ويټامين اي (E) د سږو له سرطان سره تړاو لري
March 11, 2008 – 3:48 pmاخځ: بي بي سي ويبپاڼه، د فبروري ٢٩ مه کال ٢٠٠٨ز
څېړنو وړانديز کړى، چې د ويټامين اي په زياتې اندازې سره خوړل د سږو د سرطان خطر زياتوي.
د بي بي سي ويبپاڼې روغتيائي څانګې پورته مطلب را اخيستى او ليکلي يې دي: امريکائي څېړونکو دا په زبات رسولې، چې که څوک ويټامين اي په زياته اندازه د زياتې مودې لپاره وخوري نو په هغوي کې د سږو د سرطان د پېښو ګواښ هم زياتوي.
د څېړونکو دغې امريکايي ډلې دغه څېړنې په ٧٧٠٠٠ کسانو باندې سرته رسولي دي، چې هغوى په ورځ کې ٤٠٠ مليګرامه ويټامين اي د زياتې مودې لپاره هره ورځ اخيستلو. په دغو کسانو کې د سږو د سرطان ګواښ کابو ٢٨% کې را څرګند شو – او دغه سلنه بيا په هغو کسانو کې له دې نه هم زياته وه، چا چې سګرټ څښل.
له دغو څېړنو څخه وروسته داسې ګڼل کېږي، چې څوک له بيټا کاروټين څخه ګټه اخلي هغوى ته به هم د سږو د سرطان ګواښ متوجه وي.
په امريکايي ژورنال کې چې د سږو او کړکيچنو روغتيايي لارو چارو په اړه مالومات خپروي يو متخصص داسې ويلي دي چې خلکو ته په کار ده د اړتيا وړ ويټامينونه له ميوو او ترکاريو څخه په لاس راوړي نه دا چې د ويټامينونو لپاره ګولۍ وخوري.
په کلوراډو پوهنتون کې ډاکټر ټيم بائير داسې ويلي دي. د خلکو لپاره يو متوازن د خوړو رژيم په دې مانا چې دوى په خپلو خوړو کې ټول اړين توکي او منرالونه ولري او پدې سره به په دوى کې د سرطان د را پېداکېدو ګواښ را کم کړل شي.
پدې څېړونو کې څېړونکو داسې کسان چې عمرونه يې د ٥٠ او ٧٦ کلونو تر منځ وو د څلورو کلونو لپاره ترخپلو څېړنو لاندې ونيول او پدې موده کې يې د دوى د ويټامين سي، فوليک اسيد او ويټامين اي رژيم له نظر څخه تېراوه.
د ټاکلې مودې څخه وروسته له دوى څخه په ٥٢١ کسانو کې د سږو سرطان پېښې را منځته شوې.
د سرطان په رامنځته کېدو کې د کورنۍ تاريخچه او عمر داسې څه وو، چې پرته له حيرانتيا څخه له سرطان سره يې ډېرې غښتلې اړيکې درلودې او ترې سترګې نه پټېږي.
نو ويټامين سي او فوليک اسيد په خپل وار سره د سږو په سرطان باندې څه اغېز نه درلود نو دا همدا ويټامين اي و چې د سرطان ګواښ يې دومره لوړ کړى و.
څېړنکو خپلې لاسته راوړنې د پخوانيو لاسته رواړنو متممې بللې دي او زياته کړې يې ده چې يوه لسيزه پخوا د ١٠٠ مليګرامه ويټامين اي په خوړلو سره چې هره ورځ واخيستل شي د سرطان د پېښې ګواښ ٧ % کې زياتوالى مومي.
په هغو کسانو کې چې سګرټ يې څښل په هغوى کې د ويټامين اي له امله دغه اندازه زياته وه او دوى ته يې مالومات نه وو.
ويټامين اي ته د اوکسيډانټ ضد ماده هم ويل کېږي کوم چې نه پرېږدي د بدن ژوندۍ حجرې د آزادو راډيکالونو په وسيله له منځه ولاړې شي. له دغه ويټامين څخه زيات خلک ګټه اخلي او د ورځنيو تقويتي درملو له جملې څخه يې ګڼي.
خو سره ددې چې پورته ياد شول امريکائي څېړونکو ښودلې چې که ويټامين په زياته اندازه واخيستل شي نو بيا اوکسيډانټ ضد ځانګړنه له ځانه نه ښيي او ددې په ځاى د اوکسيډانټ ملاتړ کوي، چې د همدې ځانګړنې له امله د بدن د حجرو د مرګ لامل ګرځي.
سمي يا زهري اغېزونه
د څېړونکې ډلې مشر ښاغلي ډاکټر کريسټوفر سلاټور ويلي دي: ددې برعکس چې تل به داسې ګڼل کېده، چې ويټامين اي له ځان سره ګټې لري او کمښت يې زيان لري، دا هم ويل کېده که په زياته اندازه ويټامين اي واخيستل شي نو د سږو د سرطان ګواښ زياتوي.
هغه زياته کړه: د مېوو او ترکاريو په نورو ترکيباتو باندې به لا نورې څېړنې ترسره شي ترڅو مالومه شي، چې هغوى ممکن د سرطان د ګواښ په راکمولو کې مرسته وکړي.
ددې په څنګ کې به زموږ د څېړنو پايلې ډاکټرانو سره مرسته وکړي ترڅو له خپلو ناروغانو سره د سرطان په هکله مشورې وکړي او ورته ووايي چې دغه توکي کولى شي چې د سرطان پېښې په احتمالي توګه سره را کمې کړي.
هنري سکوکرفټ، چې د مالوماتي ساينسي ډلې مشري د بريټانيا د سرطان په څېړنيز مرکز کې په غاړه لري داسې وويل: تراوسه پورې خبرې په دې کېږي، چې ويټامين او که منرال د سرطان په ګواښ باندې اغېز کوي.
هغه زياتوي: ځينې څېړنې وړانديز کوي چې ګټه رسوي، خو نورې يې بيا زيانمن بولي لکه همدا څېړنې، چې وايي د سرطان ګواښ زياتوي.
هغه وايي: څېړنو په وار وار سره دا څرګنده کړې ده، چې که متوازن خواړه وخوړل شي او په هغه کې ټول ويټامينونه، چې بدن ورته اړتيا لري شتون ولري نو بيا د ځينو سرطانونو په وړاندې ګواښ را ټيټوي.
هغه زياتوي: تراوسه پورې سګرټ څښول هغه فکټور ګڼل کېږي، چې د هر سرطان د مخنيوي لپاره توصيه کېږي. هيڅ داسې پرهېز يا د ويټامينونو خوراک تراوسه پورې د سګرټو په څېر خطرناک نه دى په ګوته شوى.
په کال ٢٠٠٢ ز کې د فنلنډ په هېواد کې په ٢٩٠٠٠ نارينه و سګرټ څښوونکو باندې څېړنې تر سره شوې، چې هغوى بيټا کاروټين اخيسته – اخيستل شوى بيټاکاروټين يې بدن په ويټامين آى باندې بدلاوه – د هغوى له ډلې څخه په ١٨% کسانو کې د سږو سرطان د منځته راتګ خطر يې لوړ کړى و.
- پاى -
One Response to “ويټامين اي (E) د سږو له سرطان سره تړاو لري”
ټولو كاركوونكيوته دمينې ډك سلامونه او ښې هيلې وړاندي كوم
دسترگولاندي گونجي خنگه كمه ولاي شولاري چاري يي خه دي
په درنشت
By kaliwal on Oct 15, 2008