ماشوم روزنه ( اتم څپرکئ )

November 23, 2008 – 1:14 pm

د ماشومانو د ويرې او ډار په وړاندې د مقابلې لارې چارې

د ماشوم روزنه او له ماشوم سره د رفتار کولو څرنګوالى د ماشوم د شخصيت په جوړولو کې ډېر زيات اغېز لري. په همدې ډول د مور جسمي او رواني شرايط چې کله يې ماشوم په ګېډه وي او د تکوين او ودې په جريان کې وي هم ډېر ارزښت لري. د يو فرد د ماشومتوب او ځوانۍ دوره هم د هغه په ژوند او راتلونکې کې مهم رول لوبوي. په همدې دوره کې ډېرې ماشومان او تنکي ځوانان له ويرې او ډار سره مخامخ کېږي. داسې ويره او ډار چې هم په ماشوم او هم يې په کورنۍ باندې منفي اغېز کوي. د ماشومتوب د دورې ستونزې له همغې دورې پورې محدودې نه پاتې کېږي بلکې په راتلونکي کې د هغو ستونزو اغېز په ګڼو شکلونو سره پاتې کېدلى شي. له يواځيتوب ، تيارې او ډاکټر څخه ډارېدل هغه ستونزې دي چې بايد په خپل وخت ور سره سم چلند وشي پرته له دې هم په راتلونکي کې او هم د ماشوم په ټولنيزو اړيکو کې خپل منفي اغېز پرېښودلى شي.

څه ډول کولى شو چې د ماشومانو د تخيل قوه غښتلې کړو؟

فرض کړئ چې ستاسو پنځه کلن ماشوم له ( موږک) او ( پشکې) څخه ډارېږي. نو ددې ډار د لرې کولو لپاره بايد څه وشي؟

د پورتنۍ پوښتنې ځواب دادى:

تاسو يوه پنځه ګون افغانۍ سکه را واخلئ او د جادو په څېر ور څخه ګټه پورته کړئ. دغه سکه د ماشوم په څنګلې باندې درې ځلي وموښئ او ماشوم ته ووايئ چې ستا ستونزه به حل کړي. بيا داسې شرايط برابر کړئ چې ستاسې د جادو اغېزې پخپلو سترګو وويني.

تاسو کولى شئ چې ماشوم ته د لوبو پيشو چمتو کړئ او بيا ماشوم ته ووايئ چې د سيکې د جادو په زور به پيشو تاته څه غرض ونشي کړلى. بله ورځ ماشوم هغه دوکان ته بوځئ چېرته چې خلک پيشوګانې او نور حيوانات خرڅوي ، تاسو هلته بيا ماشوم ته وواياست چې هغه جادويي سکه کولى شي چې نوموړى وساتي.

بيا په پاى کې ماشوم هغه پارک ته بوځئ چېرته چې خلک خپل حيوانات لکه پيشوګانې او سپي له ځان سره راولي او دلته هم د سکې د جادو په هکله ورته مالومات ورکړئ. اوس ماشوم د سکې جادو په مختلفو ځايونو کې وازمويه نو ښايي چې د هغې سکې په اهميت باندې پوه شوى وي او اعتماد يې لوړ شوى وي چې پيشو نور ورته څه نشي ويلى.

له همدې امله د تخيلي قوې1 د غښتلې کولو لپاره تمرينونه ترسره کول ستاسو له ماشوم سره مرسته کوي.

له واقعي او غيرواقعي ډار سره مبارزه وکړي
په خپل ځان د باور کچه يې لوړېږي او د ښوونځي په لوبو کې فعاله ونډه واخلي
جسمي او رواني فشارونه او درد يې کمېږي
د تخيلي قوې غښتلي کول روح ته ځواک وربخښي. ډېرى ماشومان چې د ورځې له مخې په خيال پلو باندې مشغول وي دا هم د ژړا ، ډار او نورو منفي حالتونو په لرې کولو کې له ماشوم سره مرسته کوي. همدا خيال پلو دى چې کولى شي ډاډ او اطمينان ته د روحي فشار او ډار ځاى ونيسي.

