ماشوم روزنه ( نهم څپرکی )
January 8, 2009 – 11:51 amپه څه ډول کولى شو چې له خپل ماشوم څخه يو نابغه جوړ کړو؟
ستاسو ماشومان د خداى تعالى لورېينه ده
د نړۍ په ټولو مذهبونو او فلسفو کې ماشوم د خداى تعالى لورېينه ګڼي او لامل يې هم ساده دى ، ځکه په کومه شېبه کې چې ماشوم پيدا شي د خلقت معجزه را څرګندېږي. هر يو نوى زېږېدلى ماشوم خپلې فردي ځانګړتياوې لري.
ماشوم په فطري ډول د نړۍ په وړاندې د غبرګون ښودلو لپاره خپلې وړې پښې له ځمکې وهي ، هره ورځ يو تازه مهارت لاسته راوړي ، او په حيرتناکه کچه وده کوي. د خلقت په دغې معجزې کې دننه يوه غښتلې قوه شته چې دغه ستره پديده مغز دى.
مغز د فکر ځاى دى که د ماشوم فکر ازاد شي نو بيا له ټولو هغو مکالمو څخه چې د نړۍ په ټليفونونو کې ترسره کېږي هم لوړ ځي او ډېر پيچلي او مغلق کمپيوټرونه مغلوبوي. پوه شئ چې ستاسو ماشوم هم له دې عنصر سره يو ځاى دې نړۍ ته راغلى!
د خداى تعالى لورېينه يوه ژوره څاه ده ستاسو ماشوم کولى شي چې د خپلې تندې د له منځه وړلو لپاره ترې اوبه را وباسي. يو غړى ده چې ماشوم د هغې په مرسته کولى شي خپلو خوبونو ، هيلو او آرمانونو ته په زرګونو ممکنه لارې پيدا او کشف کړي.
ستاسو ماشوم کولى شي چې خپلو ټولو هيلو او ارمانونو ته ورسېږي خو په دې شرط چې تاسو ورسره واوسئ او ورته لارښوونه وکړئ ، که تاسو په خپل ځان باور لرئ چې له ماشوم سره به وئ او ورته به لارښوونه کوئ نو هغه هم ارومرو خپلو هيلو او ارمانونو ته رسېږي.
موږ ټول استعداد او نبوغ لرو خو بيا ولې د نوابغو په څېر کار او رفتار نه کوي هغه په دې دليل چې زموږ ډېرى خلکو خپل استعداد نه دى تغذيه او تشويق کړى. موږ داسې ميندې او پلرونه نه درلودل چې په دې وپوهېږي چې په موږ کې نبوغ شته او زموږ په نبوغ باندې يې باور کړى واى.
هر څوک خوښوي چې ماشوم يې يو نابغه واوسي. ستاسو ماشوم د خداى تعالى دغې لورېينې ته څه ډول لاس رسى پيدا کوي هغه بېرته له تاسو څخه پيل کېږي. په ماشوم کې د نبوغ را ويښول په لاندې درې (٣) لاملونو پورې تړلى کار دى:
١. په دې باندې باور لرل چې په ماشوم کې نبوغ راويښولى شئ
٢. په دې باندې باور لرل چې ماشوم مو ددې توان لري چې يو نابغه شي
٣. هيڅکله په خپل فکر کې تېره نه کړئ چې ستاسو ماشوم کم عقل او کم استعداده دى.
زه مې ماشوم ته غوره شيان غواړم
که موږ خپل ماشوم ته غوره شيان غواړو نو د يوه اصل په توګه ضروري ده چې د خپل وجود غوره شيان په همدې لاره کې مصرف کړو. همدارنګه په ماشوم کې د زده کړې خوندوره انګېرنه منځته راوړو چې په دې سره به يې په ذهن کې د زده کړې ريښه او بنسټ غښتلى او تشويق شي.
که ستاسو ماشوم د خپل عمر په لومړيو کلونو کې د لوستلو او ليکلو لپاره چمتو والى ولري نو په دې سره به څه شى له لاسه ور نکړي بلکې ډېر شيان به لاسته راوړي. څومره چې کيدلى شي خپلو ماشومانو ته د ژوند په لومړيو کلونو کې لوست او ليک ور وښيئ هومره به دوي د خپلې نړۍ سره آشنا شي او د پوهې او علم دروازې به يې پر مخ را خلاصې شي. په ماشومانو کې د زده کړې خوندوره انګېرنه په مختلفو کچو اهميت لري. موږ د ميندو او پلرونو په حيث دنده لرو څو خپلو ماشومانو ته د زده کړې له هر فرصت څخه ګټه پورته کړو ، هغه که د خوړو وخت وي ، که د لوبو په سامانونو باندې لوبې کوو ، فلم ګورو ، حمام ته ځو او …. دغه پورته کوم ځايونه چې ياد شول په دغو ځايونو کې زده کړه ماشومانو ته خوندوره پرېوځي نه داسې چې ورته زړه تنګي کېږي. په دې ډول ماشومان کولى شي چې ډېر کلمات زده کړي او هغو ته ښه په خپل ذهن کې ځاى ورکړي. کله چې تاسو د زده کړې لپاره له هر فرصت څخه ګټه اخلئ په دې توګه خپل ماشوم ته ور ښيئ چې لوست ، مطالعه او څېړنه د ژوند يوه طبيعي برخه ده داسې لکه چې موږ ساه اخلو. په دې ډول سره تضمين کولى شئ چې که ستاسو ماشوم په راتلونکي کې له ډېرو ژورو او سترو مطالعو سره مخامخ کېږي نو بيا يې زړه نه ورته تنګېږي هغه که بيا ازموينې ته ځان چمتو کوي نو ځان اړ نه ويني چې (اوس بايد درس ) ووايم .
له همدې امله د يو نابغه راويښول د هغه په مور او پلار پورې اړه لري ، مور او پلار يې بايد د رښتيني ترغيب او سمې انګېرنې ترمنځ چې په لرليد (دور انديشي) سره يوځاى وي اړيکه ټينګه کړي. نو له همدې مغلقې اړيکې څخه به ځواکمن ، الهام بښونکى او په عين حال کې ساده او بې مدعا تفکر منځته راشي.
د جان هالټ له نظره نابغه څوک دى؟
نابغه د مالوماتو خزانه نه ده ، نابغه هغه څوک دى چې کولى شي له خپلې پوهې څخه په مناسبو شرايطو کې ګټه پورته کړي. هوش د ژوند يو ځانګړى سبک دى ، ياني د ژوند په ټولو شرايطو کې د رفتار يو ځانګړى طرز دى. هوش څه وخت ازمويلى شو ، کله چې ( نه پوهېږو بايد څه وکړو) ځکه چې په دې حالت کې کوم رفتار له خپل ځانه ښيو او په دې وپوهېږو چې که له نويو او نابلدو شرايطو سره مخامخ شو نو بايد څه وخت او څنګه له مناسبو او وړ مهارتونو څخه ګټه پورته کړو. هوش په دې نه ازمويل کېږي چې ( پوهېږو بايد څه وکړو).
