وچکۍ تبه يا محرقه

February 10, 2008 – 7:06 pm

ليک: ډاکټر عطاءالله (زيارمل)

وچکى تبه چې محرقه يې بولي ، د سلمونيلا ټايفي ، ګرام منفي باسيل (باکټريا) په وسيله منځته راځي. ددې تبې يا ناروغۍ ځانګړتياوې په دا ډول دي: ناروغ اوږده تبه لري ، نس يا ګېډه يې درد کوي او دانې ورباندې را خېژي.

د ناروغۍ عامل چې سلمونيلا ټايفي دى هغه د ناروغ په غايطه موادو او تشو متيازو کې بهر ته را وځي. که يو څوک د غايطه موادو د کېدو او يا تشو متيازو د کولو څخه وروسته په سمه توګه خپل لاسونه پرېنمينځي نو باکټريا خوړو او اوبو ته انتقالېږي. که کنارابونه (ټټۍ) هم په سمه توګه جوړې نه وي او مواد يې په ښه توګه لرې نشي نو زيات امکان شته چې د څکاک اوبه ددې ناروغۍ په عامل (سلمونيلا ټايفي) باندې ککړې شي. مچان هم د ناروغۍ عامل نيغ په نېغه له غايطه موادو څخه خوړو ته انتقالوي. په ډېره کمه کچه د روغتون په هغو کسانو کې هم دغه ناروغۍ (وچکۍ) پيدا کېږي څوک چې د ناروغانو له بسترو او بنداژونو سره په تماس کې وي او د خپل ځان د حفظ الصحې پام ونه ساتي.

کابو ٣% هغه خلک چې ددې ناروغۍ په عامل باندې اخته وي او کومه مناسبه درملنه يې هم نه وي شوي نو دوي په دوامداره توګه ، له يو کال څخه په زياته موده کې ، په خپلو غايطه موادو کې د ناروغۍ عامل چاپيريال ته اطراح کوي. هغه کسان چې د ناروغۍ اعراض او علايم ورکې نه ليدل کېږي او په غايطه موادو کې يې د ناروغۍ عامل شته وي نو دوي ته د ناروغۍ ناقل ويل کېږي. په امريکا کې کابو ٢٠٠٠ ناقل کسان شته چې هغوي زړې ښځې دي کومې چې د تريخي (Gallbladder) له ناروغۍ څخه سرټکوي. په تېر وخت کې يوه ښځه چې ميري مالون نومېده او په پخلنځي کې يې کار کاوه ، هغه ګڼو کسانو ته د ناروغۍ د عامل په انتقال باندې مسؤله وګڼل شوه او له همدې امله يې بيا د ميري ټايفوئيد په نوم ونومول شوه.

د وچکۍ تبې باکټريا د انسان هضمي سيسټم ته ننوځي او بيا د کولمو له ديوال څخه تېرېږي او د وينې جريان ته ځان رسوي. په دې ترڅ کې وړې او غټې کولمې کزکي (التهابي ) کېږي. په ډېرو شديدو حالتونو کې ، چې ژوند ته ګواښ هم ګڼل کېږي ، د وړو کولمو په ديوالونو کې ټپونه (زخمونه) رامنځته کوي. کله چې زخم رامنځته شي نو بيا له دغو زخمونو څخه وينه ځي او کله داسې هم کېږي چې د زخم ځاى بېخي سورى شي.

نښې نښانې ، اعراض او تشخيص

معمولاً د ناروغۍ نښې نښانې او اعراض سوکه سوکه پيل کېږي ، هغه هم په ناروغۍ د اخته کېدو څخه ٨ يا ١٤ ورځې وروسته. لومړى عرض يې داده چې ناروغ اشتها له لاسه ورکوي، تبه يې وي ، سر يې خوږېږي ، بندونه يې درد کوي ، ستونى يې کښيني يا خوږېږي ، قبضيت ورته پيدا شي ( او يا په ډېرو لږو پېښو کې داسې وي چې ناروغ ته نس ناستى پيدا شي) ، د ناروغ نس يا ګېډه خوږېږي او حساسه شي چې لاس نشي ورباندې کښيښودلى. ناروغ ډېر توند ټوخېږي خو بلغم يا نور څخه ورسره نه وي. او کېدلى شي چې د ناروغ پوزه هم وينې شي.