له دوه کالو څخه د ټيټو ماشومانو په ډار باندې برلاسى

هغه ماشومان چې لا د عمر دوه کاله يې نه وي پوره کړي هغوي لا تر اوسه ډېرې زياتې مغلقې اړيکې نه وي پيدا کړې نو د هغوي د ډار د لرې کولو لپاره ډېر عملي لارې چارې شته خو هغه تر ټولو اغېزمنې لارې چارې يې دادي: ماشوم ته حوصله کول ، ناز ور کول او په خپله غېږ کې يې نيول.

نورې ساده لارې چارې هم شته چې په هغو سره د ماشوم حواس بدلون مومي. د بېلګې په توګه: د ماشوم پام يو دم د لوبو د سامان په وسيله له ډار څخه د ځان لور ته را ګرځول. واړه ماشومان چې عمر يې يو يا دوه کاله وي له هغو کتابونو سره ډېره مينه ښيي چې په هغو کې رنګه عکسونه چاپ شوي وي او همدا عکسونه کولى شي چې د ماشوم پام ځان لورته واړوي. له دې وروسته کله چې تاسو وغواړئ ماشوم له داسې يو شي سره مخامخ کړئ چې هغه ته د ليدلو او منلو وړ نه وي نو تاسو يې په همدې شکل د ماشوم پام د ځان لورته را مات کړئ. لکه ماشوم ډاکټر ته د کتنې لپاره ښکاره کول او داسې نور.

د دوه او څلور کالو تر منځ د ماشومانو په ډار باندې برلاسى

په دې ډله ماشومانو کې د هغوي د پام را ګرځولو لپاره له يو څه مغلقو لارو څخه ګټه واخلئ. د بېلګې په توګه ، د لوبو ګرځنده ټليفون ( د لوبو موبايل). يا که له کتاب څخه ګټه اخلئ نو بيا د رنګه عکسونو په هکله له ماشوم څخه پوښتنې وکړئ : ( ددې نوم څه شى دى؟) ( دا څه شى کوي؟) ( دا کوم ځاى ته ځي؟).

که تاسو ماشوم په لومړي ځل د غاښونو ډاکټر ته بيايئ هغه ته ووايئ: ( ګرانه! شايد له دې ځاى څخه ووېرېږې خو زه دې لاس نيسم چې څه درته پېښ نشي.) په دې ډول خبرو سره ماشوم غلى کېدلى شي.

تاسو د ماشوم د کرارولو لپاره کولى شئ چې د کارټوني فلمونو اواز وکړي. خپل ماشوم ته وواياست چې د ډار په وخت کې د خپلې خوښې ترانه په لوړ اواز سره ووايي او تاسو يې ورسره غبرګه کړئ.

په اړين وخت کې تاسو کولى شئ چې هغه ماشومان چې عمر يې د دوه او څلورو کلونو ترمنځ وي په ژاولو ژدو ولو باندې يې مصروف وساتئ ځکه چې کله ماشوم د يو ځانګړي رفتار په ترسره کولو کې وي نو پاتې پام يې هم د مصروفيت لور ته ور ماتېږي او په دې ترتيب سره تاسو کولى شئ چې د ماشوم پام له هغه شي څخه چې ور څخه ډارېږي بل لور ته واړوئ.

د پنځو او شپږ کلنو ماشومانو په ډار باندې برلاسى

پنځه کلن يا شپږ کلن ماشوم ته تاسو په اسانه توګه ويلى شئ چې د ډار په وخت کې دې ژوره ساه باسي او که د عددونو په شمېرلو سره بلد وي نو بيا دې عددونه تر شلو پورې درې ځلي له ځان سره تکرار کړي. يو بل ساده تمرين د اعصابو د ارامتيا لپاره دادى چې ماشوم خپله پاملرنه او حواس ټول د خپل بدن يو غړي ته متمرکز کړي د بېلګې په توګه د ماشوم د لاس د غټې ګوتې په نوک باندې يوه څېره چې له خندا ډکه وي رسم کړئ او د ډار په وخت کې دې ماشوم همدې څېرې ته په ځير ځير ګوري او په بل شي کې دې فکر نه کوي.