د حافظې تقويه کول
ښه حافظه يا ياد ساتل په ذهن کې د تصويرونو ساتلو او ذخيره کولو توانائي ته وايي. تاسو کولى شئ چې له خپل ماشوم سره ژوندي بحثونه وکړئ او په دې توګه خپل ماشوم ته د ښې حافظې ارزښتناکه ډالۍ ور وبخښئ. د بېلګې په توګه: د يوې تصويري کيسې چې تصوير ورته ور وښيئ:
مور: (په تصوير کې) دغه هلک چېرته ځي؟
ماشوم: د خپلې انا کره.
مور: د انا کور يې چېرته دى؟
ماشوم: د ځنګله په منځ کې.
مور: د دې هلک په ټوکرۍ کې څه شى دي؟
ماشوم: فکر کوم چې کولچې به پکې وي.
په همدې ترتيب کله چې ماشوم په راتلونکي کې دغه کتاب وايي نو له هر پاراګراف سره به يې ددې کتاب عکسونه ذهن کې را ګرځي. په دې ډول تمرينونو سره په ماشومانو کې د زياتو مالوماتو قدرت تقويه کېږي.
که غواړئ چې ماشوم مو نابغه شي
که غواړئ چې ماشوم مو نابغه شي نو خپل ماشوم په لاندې څلورو (٤) لوريو ښه په سمه توګه تنظيم کړئ:
غوره انګېرنه: غوره انګېرنه له خپلواکۍ څخه سرچينه نيسي. ماشوم پوهېږي چې مور او پلار يې دواړه داسې څوک دي چې تل د ده زده کړې په خدمت کې دي. هغه چې خپلو پوښتنو ته سم ځوابونه پيدا کوي نو همدوي ته مخ اړوي ، په واقعيت کې تاسو کولى شئ چې خپلو ماشومانو ته د هغوي د اړتيا وړ مالومات برابر کړئ پاتي شو يادول يې هغه يواځې ستاسو د ماشوم کار دى هغه يې بايد په خپله ترسره کړي . همدلته دى چې د خپلواکۍ حس په ماشومتوب کې په کار ورځي.
ددې لپاره چې په ماشومانو کې غوره انګېرنه تقويه کړو نو بايد هغوي ته خپل وخت ورکړو او لارښوونه ورته وکړو او په دې برسېره لېوالتيا او علاقه يې درک کړو. کله چې ماشوم يو کار په خپله ترسره کوي نو تشويق يې کړئ. خپل احساسات په لوړ آواز سره خپلې ميرمنې ته وواياست ( زوى مې نن کورنۍ دنده په خپله ترسره کړه ، يا داسې ، زوى مې د پسرلي په اړه يوه ښکلې مقاله وليکله )
په ماشوم باندې تشويق داسې ښه لګېږي لکه موسيقي. که خپل ماشومان تشويق کړئ او ورته ووايئ چې که زيات زحمت وباسئ نو د خپلې خوښې وړ رشته کې به درته تحصيلي بورس پيدا شي په دې ډول سره په ماشوم کې دا انګېرنه پيدا کېږي چې نور هم زيات کوښښ وکړي او خپلو هيلو ته ورسېږي.
کنجکاوي ، نبوغ ته د رسېدو کيلي ده
ددې لپاره چې په ماشوم کې خلاقيت او ابتکار فعال شي نو هغه ته وخت ورکړئ چې د هر شي په اړه له هر چا څخه پوښتنه وکړي څو وکولى شي خپل ځان ته نوي شرايط کشف کړي. کله چې ماشوم مو درنه پوښتنه کوي نو په بشپړه توګه ورته پام وګرځوئ ، هيڅکله ورته بې اعتنا او بې پروا کېږئ مه ، د هغوي پوښتنې معتبرې او محترمې وګڼئ ، د پوښتنو د ځواب لپاره يې وخت ولګوئ او له هغوي سره مرسته وکړئ څو د خپلو پوښتنو ځواب پيدا کړي. تاسو کولى شئ چې د اضافي پوښتنو په وسيله د هغوي ذهن ته وسعت ورکړئ.
د بېلګې په توګه ، که تاسو ماشوم ته کيسه لوستلې وي ، دهغې کيسې په اړه خبرې ورسره وکړئ او په اړه يې ور نه پوښتنې وکړئ. په دې ډول به ماشوم په کيسه کې فکر کوي او تاسو ته به مالومات درکوي او ممکن په دې ډول ماشوم هم هغه پوښتنې چې په ذهن کې يې لري له تاسو څخه وکړي.
تخيل د خلاقيت له ساه څخه الهام اخلي
تخيل د خلاقيت له ساه څخه الهام اخلي. ټولو شيانو ته روح ، ژوند ، خوښي او رنګ ورکوي او د هر کسب لپاره ضروري دى. يو پوه په خپل ذهن کې لومړى د يو وضعيت يا يو ځانګړي مفهوم تصور کوي . بيا امکانات په لاره اچوي څو هغه تصور ته ځان ورسوي. که په يو ازمېښت کې ناکام شي د خپل تخيل له قوې څخه به مرسته وغواړي څو يوه بله لاره پيدا کړي او خپلې مطلوبې نتيجې ته ورسېږي.
فرض کړئ ستاسو ماشوم د شپې کورنۍ دندې ترسره کولو ته بې حوصلې شوى خو تاسو تصور کړئ چې هغه کولى شي چې په خپل ذهن کې يوه نېکه پري مجسمه کړي چې په سر يې ولاړه او په ده باندې الوزي را الوزي وهي او تشويقوي يې ، په دې توګه به ماشوم خپله د شپې کورنۍ دنده د نېکې پري په شتون کې په ډېره خوښۍ سره ترسره کړي.
خپلواکي
خپلواکي نبوغ ته قدرت وربخښي. که ستاسو ماشومان ، چې آيا وبه کولى شي ستاسو هيلې ترسره کړي ، دوه زړي او ډاډه نه وي نو هيڅکله به ونشي کولى چې خپل ځان خلاقانه بيان کړي او په دې ترتيب سره به په ماشومانو کې د نبوغ قدرت را ونه ټوکېږي. يو نابغه بايد په دې ډاډه وي چې له ډېر خپګان سره به مخامخ نشي. هغه بايد دومره د امنيت او خونديتوب احساس وکړي څو وکولى شي نوي کار ته لاس واچوي. په ماشوم کې د خپلواکۍ حس په هغه کې په خپل ځان د باور حس پيدا کوي او په دې ډول فضا کې به په ماشوم کې نبوغ راوټوکېږي.
