فينايل بوتازون Phenylbutazone
February 29, 2008 – 10:32 amفينايل بوتازون Phenylbutazone
دغه درمل ښه قوي التهاب ضد اغېز لري خو د درد او تبې ضد اغېز يې کمزوري دي. دا چې شديدې اړخيزې اندېښنې لري نو له همدې امله يې استعمال محدود شوى نو ځکه يواځې په هغو التهابي ناروغيو کې چې له نورو درملو سره ځواب ونه وايي د يوې لنډې مودې لپاره ورکول کېږي.په نوره نړۍ کې فينايل بوتازون او اوکسي فن بوتازون له درملنې څخه ايستل شوي دي او ورڅخه ګټه نه اخيستل کېږي. د هغو ټولو اړخيزو اندېښنو په څنګ کې چې ددې ډلې په عمومي برخه کې يادې شوې دي دغه درمل دوه نورې غټې اندېښنې هم لري: اګرانولوسيټوز او اپلاسټيک انيمي.
اندازه: له خوړلو څخه سمدستي وروسته ١٠٠ مليګرامه دوه يا درې ځلي په ورځ کې . لازمه ده چې پدې درملو سره درملنه له اوو (٧) ورځو څخه د زياتې مودې لپاره ترسره نشي دا ځکه چې د پورتنيو اندېښنو منځته راتګ امکان شته.
مضاد استطباب: قلبي وعايوي ناروغۍ ، د ځيګر او پښتورګو عدم کفايه ، اميندوارۍ ، د پيپټيک زخم سابقه ، د معدې او کولمو خونريزي ، د وينې ګډوډۍ ، پورفيريا ، د تايروئيد غدې ناروغۍ ، ماشومان چې عمر يې له ١٤ کلونو لږ وي او هم د Sjogren سنډروم.نن ورځ په نړۍ کې په دې کار کېږي چې داسې درمل جوړ کړي چې التهاب ضد اغېز ولري خو معدې ته اړخيزې اندېښنې پيدا نکړي.