يو بل ساده تمرين دادى چې تاسو د ماشوم په ذهن کې يو خوشاله کونکى فکر پيدا کړئ ترڅو په هغه کې فکر وکړي مثلاً ماشوم ته وواياست چې د ډار په وخت کې دې د ميلې هغه خوږې شېبې په فکر کې وګرځوي چې د کورنۍ له غړو سره يې تېرې کړې دي يا نورې ښې خاطرې چې له نورو ملګرو سره يې لرلې دي او يا دې د کوچنيو سويانو ټوپونه په خپل فکر کې راولي چې په ژوبڼ ( باغ وحش) کې يې ليدلي دي.

د اوو او دولسو کالو تر منځ د ماشومانو په ډار باندې برلاسى

اوس تاسو کولى شئ چې د تمرينونو په مټ په ماشوم کې د تجسم قوه غښتلي کېدل پيل کړئ. په دې پړاو کې د هغو شيانو انتخابول ډېر مهم دي چې د ماشوم د تلقين لپاره خوښونکي وي او هم د ماشوم له ځانګړتياو سره تناسب ولري.

ځينې ماشوم په دې عمر کې د تېر تاريخ په موجوداتو کې فکر کوي او ورته هک پک پاتې وي او نور ماشومان بيا داسې وي چې د سمندري حيواناتو په هکله په فکر کوي او همدا ډول فکرونه يې سر کې ځي او راځي. نو تاسو ماشوم ته وواياست چې خپل فکر په يوه انځور کې وښيي هغه که ډايناسور وي يا که د کوم بل حيوان ، اوس دا د ماشوم اختيار دى چې په همغه نقاشي شوي ډايناسور باندې سپور شي او چېرته يې چې زړه وي هلته ورباندې ولاړ شي ، ددې لپاره چې د ماشوم په ذهن کې تصور ځاى ونيسي نو تاسو کولى شئ چې له ماشوم څخه وغواړئ ترڅو د هغو ډايناسورانو په هکله تاسو ته مالومات درکړي چې په پارک کې د نندارې لپاره ايښودل شوي وي.

ډېرى ماشومان چې د ١٠ کلونو په عمر کې وي له فني وسايلو سره يې زياته لېوالتيا ښيي. که ستاسو ماشوم د موټر ځغلولو او موټر سپرېدلو د مسابقې مينه ولري نو تاسو کولى شئ چې د هغه د تجسم د قوې د غښتلي کېدو لپاره دا ډول لوبې ورته برابرې کړئ او د ماشوم ذهن د همدې لوبو لور ته رامات کړئ.

که د ماشوم د غوښتنو يو فهرست جوړ کړل شي نو له مور او پلار سره يې د خپل ماشوم د تخيل د قوې په تقويه او غښتلي کېدو کې ډېره مرسته کوي.

وړکتون د ډار ځاى نه دى

نن ورځ خلک خپل يو کلن يا دوه کلن ماشومان ارومرو وړکتون ته بيايي. ماشومان داسې ګڼي چې په وړکتون کې به ډېرې ستړې ورځې په مخ کې ولري دا ځکه چې د وړکتون له ورځني پروګرام څخه خبر نه دي نو د همدې لپاره په اندېښنه کې وي.

هغه ميندې او پلرونه چې وړکتون ته ځي ډېرى وخت له اشتباه سره مخامخ کېږي او خپل ماشوم ته له اندازې زيات د وړکتون په هکله مالومات ورکوي. په دې ډول: ( دا ډېر ښه ځاى دى ، د لوبو لپاره ډېر زيات سامانونه لري ، لارښوونکي يې هم ډېر مهربانه دي او سل داسې نورې خبرې.) کله چې ماشوم دا ډول خبرې واوري نو ډارېږي او له خپل ځانه غبرګون ښيي ، يو ماشوم چې درې کلن وي له خپله ځانه پوښتي : ( که مور مې په دومره اندازه ډاډه نه وي نو بيا زه ولې د خونديتوب احساس وکړم؟)