له خپله ځانه مثبت تصوير
که ماشوم له خپله ځانه مثبت تصوير ولري دغه د غوره تمرکز په رامنځته کولو کې لومړى ګام ګڼل کېږي. دغه کار په مختلفو لارو سره ترسره کېدلى شي چې يو يې د برياليتوب تقويه کول دي. فرض کړئ چې ستاسو ماشوم په ډېر لږ وخت کې يو جنجال (پازل) حل کړ او بيا يې تاسو ته راوړ څو خپل برياليتوب درته وښيي نو تاسو هغه په دې ډول سره وستايئ (ډېر ښه دى ، ډېر غوره دى) ( لاړه شه پلار ته دې هم وښيه) دا ډول ستاينه په ماشوم کې د غوره تمرکز سبب ګرځي.
يو له هغو لارو څخه چې په هغو سره په ماشوم کې مثبت تصوير تقويه کېدلى شي هغه له مختلفو موقعيتونو څخه ګټه اخيستل دي. د بېلګې په توګه که ستاسو ماشوم له ليکوالۍ سره مينه لري او د خپلې علاقې وړ ليکوال يې ګل پاچا الفت وي نو تاسو کولى شئ چې له همدې موضوع څخه هم ګټه واخلئ او خپل ماشوم ته ووايئ: ( داچې ګل پاچا الفت دومره ښه ليکنه کوي هغه په دې دليل چې هغه فوق العاده تمرکز لري او زه پوهېږم چې ته يې هم لرې!)
د کتلو (بصري) له لارې د کليمو زده کول:
ميندې او پلرونه کولى شي چې خپلو ماشومانو ته په ډېر کم عمر کې د کليمو پېژندل ور وښيي. په څه ډول؟ په هغه ډول چې يو ماشوم خبرې کول زده کوي. کله چې يو ماشوم د خپلې شاوخوا خلکو خبرې اوري نو خبرې کول زده کوي څو پخپله هم وغږېږي. ددې لپاره چې يو ماشوم کليمې د کتلو له لارې زده او وپېژني نو په کار ده چې هغه کليمې په ليکلي ډول سره وويني څو يې په ياد کې پاتې شي.
د ماشومانو لپاره ترتيب شوي کتابونه چې د ليکنې څخه پرته يواځې عکسونه ولري له هغو کتابونو څخه ستاسې ماشومان لوستل نشي زده کولى.
هغه کتابونه چې يواځې د ماشومانو لپاره ځانګړي شوي وي په هغو کې دداسې کتابونو ايښودل اړين کار دى چې په هغو کې ليکنه زياته او عکسونه لږ وي او عکسونه هم ددې لپاره وي څو د ماشومانو پاملرنه د کيسې او يا بل مطلب د يادولو لپاره ځان لور ته راواړوي او ددې په څنګ کې له ليکنې سره هم بلد شي. کله چې تاسو خپلو ماشومانو ته کوم کتاب لولئ او خپله ګوته له هغو کليمو سره وړئ چې لولى يې نو په دې ترتيب به ماشومان هغه کليمې وپېژني.
د کتلو له لارې د کليمو د زده کولو بله طريقه د کارټونو لوبه ده. تاسو د سپين کاغذ څخه وړې څلور کونجه ټوټې جوړې کړئ البته ٢٥ X ٢٥ سانتي متره کې. بيا د کارټ په يوه لوري د لوبو د سامان نوم وليکئ د بېلګې په توګه (سپى) او په بل لوري د بل شي نوم وليکئ (موږک) او په دې ډول ډېر کارټونه جوړ کړئ. بيا همدا د لوبو سامانونه د کوټې په غولي کې تيت کړئ . ماشوم چې هر يو د لوبو سامان له غولي څخه را اوچتوي نو تاسو د همغه سامان کارټ ورته اوچت کړئ او بيا په ګډه يې له ماشوم سره ولولئ او دغه لوبه په همدې ډول مخته بوځئ.
وروسته بيا د سپي يا بل کوم شي په اړه چې نوم يې په کارټ باندې ليکل شوى دى يوه کيسه ماشوم ته ووايئ نو ددې کار له امله د ماشوم په ذهن کې هغه کليمه نقش کېږي او په ماشوم کې د کليمو د پېژندلو توان راټوکېږي او زياتې کليمې زده کوي. برسېره پر دې له ماشوم څخه هم وغواړئ څو تاسو ته يوه کيسه ووايي کله چې تاسو هغه کيسه اورئ په کاغذ يې هم وليکئ او بيا يې بېرته ماشوم ته خپله کيسه تېره کړئ او خپله ګوته د پخوا په شان په کيسه کې هرې کليمې ته ور وړئ. په دې ډول به په ماشوم کې د کليمو د پېژندلو توان نور هم غښتلى او قوي شي.
تاسو هم کولى شئ څو خپل ماشومان د ليکلو کليمو لوستلو ته وهڅوئ ، تاسو چې څومره زيات له خپلو ماشومانو سره مينه ولرئ هومره به ستاسو برياليتوب تضمين کړي او باور وکړئ چې که په دې لاره کې تاسو يوه دقيقه هم ولګوئ هغه به ډېره ارزښتناکه وي. نو ددې لپاره ويلى شو چې په ماشومانو کې د نبوغ راويښول يو هنر نه دى بلکې يو رسالت او دنده ده. په ماشومانو کې د پټ نبوغ را څرګندول د ماشومانو ذهني فعاليتونو ته تل قوي ، مثبتې او سالمې انګېرنې ته اړتيا لري.
دا چې ستاسو ماشومان تل تاسو ته ګوري او غواړي چې په خپل ژوند کې تاسو د خپلې لارې سرمشق وګرځوي نو په کار ده چې هغوي ته ښه لارښوونکي و اوسئ او ماشومان وهڅوئ څو له علم او پوهې سره ژوره مينه ولري.
که ماشومان تاسو د ورځپاڼې په مطالعه کولو بوخت ويني او يا ډېرى وخت تاسو خپل ماشومان له ځان سره کتابتون ته له ځان سره بيايئ نو په دې ترتيب پوهېږي چې تاسو له مطالعې سره مينه لرئ او غواړي چې په دې کار کې له تاسو څخه تقليد وکړي.
