د ماشومانو ګډې لوبې په ليوکيمی باندې د اخته کېدو ګواښ را ټيټوي

May 4, 2008 – 9:24 am

له بي بي سي ويبپاڼې څخه،

په هغو کوچنيو ماشومانو کې، چې له خپلو همزولو سره لوبې کوي يا د ماشومانو ټالونو ته ځي د وينې په سرطان (ليوکيمی) باندې يې د اخته کېدو احتمال ۳۰ ٪ کې را ټيټېږي.امريکايي څېړونکو په ۲۰ زره ماشومانو باندې خپلې څېړنې کړې دي، چې په هغو کې شپږ زره کسان يې د وينې په سرطان باندې اخته وو. د دوی له ډلې څخه يې د ۱۴ پېښو څخه دا په لاس راوړې، چې د ماشومانو په خپل منځ کې اړيکې لرل د وينې سرطان يانې حاده لمفوبلاسټيک ليوکيمي په را څرګندېدلو باندې ښې اغېزې کوي.

د دوی په وينا کله چې ماشومان په خپلو منځنو کې اړيکې لري او له يو بل سره لوبې کوي نو له مختلفو ميکروبونو او انتاناتو سره مخامخ کېږي نو پدې ډول سره يې د بدن د معافيت سيسټم تقويه کېږي او همدا بيا د وينې د سرطان په وړاندې ښه اغېز له ځانه ښيي.

اټکل کېږي، چې د کاليفورنيا د پوهنتون د څېړونکو د کار دغه پايله به په لندن کې د وينې د سرطان په اړه کېدونکي کنفرانس کې ولوستل شي.

د پرمختلليو هېوادونو په ماشومانو کې د سرطان ترټولو زيات شمېر همدا د وينې سرطان يا ليوکيمی جوړوي، چې په هرو دوو زرو ماشومانو کې يې يو پرې اخته وي.

په کوچنيو ماشومانو کې د وينې د سرطان ۸۰ ٪ کې پېښې همدا حاده لمفوبلاسټيک ليوکيمی جوړوي او معمولاً په هغو ماشومانو کې ليدل کېږي، چې عمر يې له دوو څخه تر پنځو کلونو پورې وي.

څېړونکي پدې باور دي، هغه ماشومان، چې د وينې په سرطان باندې اخته دي دوی په جنيني موده کې له جينيټيک تغير سره مخامخ شوي وي او له پيدا کېدو وروسته، چې له انتان سره مخامخ شي نو بيا په همدې ليوکيمي باندې اخته کېږي.

په همدې بنسټ، چې کله ماشومان د ماشومتوب په موده کې په مختلفو انتاناتو باندې اخته کېږي او بدن يې د هغو په وړاندې مقاومت ښيي نو په همغه نسبت يې د بدن مقاومت ورسره زياتېږي او بيا د ليوکيمي په وړاندې هم مقاومت له ځانه ښيي.

د ماشومتوب په دوره کې که د ماشومانو بدن د مختلفو انتاناتو په وړاندې مقاومت ترلاسه نه کړي نو بيا د هغو انتاناتو په وړاندې چمتو والی نه لري، چې هغه بيا د وينې سرطان رامنځته کوي.

پای

Sorry, comments for this entry are closed at this time.