وړکتون ته د ماشوم د سپارلو پر وخت تر ټولو غوره او ښه رفتار دادى چې رفتار له مهربانۍ ډک او په واقعيت ولاړ وي. لکه داسې : ( زه پوهېږم چې ته اندېښنه لري خو ټول شيان به په ښه توګه پر مخ ولاړ شي.) دا خبره لنډه ده چې له ډېرې اوږدې وينا څخه يې اغېز زيات دى. دا چې تاسو خپل ماشوم په وړکتون کې د لومړي ځل لپاره يواځې پرېږدئ يو ډول د وهم او خفګان احساس کوئ ، دا يو حقيقت دى او بايد قبول يې کړئ او خپل ماشوم له هغه چاپېريال سره عادت کړئ او د ټولنيزو اړيکو په اړه يې مهم ګام پورته کړئ.

کله چې ماشوم له تاسو څخه جلا کېږي نو په هغه وخت کې د ماشوم پام بل لورته واړوئ ترڅو غم او خفګان يې لرې شي. دا کار د وړکتون مربي په ښه ډول سره کولى شي ځکه چې د ماشوم د پام د اړولو په هکله بشپړه تجربه لري. له ماشوم سره چې کله (په مخه ښه) کوئ نو په هغه وخت کې چې کومه جمله ورته وواياست همغه يې په ذهن کې ګرځي. هغه ميندې او پلرونه چې د ( مخه ښه) په وخت کې له ځانه شک او ترديد ښيي دا کار يې په ماشومانو باندې ډېر زيات بد اغېز کوي. کله چې له ماشوم سره په زړه نا زړه خداى پاماني وشي هغه ته دا احساس ورکول کېږي چې مور او پلار يې په دې ډاډه نه دي چې په دې ځاى کې به په ده ښه وخت تېر شي.

له ښوونځي څخه ډار

په ډېر لږ وخت کې د ماشوم د وړکتون دوره تېرېږي او د ښوونځي دوره يې پيل کېږي او ډېرى ماشومان چې کله ښوونځي ته ځي نو له سرويس څخه ګټه اخلي.

ډېرى خلکو ته د ښوونځي لاره له لانجو ډکه برېښي. دلته هم د ښوونځي د لارې په هکله خبرې که مستقيمې ، تودې او مثبتې وشي نو ډېرې اغېزمنې تمامېږي. خو هيڅکله بايد د ملامتي په بڼه نه وي. لکه په لاندې توګه:

سپوږمۍ لور مې له ښوونځي څخه زړه تورې وه په کشولو کشولو به مې ښوونځي ته بېوله ، او يا به چې کله ښوونځي ته ورغلم او په ټولګي کې به مې وکتل نو هلته به نه وه او له ټولګي څخه دباندې به ولاړه وه. بيا زه اړ شوم ترڅو د ماشومانو د څارنې او روزنې په هکله کتابونه ولولم. ( کله مې چې کتابونه ولوستل نو وپوهېدم چې نجلۍ په ښوونځي کې څه ستونزه نه لري ، اصلي ستونزه دلته ده چې نجلۍ نشي کولى چې په لږ وخت کې د کور او د ښوونځي د چاپيريالونو توپير وزغمي.) کله مې چې دا فکر په ذهن کې راغى نو ومې غوښتل ترڅو د کور په دننه کې ښوونځي ته ورته چاپيريال ور ته برابر کړم. هغه څنګه؟ هر وخت به مې د ښوونځي او ټولګي په هکله د خوښۍ ډکې کيسې ورته کولې ، بيا مې د کوټې يوه برخه داسې ورته برابره کړه لکه د ټولګي . د نجلۍ نانځکې به مې ورته په کتار په څوکيو کېښودلې او ماشومې ته به مو وويل چې دا ستا شاګردانې دي او ته ورته درس ورکوه. هغې ته مې وويل چې ورته ووايه : موږ په ښوونځي کې داستانونه وايو ، سندرې وايو ، لوبې کوو او دا جملې به مې ورته هره ورځ تکرارولې ، يوه ورځ مې پام شو چې لور مې هم نانځکو ته همدا جملې تکراروي. چې بيا مې په ښوونځي کې شامله کړه نو په ډېر شوق او مينې سره ښوونځي ته تلله. نو ددې لپاره چې د ماشومانو پټ نبوغ څرګند کړو نو بايد له هغوى سره په دې لاره کې مرسته وکړو.

