جنسي اړيکې او د زړه ناروغۍ

February 10, 2008 – 2:39 pm

اخځ: ميرک منول - کال ٢٠٠٥ ز

جنسي فعاليت په عمومي توګه له متوسط يا زيات شديد فزيکي فعاليت ته په لږه اندازه اړتيا پيدا کوي نو همدې دليل له مخې هغه کسان چې د زړه په رنځ اخته دي هغوي ته جنسي اړيکه ټينګول يو خوندي چاره ده. سره ددې چې د جنسي اړيکې پر وخت د زړه د حملې خطر نسبت استراحت ته زيات دى خو بيا هم د جنسي اړيکې پر وخت د زړه د حملې خطر ډېر ټيټ دى.

تر اوسه پورې هم هغه کسان چې د زړه په رنځ باندې اخته وي او د جنسي اړخه فعال وي دوي ته په کار دي چې مناسب احتياطي تدابير خپل کړي. معمولاً په هغو ناروغانو کې چې د زړه رنځ يې کم وي يانې لږې اندېښنې او اعراض ولري او بل دا چې د وينې فشار يې نورمال وي نو په هغوي کې جنسي اړيکې بېخي خوندي دي. که داسې ناروغان وي چې په هغوي کې د زړه رنځ متوسط وي او يا نارينه بل داسې حالت ولري چې د زړه په رنځ باندې بده اغېزه کوي نو په کار ده چې داسې ټيسټ ترسره کړي چې په هغه سره مالومه شي چې آيا جنسي اړيکه د نوموړي د زړه د رنځ په شتوالي کې خوندي ده کنه. که نارينه د زړه په شديدې ناروغۍ اخته وي او زړه يې هم غټ شوى وي يانې چې له کيڼ بطين څخه يې وينه په سمه توګه نشي پمپ کېدلى ( انسدادي کارډيو مايوپتي ولري) نو بيا دې د څه مودې لپاره جنسي اړيکې نه ټينګوي ترڅو يې درمل نه وي اخيستي او د ناروغۍ په اعراضو کې يې ښه والى نه وي راغلى. د ځينو داسې درملو اخيستل چې د جنسي اړيکو لپاره لېوالتيا را منځته کړي په دې ډول ناروغانو کې يو خطرناک کار دى. دا ډول درمل چې په بازار کې پيدا کېږي تجارتي نوم يې VIAGRA ده خو علمي نوم يې Sildenafil Citrate دى. د زړه ناروغان چې د زړه د حملې د مخنيوي لپاره له ژبې لاندې ګولې ږدي او نوم يې Nitroglycerine دي دوي بايد پورته درمل هيڅ ونه خوري.

هغه د زړه ناروغان چې د زړه حمله ورباندې راغلې وي هغوي بايد د زړه له حملې څخه وروسته له ٢ نه تر ٦ اونيو پورې جنسي اړيکې تجربه نکړي.

ډېرى وخت ددې لپاره چې يو ناروغ ټيسټ کړل شي چې آيا جنسي اړيکې ورته په کار دي کنه نو بيا داسې يو ماشين ته بېول کېږي چې نوموړى ورباندې منډۍ وکړي او په بل ماشين سره يې د زړه حال مالوم شي چې آيا زړه د تمرين پر وخت ښه کار کوي او کنه ، که زړه د تمرين پر وخت ښه کار کاوه نو بيا ناروغ ته ويل کېږي چې جنسي اړيکې ټينګولى شي او کوم خطر ورته نه لري.

  1. One Response to “جنسي اړيکې او د زړه ناروغۍ”

  2. سلا مو نه او نیکی هیلی مو او منی
    محتر م داکتر صا حب زه یو اپوستنه لرامه او هغه دا جه زما تنا سلی اله نه جیگیگی زر ؟او دو همه په حان دیر ه ویره لرم دکمزوری له وجی نه حکه ما په حوانی کی دیر کا ر اخستی ده له لا س نه یعنی مو تک موزیات وهلی ده که ده دی په هکله لز معلو مات را کری او دوا ئ را ته او سا ئ نو دا به مو دیرا مننه وی په ا حترام

    By سر دارو لی on Sep 18, 2008

Post a Comment


د دري سوه زره ډالرو په ارزښت پروژي پلې كيږي
په لوګركې يوشميربيوزلوته مرستې وويشل شوې
دبایرن مېشتو افغانانودکولتوري ټولنې اعلاميه اوملاتړ
د هېواد اساسي قانون او د هغه تر پښو لاندې کول
يوې مېرمني درې ورځي په واوره کښي تيري کړې - ويډيو
مارک تواین؛ پېژندل شوی داستان لیکوال نوم
Kaka ji Sanober Hussain Momand
د لونګو دريڅې : د بهير ژوند او فن
د صحاف خپرندويه ټولني انلاين پاڼه
د [اونۍ هنداره] اوله خپرونه
د لمر تر ټولو تازه غزل
ماشوم روزنه ( اتم څپرکئ )
ستاسو په فكر ښوونځى څوك سوځي؟ او د ټولني پر راتلونكي څه ډول ناوړه اغېز كوي ؟
advancing national interests or promoting their values ?
We are coming soon