څرنګه خپل ماشوم ليکلو ته هڅولى شئ؟
ليکل په لوړه کچه د رضايت احساس منځته راوړي او همدارنګه د ژوند د خوند لامل ګرځي. د ليک په وسيله فشارونه تخليه کېږي او يو شخص کولى شي چې له قلم او کاغذ سره په يو کونج کې کښېني او خپل زړه تش کړي. په ليکلو سره د انسان افکار روښانه او منسجم کېږي او له ماشوم سره مرسته کوي څو په ښه توګه اړيکې ټينګې کړي. د ماشومانو د ليک په هکله بايد ستاسو غبرګون تشويقي بڼه ولري او له هغه څه سره مينه وښيئ چې ماشوم يې ليکي نه له خوشنويسۍ سره بلکې ترټولو د ماشوم افکار مهم دي او دا مهم دي چې دغه افکار په څه ډول سره اوډي ، املاء او ژب دود دومره ته پام مه ساتئ.
د ليکلو ځاى او وخت: ډېره مهمه داده چې ماشوم پخپله ځانته ځاى د ليک لپاره وټاکي ، که د ماشوم زړه شو چې د ډوډۍ له خوړلو وروسته سمدستي څه ليکل وکړي نو ورته اجازه ورکړئ څو هغه خپل خلاقيت په هرځاى کې يې لازم ګڼي بهر ته راوباسي.
که له ماشومانو څخه مو غوښتي وي څو خپل افکار درته په ليکلي ډول وړاندې کړي نو هغوي ته د فکر کولو لپاره وخت ور کړئ دا ځکه چې فکر کول له ليکلو څخه زيات وخت اخلي. ممکنه ده چې ماشوم د تتې شيشې څخه بهر ته د کتو په حال کې وي او په خپل فکر کولو کې ډوب وي نو پرې يې ږدئ چې فکر وکړي.
ستاسو د ماشومانو ليکنې کېداى شي چې ډول ډول و اوسي:
د تبريکى کارتونه: خپل ماشومان تشويق او وهڅوئ څو د ځانګړيو مناسبتونو په هکله خپلو ملګرو ته کارتونه ترتيب کړي او لازمې پايلې يې هم په خپل قلم ورباندې وليکي او بيا يې ملګرو ته واستوي. په دې کار سره به هغوي هغه مالومات چې پخوايې په ژبه تبادله کول اوس له بهر نړۍ سره د ليک له لارې شريک کړي.
ورځني يادښتونه: ورځنۍ خاطرې يا په بله ژبه د ورځنيو يادښتونو ليکل د ماشومانو لپاره د ليکلو يو تر ټولو غوره تمرين دى ، په دې توګه ماشوم کولى شي خپل افکار او احساسات په ښه توګه د قلم له لارې بيان کړي.
ستاسو ماشوم کولى شي د ورځنيو خبرونو ، د مسافرتونو او يا نورو شيانو ليکلو ته چې زړه يې غواړي ځانګړې کتابچې ولري. او آن تر دې چې کولى شي د ورځنيو يادښتونو په کتابچه کې عکسونه هم ور سره ونښلوي په همدې توګه په ماشوم کې د ليکوالۍ وړتيا وده مومي او په راتلونکي کې ترې ښه ليکوال خېژي.
مثبته انګېرنه
که تاسو مثبته انګېرنه ولرئ او له دې سره يوځاى خپل ټول هغه توقعات او هيلې چې له حده وتلي او ناممکنې دي يوې خواته کړئ نو بيا ستاسو ماشوم پرته له وار خطايۍ څخه په آزادانه توګه هڅه کوي څو هغه حالت بدل کړي چې د ځان لپاره يې سرمشق کړى و او په واقعي ډول ځان وپېژني او د برياليتوب په لاره ګام اوچت کړي. د ماشوم انګېرنه له تاسو څخه پيل کېږي. که تاسو په دې باور ياست چې ستاسو ماشوم ددې کار له باره وتلى شي او ورکې به بريالى شي نو هغه هم په دې باوري کېږي چې په ده کې د برياليتوب لپاره لازم کيفيت شته. ستاسو له مثبتې انګېرنې څخه د ماشوم مثبته انګېرنه سرچينه نيسي.
څنګه کولى شو چې په ماشومانو کې د مثبتې انګېزې قوه منځته راوړو؟
ستاسو لپاره ځاني انګېزه دومره مهمه او ګټوره ده څومره چې ماشومانو ته ګټوره ده. نو ددې لپاره په روڼ ذهن او مثبتو افکارو سره داسې وضعيت منځته راوړئ چې ستاسو د ماشومانو وړتياوې او استعدادونه پکې وټوکېږي.
لومړى وضعيت: خپل ماشومان له ذهني زندانونو څخه آزاد کړئ ( دا کوه او دا مه کوه) په دې کار سره په ماشوم کې ډېر نبوغ پټ پاتې کېږي پرېږدئ چې څرنګه يې زړه وي هاغسې واوسي. د يو نابغه لپاره نړۍ داسې يو ځاى دى چې بايد فتح يې کړي نه داچې په ډار ډار يې ننداره وکړي.
دويم وضعيت: په ژوند کې د ناکامۍ غوندې بل څه نشته ، د ماشوم اشتباه دومره نه ده چې ټوله نړۍ به سره هاغسې او دغسې کړې ، نو بيا يې ولې لويوئ؟ د ماشوم د اشتباه په وړاندې بايد ستاسو غبرګون معقول او طبيعي وي ، هره اشتباه په څنګ کې مثبت اړخ هم لري ، ماشوم ته وخت ورکړئ څو زده کړي او وپوهېږي چې بل ځل به کار په سمه توګه ترسره کوي ، هيڅکله هم ماشوم د ناکامۍ په خاطر مه رټئ.
درېيم وضعيت: ستاسو ماشوم چې کله د خپلواکۍ په يادولو کې وي نو کېداى شي چې داسې کارونه ترې سر ووهي چې ستاسو له نظره هغه احمقانه وبرېښي ، کومه ستونزه نه ده ماشوم ته اجازه ورکړئ څو په خپل نظر کار وکړي. که تاسو په دې پړاو کې د هغه خپلواکۍ په ولکه کې راولئ نو په دې کار سره به د ماشوم ذهني او عاطفي وده محدوده کړئ. که په رښتيا سره تاسو ځير شئ نو پخپله به درته مالومه شي کوم شى چې تاسو ته سم نه ښکاري هغه په حقيقت کې دومره مهم هم نه دى.
څلورم وضعيت: په ياد ولرئ چې ستاسو ماشوم يو خپلواک کس دى او يو ځانګړى خپل فکر ، ذهن او احساس لري نو له همدې امله تاسو ددې هڅه مه کوئ چې خپلې هيلې په هغه باندې تحميل کړئ. ماشوم ته مو اجازه ورکړئ څو خپل ځانته هيلې او خوبونه خلق کړي او هم يې د سرته رسولو لپاره هڅه او هاند وکړي. کېداى شي په ځوانۍ کې ستاسو هيله دا وه چې د طب پوهنځۍ ولولئ او ډاکټر شئ خو په هغه وخت کې ستاسو مالي ستونزې ډېرې وې او تاسو ته يې اجازه در نکړه څو خپلې هيلې ته ورسېږئ همغه وو چې تاسو بل کار ته مخه کړه او تراوسه پکې بوخت ياست. نو اوس تاسو په دې فکر کې مه اوسئ چې ستاسو زوى يا لور به ستاسو ارمان پوره کړي او له همدې امله ورباندې د طب پوهنځۍ لولئ. د يو ښه هنرمند کېدو ، د ډاکټر کېدو او يا د بل مسلک د ټاکنې هيله بايد پخپله له ماشوم څخه راوټوکېږي نه ستاسو له خوا.