څومره چې ناروغي مخ په وړاندې ځي د ناروغ تبه لوړه پاتې کېږي او ممکن ناروغ ډېر تود شي. سره ددې چې د ناروغ تبه لوړه وي خو د زړه ټکانونه يې لږ وي او ورسره زيات ستړى ستومانه وي. ممکن نس ناستى همداسې جريان پيدا کړي ، خو ځينې خلک همداسې قبض پاتې کېږي. کابو په ١٠% ناروغانو کې چې ناروغي يې دويمې اوني ته وردننه شي د هغې اونۍ په ٢ يا ٥ ورځ غونچه ، وړې ، سرې دانې يا داغونه د هغوي په سينه او ګېډه باندې راپيدا کېږي. له دوو اونيو ناروغۍ څخه وروسته په ٣ يا ٥ % ناروغانو کې د کولمو وينې کېدل او يا هم سوري کېدل منځته راځي.

د ناروغۍ په دويمه يا درېيمه اونۍ کې ممکن نمونيا (سينه و بغل) ناروغ ته پيدا شي چې هغه هم د نموکوکل انتان څخه سره ددې چې د ټايفوئيد باکټريا هم نمونيا منځته راوړلى شي. په دې موده کې د تريخي او ځيګر انتانات هم ممکن ناروغ ته پېښ شي. که په دې وخت کې د ناروغ په وينه کې باکټريا د آزموينې په پايله کې وليدل شوه ( دې ته باکټريميا ويل کېږي) نو بايد په دې پوه شو چې د ناروغ هډوکي التهابي (ګزکي) شوي ، يا يې د زړه والونه ګزکي شوي ( اينډوکارډايټيس) ، پښتورګو يې ګزکي کړې ، د بولي تناسلي سيسټم غړي په ګزکي اوښتي او يا هم هغه پردې ګزکي شوي چې د انسان ماغزه او د ملا د تير مغز يې پوښلي دي. که د ناروغ عضلې د انتان په وسيله التهابي شي نو بيا په دانو باندې اوړي ( غټې دانې چې په زياته اندازه ورکې چرک او نو راټولېږي).

که د ناروغۍ پورته يادې شوې نښې نښانې او اعراض وليدل شي د وچکۍ تبې ګومان ورباندې کېږي خو د قطعي تشخيص لپاره په کار ده چې د ناروغ وينه ، غايطه مواد ، تشې متيازې او د بدن نور مايعات يې د سلمونيلا ټايفي د پيدا کولو لپاره کلچر ياني وکرل شي که په کښت کې باکټريا وليدل شوه نو بيا همدا وچکۍ ده کنه نو بيا د نورو ناروغيو لپاره بايد فکر وشي.

وقايه يا ځان ساتنه:

هغه خلک چې داسې سيمو ته سفر کوي چېرته چې وچکۍ عامه وي نو دوي دې د اومه (خامه) ترکارۍ او نورو داسې خوړو له خوړلو څخه ځان وژغوري کوم چې د کوټې په تودوخه کې ساتل شوي وي. تاوده خواړه ، ساړه څکاک چې ګازلرونکي وي ، او هم اومه خواړه چې له پوسته کېږي ددې ټولو خوړل په عمومي توګه خوندي دي کوم زيان نه پېښوي. آن تر دې چې د څکاک اوبه بايد وکتل شي چې د څکاک وړ دي کنه ، مخکې له دې چې څښي يې او يا هم خپل غاښونه پرې مينځي نو بايد هغه وخوټول شي او يا کلورين پکې واچول شي. له دې پرته بايد نورې اوبه خپلې خولې ته ور نه وړي.

د وچکۍ په وړاندې دوه ډوله واکسين شته ، يو يې د خولې له لارې اخيستل کېږي او بل ډول يې بيا د پيچکارۍ په وسيله تطبيق کېږي خو دغه دواړه ډوله واکسينونه په بشپړه توګه معافيت (ياني خلک له ناروغۍ څخه نشي ساتلى) نشي رامنځته کولى. نو همدا وجه ده چې نوموړي واکسينونه يواځې هغو خلکو ته ورکول کېږي څوک چې په زياته کچه له ناروغۍ سره لاس او ګريوان وي ، دغه ډله خلک د لابراټوار کار کونکي او هغه څوک دي چې د دې ناروغۍ په عاملې باکټريا باندې څېړنې کوي او يا هم هغه څوک دي چې ددې ناروغۍ سيمې ته سفر کوي او له ډېر خطر (ګواښ) سره مخامخ وي.