د شپې بلاګانې

له ډېرې پخوا زمانې راهيسې ماشومان د شپې له خوا له تورو څېرو او ښورېدونکو بوټو څخه ډارېږي. دا کومه نوې خبرې نه ده.

ډېرى ماشومان چې د خپل عمر د اتو مياشتو او دوه کلونو په منځ کې وي دوي داسې احساس لري چې په نړۍ کې دا بهرني شيان چې دي دوي ته ضرر رسوي او خوږوي يې. په دې ترتيب سره په ماشوم کې د يو داسې شي په اړه ډار پيدا کېږي چې د لمس وړ نه دى. دا ځکه چې له ځينو شيانو سره مخامخ شوى او تجربه يې په لاس راوړې ده. يو شى چې ماشوم ترې ډارېږي هغه توره بلا ده نو همدا ده چې ماشوم له درې کلنۍ څخه له تيارې او تيارې ته ورته شيانو څخه ډارېږي.

بايد په دې خبره ټينګار وکړم چې ډارن ماشومان د غوڅې او قاطع خبرې په اورېدلو سره د ارمتيا احساس کوي نه داچې ماشوم ته د ډار په هکله اوږده وينا وکړل شي. که ستاسو دوه کلن ماشوم له خوب څخه په چيغه را بيدار شي او ووايي چې يو روح يې په بکسه کې ننوتى نو تاسو ماشوم ته په ډېر جدي ډول ووايئ: ( د تا په بکسه کې روح نشته. ته بايد هيڅکله ونه ډار شې. برسېره پر دې موږ روح ته اجازه نه ورکو چې زموږ کور ته راشي.) دا خبرې ماشوم ته ډېر ډاډ وربخښي نه اوږدې خبرې لکه:( زه تاته کتاب ښيم چې په هغه کې د روح عکس دى ، که روح واقعاً وجود ولري نو بيا به د همدې عکس په شان وي او داسې نورې ډېرې خبرې ….) ماشوم چې کله دا ډول اوږد داستان واوري نو بيا ورباندې خوب راځي او ويده کېږي.

يوه بله لاره چې تاسو يې عملي کولى شئ . ماشوم ته مو يو د لوبو حيوان ورکړئ ترڅو يې له ځان سره څملوي. په دې ډول سره هغه شى ماشوم ته په خپل ځان باور او قدرت وربخښي او د يواځېتوب احساس نه کوي. په دې ډول سره هم د ماشوم اعصاب آرامه کېږي.

که ماشومان مو دومره لوى شوي وي چې د لوبو له سامان سره يوځاى نه څملي نو بيا يې يوه جادوئي سکه له بالښت لاندې کښېږدئ او ورته وواياست چې دغه جادوئي سکه دې له بلاګانو ساتي. مانا دا چې ماشومانو ته د ډاډ يوه وسيله وښودل شي. ماشومان له پيدايښت سره سم د زيات قدرت لرونکي وي او پخپله پوهېږي چې په څه شي باندې يې ډاډ ترلاسه کېږي نو په دې صورت کې يې پرېږدئ چې پخپله ځان ته لاره وټاکي او بيا ورسره مرسته وکړئ.

له ډاکټر څخه وېره او پرهغې برلاسۍ

څومره چې ماشوم غټېږي هومره يې له ډاکټر څخه وېره پيدا کېږي او په تدريجي ډول کله چې يې پوهه وده ومومي نو بيا په اصلي خبره باندې پوهېږي. ډېرى ماشومان تر يو کلنۍ پورې له ډاکټر څخه نه وېرېږي ، کله يې چې ډاکټر درملنه کوي او يا يې واکسين کوي نو ورڅخه نه ډارېږي. شايد د ډاکټر چپن او کالي ورته نااشنا ښکاره شي او يا د ميز د سر د کاغذونو د غچه هاري له امله په ژړا شي. ميندو او پلرونه ته په کار دي چې د ماشوم اندېښنه ځانته مالومه کړي څو په بل ځل چې ډاکټر ته راځي هغې ته پوره پام ونيسي او ماشوم يې ونه ژاړي. که د کاغذ له غچه هاري څخه ويرېږي نو له ځان سره دې د ټوکر يوه ټوټه واخلي او په کاغذونو دې واچوي.