پنځم وضعيت: څنګه کولى شئ چې په ماشوم کې د خپلواکۍ حس تقويه کړئ؟ د خپلواکۍ د حس د تقويه کېدو لپاره تاسو کولى شئ چې خپل ماشوم د هغه شي په اخيستلو (پېرودلو) پسې ولېږئ کوم چې د کور لپاره ضروري دي. په دې کار سره د ماشوم ذهني وده مومي او هغه د ښه ژوند لپاره چمتو کوي. اروا پوه ډيويډ لوئيس داسې وايي: ( خپل ماشوم وهڅوئ څو د کور ځينې کارونه پخپله اوږه واخلي او د کور د هر کار لپاره يو مسووليت وټاکئ.)
نابغه يانې غوره زده کونکى
له خپلو اولادونو څخه ښه زده کونکي جوړ کړئ. يو ښه زده کونکى هغه څوک دى چې ټول عمر شاګرد پاتې شي ، تل د زده کړې لېواله وي او د نويو او تازه افکارو څخه باخبر وي. ستاسو ماشوم چې د لوړو افکارو او بې کچې مينه ورسره ولري همدارنګه ( ځه ور پسې) انګېرنه ورته پيدا کېږي نو همدا وجه ده چې د زده کړه او يادول د يوه نابغه مور زادي حق دى.
لومړى ګام: تفکر او پلټنه
تاسو کولى شئ چې تفکر او پلټنه د عمومي رخصتيو په بنسټ باندې له ماشوم سره پيل کړئ. د بېلګې په توګه د نوروز په هکله او داسې نور. ماشوم عمومي رخصتي ته په انتظار وي او تاسو کولى شئ چې هغه وهڅوئ څو د عمومي رخصتي په اړه مطالعه وکړي ، عمومي رخصتي هم تاسو په تحريک کونکو بحثونو او خوندورو تجربو باندې واړوئ او ماشوم ته دا انګېزه ورکړئ څو فکر وکړي چې په افغانستان او نورو ګاونډيو ملکونو کې ولې خلک د نوروز په ورځ رخصتي کوي؟
دويم ګام: تقويه کول او تشويق
هغه پوهه او اطلاعات چې په لاس کې مو دي له هغو نه په ورځني ژوند کې ګټه واخلئ. د بېلګې په توګه تاسو کولى شئ چې د قدر د شپې په اړه خپل ماشوم ته مالومات ورکړئ:
دا هغه شپه ده چې په دې شپه الله تعالى قرانکريم را نازل کړى ، ددې شپې د عبادت ثواب د زرو مياشتو له عبادت سره برابر دى ، په دې شپه مسلمانان په جوماتونو کې راټولېږي او په ډله ايز ډول سره په ډول ډول عبادتونو کې برخه اخلي څو هغه ثواب چې دغه شپه يې لري د ځان کړي. د قدر شپه مالومه نه ده هغه هم ددې لپاره چې مسلمانان يې د روژې په ټوله مياشت کې ولټوي او په ډېر لټون سره د لازياتو ثوابونو څښتنان شي.
کله چې تاسو ورته مالومات ورکړل نو بيا ماشوم تشويق کړئ څو په همدې اړه يو نشريه برابره کړي او خپل راټول کړي مالومات له خپلو نورو ملګرو سره ګډ کړي.
درېيم ګام: په ياد راوړل او تمرين
د ډوډۍ خوړلو پر وخت له خپلو ماشوم څخه وغواړئ چې د هغو مالوماتو په هکله تاسو ته وغږېږي چې تاسو د قدر د شپې په هکله نوموړي ته ورکړي وو. او له نوموړي څخه بېلابېلې پوښتنې وکړئ چې په ترڅ کې يې هغه وکولى شي چې د مذهبونو نظريات په دې هکله روښانه کړي.
تاسو کولى شئ چې د ژوند يوه خوږه خاطره مو ماشوم ته ووايئ لکه د هغه د زېږېدلو ورځ. څو ستاسو ماشوم هغه ستر اشخاص وپېژني چې په دې ورځ پيدا شوي دي او بيا د هغو په هکله مطالعه وکړي. پدې کار سره ماشوم تشويق کېږي چې د سترو اشخاصو ځاى ته ځان ورسوي او په ذهن کې يې د خپل ژوند په هکله يو لوى هدف راپيدا کېږي. په راتلونکي کې هغه څه کوي چې سترو اشخاصو ترسره کول.
د راډيو او ټلويزيون ويندوى:
له راډيو او ټلويزيون څخه په زړه پورې خبرونه وليکئ او بيا يې خپل ماشوم ته ورکړئ او له هغه وغواړئ چې داسې فکر وکړي لکه د خبرونو ويندوى او په همغه ډول يې ولولي. تاسو د يو ځاى د پېښو په اړه مالومات را ټول کړئ بيا يې ماشوم ته ورکړئ پرېږدئ چې پخپله ستاسو ماشوم له هغو مالوماتو څخه خبر جوړ کړي او د خبرونو د ويندوى په څېر يې په لوړ غږ ستاسو او د کورنۍ د ټولو غړو په مخ کې ولولي.
کتاب او کتابتون:
اوس ددې وخت را رسېدلى چې ستاسو ماشوم د ځايي کتابتون غړيتوب تر لاسه کړي او په خپل نوم د غړيتوب کارټ ولري. ماشوم ته مو وښيئ چې د مرجع کتابونو له سيسټم څخه څه ډول ګټه اخيستلى شي او په منظم ډول ورسره کتابتون ته ولاړ شئ او تازه کتابونو ورته په امانت واخلئ.