درملنه

که وچکۍ په خپل وخت سره له درملنې لاندې ونيول شي نو ٩٩% څخه زيات ناروغان ورسره ښه کېږي خو د نقاحت ( د ناروغۍ د مخ اړونې) دوره يې ممکن تر څو مياشتو پورې وخت ونيسي. هغه انټي بيوټيک چې په دې ناروغۍ کې ناروغ ته ورکول کېږي هغه کلورامفينيکول Chloramphenicol دي چې تجارتي نوم يې کلورومايسيټين Chloromycetin دى. نوموړي درمل ددې ناروغۍ لپاره ترټولو وړ درمل دي او د نړۍ په هر ګوټ کې پيدا کېږي خو دا چې ناروغۍ ددې درملو په وړاندې په اوس وخت کې مقاومت پيدا کړى نو ددې لپاره له ځينو نورو درملو څخه هم کار اخيستل کېږي. هغه درمل دادي: (ټراميتوپريم + سلفامتوکسازول) چې تجارتي نوم يې باکټريم Bactrim سيپټران Septran دي او بل درمل يې سفروفلوکزاسين Ciprofloxacin چې ددې درملو تجارتي نوم Ciloxan او Cipro او يا هم Ciprox دي. که ناروغ ډېر زياته تبه ولري ، کوما ته تللى وي او يا هم شاک ته نو په کار ده چې ناروغ ته د کورټيکو سټيروئيد Corticosteroid درمل ورکړل شي ترڅو ددې درملو په وسيلې سره يې د دماغ ګزکي يا التهاب کښيني. ددې ناروغۍ له امله په ځانګړي ډول سوى تغذى (خوارځواکي) ، ډېر کوچني او يا ډېر زاړه خلک مري. که ناروغ ته ګنګسيت ، کوما او شاک پيدا شي نو دا په دې مانا چې د ناروغ انتان ډېر شديد دى او انذار يې ښه نه دي.

ناروغان د ٣ يا ٤ اونيو په دننه کې له ناروغۍ څخه ښه کېږي. هغه خلک چې د وچکۍ درملنه يې نه وي شوي هغوي د ١٠% او ٣٠% په منځ کې د همدې ناروغۍ له امله مري. کابو ١٠% هغه خلک چې درملنه يې نه وي شوي په هغوي کې د لومړي انتان نښې نښانې او اعراض وروسته له دوه اونيو څخه په خپله ورکېږي. د ناروغۍ په لومړۍ مرحله يا پړاو کې په خپل سر د انټي بيوټيک درملو خوړل د ناروغۍ د بيا پيدا کېدو (بابېړي) چانس ١٥% نه تر ٢٠% پورې زياتوي. کله چې ناروغۍ بابېړى وکړي او ناروغ ته انټي بيوټيک درمل ورکړل شي نو په ډېره چټکۍ سره ناروغۍ مخ اړوي خو په پاى کې د بل ځل لپاره بيرته بابېړى کوي.

د ناروغۍ د بابيړي بڼه هم د لکه د لومړۍ ناروغۍ په څېر له درملنې لاندې نيول کېږي ياني درملنه يې سره توپير نه لري خو دومره بايد په ياد ولرو چې انټي بيوټيک يواځې ورته د ٥ ورځو لپاره ضرور دي. د ناروغۍ ناقلين ( هغه کسان چې په خپله د ناروغۍ نښې نښانې او اعراض نه لري خو په خپلو غايطه موادو کې د ناروغۍ باکټريا – سلمونيلاټايفى له ځانه اطراح کوي) بايد ځايي د روغتيا مرکز ته خبر ورکړي او دغه کسان د خوړو له ترتيب کولو او تيارولو څخه منع کړل شي. که ناقلين د انټي بيوټيکو له درملنې لاندې ونيول شي نو هغوي له ٤ تر ٦ اونيو وخت کې له باکټريا څخه بېخي پاکېږي.