د همدې لپاره د نظر وړ ډاکټر او د هغه اړيکه له ماشوم سره ډېره مهمه ده. دا ځکه چې دغه اړيکه په کلونو کلونو دوام پيدا کوي نو ميندو او پلرونو ته په کار دي چې د ماشومانو د معالجې لپاره د ډاکټر په انتخاب کې غور وکړي. تاسو کولى شئ چې د ماشومانو وېره مو په دې ډول له منځه يوسئ چې کله ډاکټر ته تلئ نو له ځان سره د لوبو سامان يوسئ څو د معاينې پر وخت د ماشوم پام د هغه سامان لور ته واوړي. کله چې ماشوم دوه نيم کلن شي نو بيا په طبيعي ډول سره پورته کارونو ته اړتيا نه پېښېږي. هغه ماشوم چې وړاندې به يې د معاينې په وخت کې چيغې وهلې که يو ځل د ډاکټر له لوري د مهربانۍ او ملګرتيا رفتار وويني نو بيا به په ماشوم کې دومره بدلون رامنځته شي چې د ډاکټر په خوا کې به کښيني او له هغه سره به مرسته کوي.

له ماشومانو سره په تړاو يو ډېر بد کار دا دى چې يو څوک ماشوم په زور سره ډاکټر ته په کشولو کشولو بوځي. که ماشومان له خپل ځان څخه مقاومت ښيي نو بايد ورته وويل شي: ( که ته وغواړى او يا ونه غواړى بايد پيچکاري وکړې. خو د درد اندازه يې پخپله تا پورې اړه لري. که ته همداسې خوځېږې راخوځېږې او خپلې عضلې شخې ونيسې نو د پيچکارۍ درد او برېښ به څو ځله زيات شي خو که ته په بشپړه توګه ځان غلى ونيسې نو په درد به يې پوه هم نشې.) د دې خبرو له اورېدلو وروسته په مشکله سره د ماشومانو په غبرګون باندې باور کېدلى شي: ( خلاصه شوه؟ دې خو هيڅ درد نه درلود.) دلته به تاسو د خپل ماشوم په ناتوانۍ باندې پوه شئ خو په عين حال کې ددې لامل ګرځي چې د پيچکارۍ په هکله يې نظر واوړي او په راتلونکي کې يې ښه وزغمي. مثلاً تاسو پوهېږئ چې ستاسو ماشوم نشي کولى چې د پيچکارۍ درد وزغمي او د درد په اندازه کې بېخي مبالغه کوي. ځينو ته بيا دغه پورته ياده شوې لاره ظالمانه ښکاري خو په هر صورت له نورو لارو څخه ډېره زياته په بشردوستۍ ولاړه طريقه ده. نورې لارې دا هم کېدلى شي چې ماشومان وهڅول شي او ورته تحريک کونکې خبرې وشي چې ښه نتيجه نه ورکوي.