پوښتنه رامنځته کول:
يوه ښه زده کړه دوه پړاوونه په مخکې لري:
١. د موضوع په اړه فکر کول ٢. د پوښتنې طرح کول
١. د موضوع په اړه فکر کول: هغه څه چې يو ښه زده کونکى له نورو څخه جلا کوي هغه لېوالتيا (مينه) او انګېرنه ده. د يوې کورنۍ دندې سرته رسول د هغه په نظر کې يواځې دا نه ده چې حل يې کړي او څنګ ته يې کښېږدي بلکې هغه له دې فرصت څخه په ګټه اخيستنې د موضوع په اړه د لا زيات پوهېدو او د موضوع د ښه درک کولو او څېړنې لپاره ګټه اخلي. دا ډول زده کوونکى د تيارو چمتو شويو مالوماتو غوښتونکى نه وي بلکې پخپله غواړي چې له هغو مالوماتو څخه ځانته نتيجه راوباسي او مالومات ځانته مانا دار کړي او په همدې بڼه يې مغزو ته سپاري. که يو ځل بيا د هغې ځانګړې موضوع په هکله څه واوري نو سمدستي يې هغه څه په ياد ورځي چې پخوا يې مغزو ته سپارلي و او اوس هغه مالومات په ډېر ښه شکل سره درک کولى شي کوم يې چې په کوچنيوالي کې ياد ته سپارلي و.
٢. د پوښتنو طرح کول: هرڅومره چې ستاسو ماشوم په کور کې ډېر څه زده کړي نو د ښه زده کوونکي کېدو چانس يې زياتېږي. ماشوم مو چکر ته له ځان سره بوځئ او له هغه سره بحث وکړئ ، له هغه څخه د هر شي او هر په زړه پورې شي په هکله پوښتنه وکړئ.
له ماشوم څخه مو وغواړئ څو د هغو شيانو په هکله تاسو ته وغږېږي چې په تاسو پورې اړه نه لري. په دې کار سره به ماشوم ته فرصت په لاس ورشي څو له خپلې حافظې څخه ګټه پورته کړي او په خپلو تجربو باندې تمرکز وکړي او هم زده کړي چې اشخاص او پېښې وستايي او کيسه درته بشپړه کړي.
د مغزو اعجاز
حافظه له دې امله مهمه ده چې په مرستې سره يې تفکر او هوش کولى شي د مالوماتو له پرلپسې جريان څخه کار واخلي.
زموږ ډېرى په دې پوهېږو چې ټول انسانان د مغزو له يو ډول قدرت او توان سره پيدا شوي. که تاسو ته وويل شي چې د کمزورې حافظې په نوم څه شى نشته. نو تاسو ددې خبرې د ردولو لپاره له خپله ځانه مثالونه راوړئ خو بيا ارواپوهانو د حافظې په اړه څېړنې کړې او پورتنى نظر چې وايي د ټولو انسانانو حافظې سره برابرې دي تائيدوي.
د مغزو يو څرګنده ځانګړتيا داده چې د ذخيره کولو سيسټم لري چې په انګرېزي کې يې Back-up System بولي نو له همدې امله يو کمزورى اليکټريکي شاک ددې سبب ګرځي چې تاسو ته د کوچنيتوب صحنه در وښيي يا يو خوږ بوى يوه څرګنده او ښه خاطره در په ياد کړي. همدا اوس هم تاسو او هم مو اولادونه غوره حافظه لرئ خو يواځې روزنې ته اړتيا لري.
له ټولو نه وړاندې تاسو کوښښ وکړئ چې د خپلو اولادونو له فکر څخه دا خبره وباسئ چې د هغوي حافظه کمزورې ده. که ماشوم يو شى له ياده وويست نو په دې خبرو لکه (په ياد دې نه ده) ، ( دومره ژر دې له ياده وويسته؟) ، ( څه بلا وهلى يې) مه ورته وايئ ددې خبرو پر ځاى تاسو کولى شئ مثبتې خبرې ماشوم ته وکړئ څو د هغو په مرسته ماشوم وکولى شي هغه خبرې په ياد راوړي. لکه: ( ښوونکي درته ښودلى ده ، لږ څه فکر وکړه. …) ، ( لږ څه ځانته وخت ورکړه چې در په ياد شي.)
يوه خبره مو بايد په ياد وي چې موږ ټول په يو ډول يو شى نه يادوو. ځينې دا عادت لري چې يو شى وويني او ځينې نور بيا چې کله يو شى واوري نو په ښه توګه يې په ياد کې پاتې کېږي.
د قوي او غښتلې حافظې لرل:
د قوي حافظې د لرلو لپاره دوه فوق العاده اغېزمنې لارې شته:
د اورېدلو له لارې د يو شي راپه يادول
د لېدلو له لارې د يو شي را په يادول
تاسو وګورئ چې ستاسو د ماشوم لپاره کومه لاره ډېره اغېزمنه ده او يا د دواړو له ترکيب څخه ګټه پورته کړئ.
١. د اورېدلو له لارې د يو شي راپه يادول: د بريټانيائي کلمبيا په پوهنتون کې پروفيسور جان يوئيل داسې نظر لري: ( د يو شي د يادولو لپاره ترټولو غوره لاره داده چې له يادولو وروسته يې سمدستي بېرته په ياد راوړو. په مغزو کې د مالوماتو له ذخيره کولو څخه سمدستي وروسته د هغو په بېرته را پيدا کولو سره مغز ددې توان پيدا کوي چې نورو کسانو ته يې په زياتو لارو بيان کړي.)
تاسو کولى شئ چې له خپلو ماشومانو څخه وپوښتئ چې نن مو په ټولګي کې د رياضي په مضمون کې څه زده کړه او په ډېره نرمۍ سره يې تشويق کړئ څو تاسو ته يې روښانه کړي. د بېلګې په توګه ( ناطق اعداد؟ ناطق عدودنه څه شي ته وايي؟ ډېر په زړه پورې مالومېږي؟ ګرانه! کولى شې چې راته يې وښيي چې څنګه لاسته راځي؟) بيا يې په څنګ کې کښينئ څو يې درته روښانه کړي او د رياضي عمليې ترسره کړي.
تاسو خپل ماشوم ته ور زده کړئ چې د ټولو موضوعګانو په اړه نوټ واخلي او په لنډه توګه دې وليکي او بيا دې بيابيا ووايي.
٢. د ليدلو له لارې د يو شي را په يادول: دغه طريقه د ماشوم د را په يادولو د توان د تقويه کېدو لپاره ډېره مهمه ده. د عکس او غږ په مرسته چې په مغزو کې يې ساتلي يو شى ور په يادېږي. حافظه يې په دې وخت کې د کار اخيستنې لپاره ډېره ښه روزلې ده. د بېلګې په توګه تاسو خپل ماشوم ته د ګل پاچا الفت عکس ور وښيئ او بيا د هغه عکس په اړه ورته خبرې وکړئ او د خبرو په ترڅ کې ورته مالومات ورکړئ او بيا له ماشوم څخه وغواړئ څو د الفت اثار او ليکنې ولولي. په دې ډول تمرينونو سره په ماشوم کې د مالوماتو د را په يادولو قدرت تقويه کېږي.
