انډوميتاسين Indomethacin او پايروکسيکم Piroxicam
February 29, 2008 – 10:31 amانډوميتاسين Indomethacin
د استعمال ځايونه: درد ، د روماتيکو ناروغيو منځني او شديد التهابونه ، د اسکليټي عضلو حادې ګډوډۍ ، حاد نقرس ، د مياشتني عادت دردونه ، د ډکټوس ارټيريوس Ductus arteriosus بندښت.اړخيزې اندېښنې: هغه اندېښنې چې ددې ډلې درملو په عمومي برخه کې يادې شوې له هغو برسېره دغه درمل لاندې اندېښنې هم لري: بېخوبي ، اختلاجات ، عقلي ګډوډۍ ، اروايي وروستوالى (انحطاط)، د شرياني فشار لوړوالى ، د وينې د لوحې ګډوډۍ ، د محيطي اعصابو ګډوډۍ (محيطي نيوروپتي) تر سترګو کېږي.
مضاد استطباب: هغه څه چې د اسپرين تر سرليک لاندې ياد شول له هغو برسېره دغه درمل بايد په لاندې ځايونو کې په احتياط سره ورکول شي: ميرګي ، پاکينسون ، شيدې ورکونکې مور او عقلي ګډوډيو لپاره .که په دوامداره توګه چاته دغه درمل ورکول شي نو په کار ده چې وينه او سترګې يې بيا بيا معاينه شي ترڅو کومه ګډوډي ورکې نه وي راپيدا شوې.
اندازه: په روماتيکو ناروغيو کې د ورځې ٥٠ نه تر ٢٠٠ مليګرامه په کسري دوز سره او له خوړلو څخه سمدستي وروسته. د مياشتني عادت د دردونو لپاره په کار ده چې ٧٥ مليګرامه درمل په ورځ کې ورته توصيه شي.په بازار کې د ٢٥مليګرامه کپسولونو په ډول پيدا کېږي.
پايروکسيکم Piroxicam
د استعمال ځايونه: درد ، د روماتيکو ناروغيو او نقرس ناروغۍ کې د التهاب لپاره.
مضاد استطباب او اړخيزې اندېښنې: دا درمل لکه د نورو التهاب ضد غيرسټيروئيدي درملو په څېر دى.اندازه: په روماتيکو ناروغيو کې ٢٠ مليګرامه په ورځ کې يو ځل يا په کسري دوز سره ورکول کېږي.د نقرس په ناروغۍ کې ٤٠ مليګرامه په لومړي ځل او بيا په تعقيبيه دوز کې هم د ورځې له لوري ٤٠ مليګرامه درمل په يو ځل يا په څو ځلو کې ورکول کېږي.