اوس غواړم چې په هغو کارونو باندې رڼا واچوم چې تاسو يې بايد ترسره کړئ ، ځينې ميندې او پلرونه په دې باور دي چې بايد د ډاکټر له ملاقات څخه وړاندې له ماشومانو سره ښې اوږدې خبرې کول اغېزمنې دي. کله چې ميندې او پلرونه له کوم خطرناک حالت سره مخامخ کېږي نو د هغه په هکله زياتې اوږدې خبرې سره کوي. نو همدا وجه ده چې ځينې وخت اوږدې خبرې ماشومانو ته نورې اندېښنې ورزياتوي. ما چې څومره پام کړى دى نو لنډې او ګټورې خبرې ډېره ښه نتيجه ورکوي. داسې ميندې او پلرونه هم پېژنم چې د ډاکټر له ملاقات څخه دوه اونۍ وړاندې خپل ماشوم د معاينې لپاره په خپلو خبرو چمتو کوي چې په دې کار سره ماشوم ګيچ او سربداله کېږي. دا سمه خبره نه ده چې يو درې کلن ماشوم ته ووايو چې لومړۍ ځو د انا کره او بيا له هغه ځاى څخه معالج ډاکټر ته ځو. اوږدې څرګندونې هم بې ګټې دي. د ډاکټر تر ملاقات وړاندې ماشوم ته بايد په دې ډول خبر ورکړل شي: ( موږ د ډاکټر ليدلو ته ځو ، ځکه هغه غواړي چې پوه شي ته څومره غټ شوى او قوى شوى يې.) هر څومره چې ماشوم وړوکى وي هومره بايد دغه خبر لنډ او د ډاکټر ملاقات ته نژدې ور کړل شي. د يوې معمولي معاينې لپاره موږ کولى شو چې له ماشوم سره په همغه ورځ خبرې وکړو.

د مرګ په هکله د ماشوم تصور

داسې فرض کړئ چې ستاسو اته کلن ماشوم له خپلې انا سره ډېرې نږدې اړيکې لري او کله چې تاسو له کور څخه بهر ياست او په کور کې انا له ماشوم سره يواځې پاتې ده ، په دې وخت کې انا ته د زړه سکته پيدا کېږي او مري او ستاسو ماشوم هيڅ کله دغه پېښنه نشي زغملى او نه يې په ذهن کې تېرېږي. نو اوس يې تاسو ورته څنګه توجيه کوئ چې په عقل سره هم ولاړه وي؟

اصولاً ښه خو داده چې مور او پلار يې له مرګ څخه کوم تصور لري هغه خپل ماشوم ته روښانه او تشريح کړي. له ډېرو داستانونو او کيسو څخه دې ډډه وکړي. که د ماشوم عمر هرڅومره وړوکى وي پورته تشريحات بايد هومره ورته لنډ ورکړل شي. بايد ماشوم ته داسې خبرې ونشي: ( انا دې په اوږده خوب ويده شوې) ، ( هغه په ژور خوب ويده شوې او بيا نوره نه را ويښېږي). په دې خبرو سره ماشوم ته د مرګ په اړه غلط تصور پيدا کېږي ، ماشوم خپه کېږي او له خوب کولو څخه يې ډار پيدا کېږي ، ګمان کوي چې که يو ځل ويده شو نو بيا به هيڅکله را ويښ نشي.

که تاسو تصميم ونيوه چې ماشوم ته مو د مرګ تصور ور وښيئ نو په دې ډول ورته ووايئ: ( هيڅوک نه پوهېږي چې له مرګ څخه وروسته به له ده سره څه کېږي خو موږ په دې باور لرو چې ….) په همدې ډول که کوم بل څوک ستاسو ماشوم ته د مرګ تصور بل ډول ور وښيي نو بيا ستاسو ماشوم د هغو مالوماتو په اوريدلو سره ګيچ او سربداله کېږي نه.

په هغه وخت کې چې تاسو خپل ماشوم ته د مرګ تصور روښانه کوئ نو تر ممکنه کچې پورې کوښښ وکړئ ترڅو د خپل ذهن په تصاويرو کې يې له ځان سره ګډ کړئ ، توپير نلري که تاسو مذهبي يا غيرمذهبي نظر لرئ. په دې ډول هم ورته ويلى شئ: ( ته خو ښه پوهېږې چې ستا انا ډېره ښه ښځه وه ، هغه به اوس په ښه ځاى کې وي ، ته پوهېږې چې هغه به په کوم ځاى کې وي؟) په دې ترتيب سره ستاسو ماشوم په خپل ذهن کې ښه تصويرونه راګرځوي او بيا خپله انا هلته ور ولي.

د اتم څپرکي پاى

Sorry, comments for this entry are closed at this time.