د پاملرنې تنظيمول: تاسو خپلو ماشومانو ته داسې يو ځاى چېرته چې رڼا هم په بشپړه توګه شته او آرام هم دى چمتو کړى دى. هغه پخپله د ليک ميز ، څوکۍ ، د ليکنې لپاره سامانونه او نور د اړتيا وړ توکي لري. اوس بايد تاسو داسې يو پروګرام ترتيب کړئ چې ماشوم مو د مطالعې لپاره بشپړ وخت ولري. د درس لوست او مطالعه بايد د ماشوم د ورځنيو کارونو له ډلې څخه يو کار وي او هيڅکله يې د يو امر له مخې ترسره نه کړي. ماشوم بايد مطالعه داسې وګڼي لکه د اوبو څښل ، د ډوډۍ خوړل او د لوبو کول. ماشوم بايد مطالعه يو په زړه پورې کار وبولي او د خوښۍ احساس ورته ولري. ددې لپاره چې تاسو په ماشوم کې د مطالعې په اړه مثبته انګېرنه پيدا کړئ نو تاسو له ماشوم څخه وغواړئ چې يو جدول چمتو کړي او د ورځې ټولې چارې پکې وليکي. هر ساعت چې څه کوي هغه دې کې ليکي. هغه چې ماشوم پخپله په جدول کې په خپل قلم ليکلي دي د هغو په ليدلو او لوستلو سره به يې پام شي چې څومره وخت يې عبث تېر کړى پخپله به ماشوم هم ورته هک پک پاتې شي.
ستاسو ماشوم ښوونځي ته ځي ، کورنۍ دنده ترسره کوي ، لوبې کوي ، ملګري لري ، ساعت تېري کوي او درسونه لري چې بايد ويې لولي نو ددې ټولو لپاره په کار ده چې يو پروګرام ولري. تاسو ورسره مرسته وکړئ څو له خپل وخت څخه ښه او اغېزمنه ګټه واخلي. ستاسو ماشوم بايد انعطاف پذير و اوسي چې بيا وکولى شي څو په خپل ترتيب کړي جدول کې لازم بدلونونه رامنځته کړي او که لازمه وي له يو ځايه پروګرام بل ځاى ته ولېږدوي.
انعطاف منل ډېر اهميت لري ، د اونۍ په پروګرام کې بايد استراحت ، له ملګرو سره لوبو او درس ويلو ته کافي وخت بېل کړي.
که ستاسو ماشوم د شنبې په ورځ د تاريخ ازموينه ولري او د جمعې په شپه يوې ميلمستيا ته بلل شوي ياست نو بيا تاسو څه کوئ؟ امکان لري چې خپل ماشوم ته ور په ياد کړئ چې د شنبې په ورځ دې ازموينه ده او په ميلمستيا کې د ګډون کولو له امله يې ورټئ. امکان لري چې ستاسو ماشوم داسې غبرګون وښيي ، د خونې (کوټې) په يوه کونج کې کښيني او تاسو ته داسې وښيي چې درس زده کوي ، پداسې حال کې چې د ماشوم په ذهن کې د ميلمستيا خبرې ځي او راځي. ډېر احتمال شته چې ماشوم خپلو درسونو ته دومره زياته پاملرنه ونه کړي سره ددې چې په کور کې يواځې د همدې درس لپاره پاتې شوى او له همدې امله يې ازموينه سمه تېره نشي. په دې وخت کې څه پېښېږي؟
ستاسو ماشوم له يوې خوا په ميلمستيا کې ګډون ونه کړ ياني د تفريح وخت يې له لاسه ورکړ ، په ازموينه کې يې نومرې هم لږې واخيستې ، ډېر احتمال شته چې په خپلو شونډو کې ووايي ( تاريخ نه کرکه لرم) په دې کار سره د ماشوم انګېرنه په منفي قالب کې قرار نيسي.
ددې ستونزې د هواري لپاره بله لاره داده چې تاسو په ګډه له ماشوم سره د اونۍ پروګرام برابر کړئ ، تاسو پروګرام ته وګورئ او داسې ورته ووايئ: ( ته د شنبې په ورځ د تاريخ ازموينه لرې ، څنګه به وي چې ته د چارشنبې او پنجشنبې په ورځ لږ زيات کار وکړې نو په دې ډول به د جمعې په شپه وخت ولرې څو په ميلمستيا کې ګډون وکړې.) په دې ترتيب تاسو د هغه ملګري ګرځئ او له هغه سره مرسته کوئ څو په ميلمستيا کې ګډون وکړي او هم په ازموينه کې ښې نومرې واخلي. دغسې کارونه ددې سبب ګرځي څو له ماشوم سره د پروګرام په ترييبولو کې ډېرې مرستې کولو ته پاملرنه وشي.
د مطالبو د يادولو لپاره لارې چارې:
د موضوع طبقه بندي يو له هغو مهمو لارو څخه دي چې په دې کار سره کېداى شي چې اصلي ټکي پيدا او حافظې ته يې وسپارو. که موضوع په لږ غوندې وړو ګروپونو باندې ورته وويشو نو ماشوم دغه نوي مالومات په ډېره چټکۍ او اغېزمنه توګه يادولى شي. په همدې پلمې سره تاسو کولى شئ چې د ماشوم مغز د مالوماتو په کوچنيو مړيو سره خړوب کړئ ځکه هغه له هرې يوې مړۍ څخه خوند اخلي او هضم کولى يې شي. خو که تاسو يوه غټه مړۍ را واخلئ او په يو دم يې د ماشوم په خوله کې ور کړئ نو ارومرو به يې له خوړلو څخه مخ واړوي. په همدې ډول موضوعګانې هم دي چې بايد لومړى يې په کوچنيو برخو وويشو او بيا يې ماشوم ته وړاندې کړو.
( پدې برخه کې يوه بله مهمه خبره داده چې که څوک غواړي ماشومانو ته مالومات په ليکلي ډول سره وړاندې کړي نو بايد خپل مالومات په وړو او کوچنيو جملو کې ترتيب کړي دا ځکه چې بيا هم لکه د پورته بېلګې په څېر ماشومان نشي کولى چې غټې مړۍ په ښه توګه هضم کړي خو په کوچنيو مړيو يې په ښه توګه زور رسېږي. دا د ماشوم د ادب په سلسله کې هم يو ستر اصل دى چې د ماشوم ادب زموږ موضوع نه ده چې ورباندې وغږېږو . ژباړن)
د بېلګې په توګه: که ستاسو ماشوم د يوې بهرنۍ ژبې د يادولو په حال کې وي نو تاسو کولى شئ چې کليمې ورته د نوم ، صفت ، کړ ول (قيد) او کړ (فعل) په ګروپونو باندې وويشئ. پدې ډول سره به د ګرامر په هکله مالومات تر لاسه کړي او په ياد به يې پاتې شي.
