٦.  محدود او نامحدود انتخابونه:

خپل ماشومانو ته د انتخاب حق ور کړئ ، ځينې وخت د انتخاب ورکول ډېر مؤدبانه ، اغېزمن او مناسب کار ګڼل کېږي او ځينې وخت بيا د ماشوم د مرستې د جلبولو لپاره تر ټولو غوره لاره شمېرل کېږي. تاسو په فکر کې شايد تېر شي چې که ماشوم ته د انتخاب حق ور کړو نو دا به د تسليمېدو په مانا سره وي خو مسئله داسې نه ده . کله چې موږ ماشومانو ته د انتخاب اجازه ور کړو نو په حقيقت کې موږ له ماشومانو سره مرسته کو ترڅو هغوي د ځينو شيانو د مسؤليت منلو په اړه يو څه زده کړي او په دې ډول موږ هغوي د يو خپلواک فرد په څېر چمتو کوو.

موږ بايد پام وکړو چې انتخاب په دوه ډوله دى: يو يې محدود او بل يې نامحدود. کله چې ماشوم ته تاسو د يو شي په هکله د نامحدود انتخاب اجازه ور کړئ نو بيا په هغه انتخاب کې هر شى شاملېږي. د بېلګې په توګه ( ګرانه! غواړې چې چېرته ولاړ شو؟) هغه کولى شي چې درته ووايي : ( د سپوږمۍ کرې ته ځو ) دې ته نامحدود انتخاب وايي. که اوس ماشوم ته ووايئ: ( ستا خوښه ، چې پارک ته ولاړ شو که لوبغالي (سټيډيوم) ته ) دې ته محدود انتخاب ويل کېږي ، تاسو هم کولى شئ چې خپلو ماشومانو ته د محدود انتخاب اجازه ورکړئ. کله چې څوک ماشوم ته د نامحدود انتخاب اجازه ور کړي او څه باک و نه ګڼي چې هر څه غواړي بايد ورته برابر شي نو بيا داسې وخت راځي چې بيا  د ماشوم د غوښتنو د برابرولو حوصله له لاسه ور کوي او له ګڼو ستونزو سره مخامخ شي او بې ځايه ماشوم ته په غوسه کېږي. که فکر وشي نو د ستونزو لپاره خپله لويانو لاره هواره کړى نو بيا دې ترخې شيبې هم په حوصلې سره تېرې کړي.

٧.  په ډېره حوصله او ډاډ سره خبرې کول:

کله چې موږ غږېږو د غږېدا آواز بايد زموږ غوښتنې تائيد کړي. موږ چې کله ماشومانو سره خبرې کو بايد ډاډه ، جدي او په پوره اطمينان سره خبرې وکړو. کله چې موږ پخپله نفسي کمزوري ولرو نو بيا را باندې شاوخوا تنګه شي او په چيغو او زور خبرې کو ، که هر څومره موږ خپل غږ لوړو هومره خپل اغېز له لاسه ور کوي . موږ اړ يو چې په ښه ډاډه او آرام و اوسو او هغوي ته ددې اجازه ور کړو چې زموږ دغه انګېرنه چې له دوي څخه د خبرو  د اورېدو تمه لرو په ښه توګه ور ورسېږي. کله چې تاسو غواړئ چې په خپلو خبرو باندې ټينګار وکړئ نو د خبرو کولو په وخت بايد خپلې سترګې د ماشوم په سترګو کې وګنډئ تر هغه ورته ګورئ ترڅو چې مو خبره نه وي خلاصه په دې ډول سره خپل د تاکيد او ټينګار نه ډک پيغام ماشوم ته ور انتقالولى شئ. 

د اووم څپرکي پاى

  1. One Response to “ماشوم روزنه ( اووم څپرکئ )”

  2. سلامونه الله پاک مو روغ له زیارمل صیب واقعا شکلی ویبلاگ لری او شکلی مطالب مو راتول کری دی، زه خپله پدی نظر یم چی باید له ویبلاگونو د یوی تخصصی موضوع لپاره گته واخیستل شی او په یوه موضوع کی شه شکلی مطالب پکی خپاره شی او په هماغه یوه موضوع کی زیات کار وشی، ستاسی ویبلاگ می له حده زیات خوش سو، الله تعالی مو ژوندی لره په متو مو برکت شه.

    By الهام on Nov 20, 2008

Post a Comment


د دري سوه زره ډالرو په ارزښت پروژي پلې كيږي
په لوګركې يوشميربيوزلوته مرستې وويشل شوې
دبایرن مېشتو افغانانودکولتوري ټولنې اعلاميه اوملاتړ
د هېواد اساسي قانون او د هغه تر پښو لاندې کول
يوې مېرمني درې ورځي په واوره کښي تيري کړې - ويډيو
مارک تواین؛ پېژندل شوی داستان لیکوال نوم
Kaka ji Sanober Hussain Momand
د لونګو دريڅې : د بهير ژوند او فن
د صحاف خپرندويه ټولني انلاين پاڼه
د [اونۍ هنداره] اوله خپرونه
د لمر تر ټولو تازه غزل
ماشوم روزنه ( اتم څپرکئ )
ستاسو په فكر ښوونځى څوك سوځي؟ او د ټولني پر راتلونكي څه ډول ناوړه اغېز كوي ؟
advancing national interests or promoting their values ?
We are coming soon