غټه خېټه د الزايمر ناروغۍ خطر زياتوي
April 9, 2008 – 2:04 pm
له بي بي سي ویبپاڼې څخه
په امريکا کې نويو څېړنو ښودلې هغه کسان، چې د خپل عمر په پنځمه لسيزه کې غټه خېټه ولري هغوي بيا په زړښت کې په داسې ناروغې باندې اخته کېږي، چې څه يې په ياد کې نه پاتې کېږي او دې ناروغۍ ته الزايمر وايي.
له پخوا څخه چاغوالی د الزايمر د ناروغۍ لامل پېژندل شوۍ، خو پوهانو دا مالومات په لاس راوړي دی، چې که د يوه کس وزن نورمال وي او خېټه يې غټه وي نو دی هم د الزايمر ناروغۍ له ګواښ سره مخامخ دی.
ددې په څنګ کې په ۶۵۰۰ تنو باندې تازه څېړنې ترسره شوې دي او پايلې يې د (نيورولوژي) په خپرونه کې چاپ شوې دي. دغه څېړنې ښيي، چې چاغوالې او د خېټې غټوالی د الزايمر ناروغۍ لپاره تر ټولو خطرناک حالت دی.
ځينې کارپوهان وايي، چې د يو تن د خېټې غټوالی د هغه د راتلونکې سلامتيا په وړاندې د ستونزو لپاره ښه لارښوونه کوي.
امريکايي څېړنکو دا په ښه توګه نه ده روښانه کړې، چې د چاغوالی او الزايمر ناروغۍ ترمنځ څه تړاو دی؟ خو ډېرۍ کارپوهان پدې باور دي، چې اړوند روغتيايئ ستونزې لکه د وينې لوړ فشار، د شکر ناروغۍ او په وينه کې د کولسټرول لوړوالی ممکن له دې ناروغۍ سره تړاو ولري.
داسې ګڼل کېږي، چې د خېټې غټوالی هغه وخت رامنځته کېږي څه وخت، چې د بدن د اصلي غړو په شاوخوا کې لکه زړه، اضافي وازده (غوړ) را ټوله شي.
د يوه خصوصي شرکت ډاکټرانو د امريکا د یوه لوی بيمه شرکت شپږ زره او ۵۸۳ تنه، چې عمرونه يې د ۴۰ او ۴۵ کلونو ترمنځ و د خپلو څېړنو لپاره وټاکل او د هغوي د خېټو اندازه يې واخيسته.
هغوي بيا دغه کسان تر څو لسيزو پورې له خپل نظر لاندې ساتل آن، چې د عمر ۷۰ کلونو ته ورسېدل ترڅو يې د سلامتيا او ناروغتيا په اړه مالومات ولري. دوي ته مالومه شوه په هغو کسانوکې، چې الزايمر ناروغي ورته پيدا شوه د هغوي اندازه
۲۰٪ وه او په دوي کې بيا ۲۷۰٪ يې هغه کسان وو، چې خېټه يې غټه وه.
آن تر دې هغه کسان، چې د شمېرنو پر بنسټ يې د ( بدن د وزن شاخص) نورمال و، خو خېټه يې غټه وه د هغو کسانو په نسبت، چې خېټه يې کوچنۍ وه ۹۰٪ ډېر د الزايمر له ناروغۍ سره مخامخ وو. دا په داسې حال کې ده، چې د شمېرنو پر بنسټ د هغو کسانو، چې د ( بدن د وزن شاخص) يې چاغ ښودل شوی و، خو خېټه يې کوچنۍ وه دوي
۸۰٪ ډېر د الزايمر له ناروغۍ سره مخامخ وو. خو په هغو کسانو کې، چې هم يې خېټه غټه وه او هم چاغ وو په دوي کې له بل هر حالت څخه د الزايمر ناروغۍ اندازه ډېره وه.
د الزايمر خطر د زيات وزن په درلودلو له غټې خېټې سره ۲۳۰ ٪ زيات ښيي خو دغه خطر بيا په هغو کسانو کې، چې خېټه يې غټه وي او له حد نه وتلی چاغوالی لري د هغو کسانو په نسبت، چې نرۍ ملا لري ۳۶۰ ٪ کې زيات خطر لری.
د څېړنو سرپرست ډاکټر ريچال ويټمر وويل: ( دا يوه بشپړه منل شوې خبره ده، چې په منځني عمر کې او له هغه وروسته د زيات وزن لرل د الزايمر د ناروغۍ خطر پيدا کونکي لاملونه لاپسې ډېروي.)
پای