په ټولګي کې د يادښت اخيستل:
د يادښتونو په ليکلو کې لومړى ګام دادى چې ترټولو غوره مالومات وټاکو او د هغو مالوماتو له اصلي کليمو څخه يادښت واخلو. يادښتونه د مالوماتو د لنډيز رول لوبوي. د يادښتونو اخيستل ددې لامل ګرځي چې ماشوم يو مطلب له سره ګوري او له سره يې طبقه بندي کوي او په دې کار سره ماشوم کولى شي چې يو مطلب په ساده توګه خپلې حافظې ته وسپاري.
ښوونکى په ټولګي کې خپلو زده کوونکو ته د درس په اړه ښې اوږدې خبرې کوي او بيا ستاسو ماشوم ته وخت ورکوي چې دغه خبرې ټولې وليکي ، نو تاسو خپل ماشوم ته ور زده کړئ چې د اوږدو خبرو څخه يواځې مهم ټکي له ځان سره وليکي لکه په لاندې توګه چې روښانه شوي:
ښوونکى چې په توره تخته څه ليکي په دې ارزي چې د يادښت لپاره وليکل شي.
کله چې ښوونکى د يو سرليک په اړه زياتې څرګندونې کوي نو دا په دې مانا چې دغه سرليک ډېر ارزښت لري نو بايد چې په يادښتونو کې وليکل شي.
کله چې ښوونکى د خپلو خبرو په اوږدو کې په ځينو کليمو باندې خپل غږ زير او بم کوي نو هلته هم مهم ټکي په ګوته کېداى شي.
ددې امکان شته چې ښوونکى د خپلو اوږدو خبرو په ترڅ کې ځينې شيان تکرار کړي لکه داسې ( په لنډه توګه ويلى شو) يا ( په دې ځاى کې ډېر مهم ټکى دا دى … ) او يا ( له دې نه زما مطلب …). نو کله چې ښوونکى د دغسې خبرو په وخت کې وي نو پوه شئ چې ښوونکى مهمو ټکو ته اشاره کوي چې بايد دغه هم په يادښتونو کې وليکل شي.
په نښه کول:
د يوې موضوع د ښه يادولو لپاره د کتاب پاڼې په ډول ډول نښو باندې نښه کول يو ګټور کار دى او د يو متن د کرښو لاندې خط ايستل د هغه متن اصلي فکر موږ ته مشخص کوي او ددې لپاره چې د دوو مطلبونو ترمنځ مو اړيکه په ګوته کړې وي نو کولى شو چې د ستوري له نښې څخه ګټه واخلو. نښې په ښه توګه کولى شي چې د يوې موضوع بېلابېلې برخې سره وتړي او په اسانه بيا د ماشوم په ذهن کې ځاى نيسي.
د مطالبو لنډيز:
د کتاب د متن په اړه نور مالومات د کتاب په حاشيه کې مه ليکئ. ځکه په دې کار سره به ستاسو د ماشوم د پريشانۍ سبب وګرځي او بيا به يې زړه نه کېږي څو د کتاب متن ته مراجعه وکړي. نو ددې لپاره چې تاسو هغه مالومات ورکې وليکئ نو د ٢١ x ٢٩ سانتي مټرو په اندازه سپن کاغذونه چمتو کړئ او بيا يې د کتاب په همغه ځاى کې ور کښېږدي. د داسې کاغذونو په مرسته به ستاسو ماشوم وکولى شي چې د متن په اړه د ښې روښانتيا لپاره ګرافونه رسم کړي او خپلو يادښتونو کې به ورته ځاى ورکړي.
تاسو خپل ماشوم ته پرچه کلک ( يوه وسيله ده چې په هغه کې سره جلا شوې ورقې او پاڼې سره را ټولېږي) واخلئ ترڅو د خپلو يادښتونو پاڼې سره يوځاى کړي. دا يوه اغېزمنه طريقه ده چې ماشوم کولى شي چې په هر وخت کې تازه او نوي مالومات پرته له کومې ستونزې په دغو يادښتونو کې ور اضافه کړي.
پورته يادې شوې لارې چارې ځکه ښکلې دي چې ساده او هم ډېرې اغېزمنې دي. دغه لارې چارې ماشومانو ته د ښې روښانتيا او نظم رامنځته کېدو احساس ور کوي او کېداى شي چې ورته په زړه پورې هم تمامې شي.
د آي کيو ازميښت
آى کيو د هوښيارتيا د درجې لنډيز دى. د آى کيو ازميښت د ماشوم د ذهني ودې او عمر ترمنځ تړاو مالوموي. د آى کيو اندازه چې د ٩٠ – ١١٠ ترمنځ وى دا طبيعي ده ، که د ١١٠ – ١٣٠ ترمنځ وي نو دغه اندازه له عادي حالت څخه لوړه ده ( مافوق عادي) او که د آى کيو اندازه ١٤٠ وي نو دغه کسان نابغه ګڼل کېږي. امکان لري چې تاسو کله د خپل ماشوم د آى کيو اندازه واورئ نو بيا تاسو له خپل ځانه ډول ډول غبرګون وښيئ ، ممکن خپه شئ ، په غوسه شئ ، له خپلو هڅو څخه لاس په سر شئ. دارنګه ټول غبرګونونه ډېره لويه اشتباه ده دا ځکه چې امکان لري ستاسو د ماشوم حالت په هغه وخت کې ښه نه و چې کله يې د آى کيو ازميښت ترسره کاوه او يا د ازميښت له هغه حالت څخه يې د ويرې احساس کړى وي.
د عقل خبره خو داده چې تاسو خپله انګېرنه مه بدلوئ او له خپلو هڅو څخه مه لاس په سر کېږئ او هيڅکله مو ماشوم ته د هغه د آى کيو لږې نومرې مه ور په يادوئ ځکه په دې کار سره تاسو يواځې د هغه هوښياري ته په ټيټه سترګه ګورئ او هڅوئ يې څو په خپل ځان کې فکر وکړي. نو ستاسو رول د پلار يا مور په څېر دا دى چې تاسو د خپل ضعف ټکي تقويه کړئ او هيڅکله منفي انګېرنه مه کوئ دا ځکه چې د يو نابغه مغز په مثبتو شرايطو کې په حاصل راځي نو هر څه مو چې له وسه کېږي تر سره يې کړئ ځکه ارزښت يې لري.
زه يې کولى شم!
باور ولرئ او په همدې ډول ځانته وواياست ، کولى شي چې ددې په مرسته په خپل ماشوم کې نبوغ را ويښ کړئ ، او تاسو کولى شئ چې د خپل ماشوم د نبوغ په راويښېدلو کې ګام اوچت کړئ ،
نو
له همدې اوسه يې
پيل کړئ!
د نهم څپرکي او هم د کتاب پاى
Sorry, comments for this entry are closed at this time.