پاراسټامول Paracetamol
February 29, 2008 – 8:25 pmپاراسټامول Paracetamol
پاراسټامول په مرکزي عصبي سيسټم کې د سايکلو اوکسيجيناز انزايم د نهي کېدو سبب ګرځي، چې په دې کار سره د درد او تبې ضد اغېز له ځانه پرېږدي دا چې په نور بدن کې نوموړي انزايم نه نهى کوي نو له دې امله يې د التهاب ضد اغېز کمزورى دى.
د استعمال ځايونه: سپک او منځني دردونه ، تبه ، ميګرين يانې نزله چې ځينې يې نيم سرى بولي.
اړخيزې اندېښنې: د پوستکي اندفاعات ، د وينې ګډوډۍ ، حاد پانکرياتيت ، د ځيګر آفتونه او په ډېره لږه اندازه د پښتورګو آفتونه.نو همدا وجه ده چې د ځيګر او پښتورګو په آفتونو کې ناروغانو ته په احتياط سره ورکول کېږي.
اندازه: لويانو ته د خولې له لارې نيم څخه تر يو ګرام هر څلور يا شپږ ساعتونه وروسته ورکول کېږي چې په ورځ کې يې ترټولو زياته اندازه تر څلورو ګرامو پورې رسېږي.
ماشومان : د ماشومانو عمر ته په کتو سره ٦٠ نه تر ٢٥٠ مليګرامه هر څلور او شپږ ساعتونه وروسته ورکول کېږي.
په بازار کې د ١٠٠ مليګرامه او ٥٠٠ مليګرامه ګوليو او د ١٢٥ مليګرامه شربت په ډول چې په پنځه مليليتره کې وي پيدا کېږي.
يادښت: انلجين او ډيپرون چې د ځينو هېوادونو په بازارونو کې په ګوښي توګه يا له نورو درملو سره ګډ پيدا کېږي د روغتيائي نړيوال سازمان د راپور له مخې په کال ١٩٩٤ ز کې په ډېرى هېوادونو کې له ګټې اخيستنې څخه وتلې دي دا ځکه چې دغه درمل ډېرې جدي اړخيزې اندېښې رامنځته کوي. له بل لوري ددغو درملو په ځاى نور د درد ضد درمل رامنځته شوي چې د دغو درملو ځاى يې نيولى دى.
One Response to “پاراسټامول Paracetamol”
Hello
Can you tell me your opinion about this site: - http://authenticsteroids.com
they are totaly legit, I’ve purchased from this guys some trenabol and jintropin
What do you think?
best regards
By platinumbobbydog on Jul 26, 2008