د بولي سيسټم اندېښنې (اعراض) تل د ښځو په جنسي ژوند باندې ناړوه اغېز کوي

April 10, 2008 – 9:48 am

د رويټر اژانس خبريال د مارچ ۳۱ نېټه

جيلي سټيني

هغه ښځې، چې د بولي سيسټم د ښکتنۍ برخې اندېښنې ولري ( دا ناروغي د LUTS په نوم سره هم يادېږي) دوي د هغو ښځو په نسبت، چې له داسې ستونزو سره نه وي مخامخ ډېر احتمال لري، چې له جنسي ستونزو سره لاس او ګرېوان وي. دا خبره څېړونکو د بولي سيسټم په برخه کې د اروپايي ټولنې په کلنۍ غونډه کې کړې ده.

ډاکټر کان کيللر او د هغه ملګرو، چې د لندن په يوه روغتون کې په دنده بوخت دي دوي د بولي سيسټم د ښکتنۍ برخو د اندېښنو اغېزې په جنسي دندو باندې څېړلې دي او بيا يې ترې ډاټابېس جوړ کړی او له ټولو ۳۳۳ عمومي پېښو څخه يې ريکارډ جوړ کړی دی.

څېړنې په (۱۳۷۷۰۰۰) ښځو باندې ترسره شوې دي، چې د هغوي عمرونه د ۱۸ څخه زيات وو او د ۲۰۰۰ ز او ۲۰۰۶ ز کلونو ترمنځ موده کې د ډاکټرانو له لوري کتل شوې وې.

څېړونکو د خپلو څېړنو په ترڅ کې تر لاسه کړې، چې هغه ښځې د خپل بولي سيسټم د ښکتنۍ برخې له اندېښنو سره مخامخ وي هغوي د هغو ښځو په نسبت، چې اندېښنې نه لري دوه ځلي زيات له جنسي ستونزو سره مخامخ وې.

مالوماتو دا هم ښودلې، چې د جنسي اړيکو ستونزه په هغو ښځو کې زياته ليدل شوې، چې عمرونه يې د ۳۰ او ۶۰ کلونو ترمنځ وو او هغه ښځې، چې عمرونه يې له پورته کلونو څخه واړه يا لوی وو هغوي کې بيا دغه ستونزه دومره نه ليدل کېده.

له دې برسېره، د مثانې زيات فعاليت، په خپل سر د تشو متيازو تلل او ترې را ولاړ شوې ستونزې لکه د جنسي اړيکو ستونزې هغه وخت زياتې ليدل شوي دی، چې ښځې د درس د زده کړې په دوران کې وی.

ډاکټر کيللر ويلي: لاسته راغلي مالومات وړانديز کوي، چې د بولي سيسټم د ښکتنۍ برخې اندېښنې د جنسي اړيکو له ستونزو سره تړاو لري ( پدې کې د مثانې زيات فعاليت هم راځي) او بايد د ښځو په ناروغيو کې دې خبرې ته پام وشي او د ستونزې د درملنې په اړه دغه حالت تشخيص او بيا تر درملنې لاندې ونيول شي.

پای

  1. 3 Responses to “د بولي سيسټم اندېښنې (اعراض) تل د ښځو په جنسي ژوند باندې ناړوه اغېز کوي”

  2. تولو ته سلام اواحترامات وراندي كوم اوغوارم چي دنارينه و دجور تناسلي الي په هكله معلومات راكري مننه سيداحمد

    By sayed ahmad on May 25, 2008

  3. I want to learn about ginsing
    sayed ahmad

    By sayed ahmad on May 25, 2008

  4. سلامونه او نېکې هيلې مو ومني!
    په مننې سره ستاسو د معلوماتو نه، زه غواړم چه د ښڅې د تخمکې په هکله معلومات راکړي چې کله آزاړيږي اوڅ موده ژوندي وي. مننه

    By قسمت تنها on May 29, 2008

Post a Comment


د دري سوه زره ډالرو په ارزښت پروژي پلې كيږي
په لوګركې يوشميربيوزلوته مرستې وويشل شوې
دبایرن مېشتو افغانانودکولتوري ټولنې اعلاميه اوملاتړ
د هېواد اساسي قانون او د هغه تر پښو لاندې کول
يوې مېرمني درې ورځي په واوره کښي تيري کړې - ويډيو
مارک تواین؛ پېژندل شوی داستان لیکوال نوم
Kaka ji Sanober Hussain Momand
د لونګو دريڅې : د بهير ژوند او فن
د صحاف خپرندويه ټولني انلاين پاڼه
د [اونۍ هنداره] اوله خپرونه
د لمر تر ټولو تازه غزل
ماشوم روزنه ( اتم څپرکئ )
ستاسو په فكر ښوونځى څوك سوځي؟ او د ټولني پر راتلونكي څه ډول ناوړه اغېز كوي ؟
advancing national interests or promoting their values ?
We are coming soon