- پاى -

ماخذ:

Online Merck Manual, last full review/revision February 2003,

http://www.mercksource.com/pp/us/cns/cns_merckmanualhome.jsp

  1. 7 Responses to “وچکۍ تبه يا محرقه”

  2. Dear Doctor
    hope u in the best of health
    Dear please give some information about the first line therapy of typhoid fever
    and which drugs will eradicat the organism in the presence of gallbladder involvment.

    By Ahmad Jalal on Mar 10, 2008

  3. thanks
    your brother
    Jalal

    By Ahmad Jalal on Mar 10, 2008

  4. ډاکټر صيب احمدجلال!
    سلامونه او ښې چارې.
    داچې ليکنه مو لوستې او يواځې د لومړۍ کرښې د درملو غوښتنه مو کړې زه داسې ګڼم، چې نوره نيمګړتيا مو نه ده تر سترګو شوې. هيله ده، چې خپلې رغنده نيوکې راته وليکئ ترڅو له هغو سره سم مخ ته ولاړ شم. په راتلونکي کې به هڅه وکړم څو هغه برخه هم ور زياته کړم.
    بريا مو غواړم

    By زيارمل on Mar 12, 2008

  5. grana
    salam
    muhtarama sta likana pa zra pure da
    aww der sha gatawar malomat de wrande kari. zama matlab da che nan saba dagha de first line tadawi taghear khwarlay zaka che chloramphenicol ziat janebi atharat lary aw ham baze halato ke de naroghi pa lmanza wralo ke pate razi aw bala da che de de darmal muqabel ke muqawmat ham ramanz ta kegi aw de marizy de lia awgdwali aw ya ham berta ratlalo relaps chance ye ziat de no zaka akther zayo ke ciphrofluxacin de first line pa haith estimaligi staso sa nazar da.
    aw bala khabara de trikhi musabedal aw darmal che zanta cors aw darmal ghwari ka mehrbani wake aw lag rana pae wachawe.
    aw ya ham de trikhi musabedal pa omedwaro
    shazo ke sanga tadawi kegi
    staso lah ziar sakha yaw jahan manana
    allah de nor tawfiq ham darkri

    By jalal on Mar 18, 2008

  6. Salam Dr Sahib
    Thanks for gathering usefull information about Typhoid Fever
    In my openion it would have been beter if you have mentioned importance and reliability of Widal Test which is still used for diagnosing Typhoid in our country and meanwhile mentioned the possibility of its transformation to Malaria which is also still used for misguiding our patients in Afghanistan
    Thanks and regards

    By Dr Faizullah Saqib on Apr 21, 2008

  7. dr.saheba.ziat mut wahal sa noqsan larey.zama omar ba 30 kalan yam.wada me nada kary.rana pa zowani ki rana deery khatawey shawey.aya zama pa jansey qoeat ki kho ba kom moshkil na wey raghaly.ka sa mushkil wey mata mata malomat rakara.daway rata washaya.

    By mohammadyarnasseri on Jun 14, 2008

  8. Hello dear Doctore Sahib:
    i hope that u will be fine with a good life ,
    i have one question from u if u answer it will be u r kindness,
    when i persone many times got sortroot and he al so take many Tablits but some time it is ok and after 5 or 6 days again he go the problme.
    what should he do for that with out Apretion

    By Esmatullah Zahin on Oct 9, 2008

Post a Comment


په لوګركې يوشميربيوزلوته مرستې وويشل شوې
دبایرن مېشتو افغانانودکولتوري ټولنې اعلاميه اوملاتړ
پكتيا والي له ولسواليو د ليدني لړۍ پيل كړه
د هېواد اساسي قانون او د هغه تر پښو لاندې کول
يوې مېرمني درې ورځي په واوره کښي تيري کړې - ويډيو
مارک تواین؛ پېژندل شوی داستان لیکوال نوم
Kaka ji Sanober Hussain Momand
د لونګو دريڅې : د بهير ژوند او فن
د صحاف خپرندويه ټولني انلاين پاڼه
د [اونۍ هنداره] اوله خپرونه
د لمر تر ټولو تازه غزل
ماشوم روزنه ( اتم څپرکئ )
ستاسو په فكر ښوونځى څوك سوځي؟ او د ټولني پر راتلونكي څه ډول ناوړه اغېز كوي ؟
advancing national interests or promoting their values ?
We are coming soon