لس مياشتنى ماشوم:

May 7, 2008 – 11:00 pm

ارومرو به تاسو تر دې وخته پورې درک کړې وي، چې ماشوم د يوې ځانګړې شوخې طبعې خاوند وي. کله چې ماشوم د لسو مياشتو شي بيا نه يواځې دا چې له تاسو سره په لوبو کولو سره خوشالېږي بلکې په خپلو خنداګانو او ټوپونو سره لوبه نوره هم تودوي. د بېلګې په توګه کله چې تشناب ته يې د ځان مينځلو لپاره يوسئ هلته په اوبو کې لاس ترپوي او تاسو ته د اوبو په شيندلو سره د خوښۍ احساس کوي. تاسو هم پدې عمر کې ماشوم ته داسې کارونه ترسره کړئ، چې د ماشوم د خندا سبب وګرځي. له ماشوم سره، چې د پټ پټون لوبه وشي ورباندې ډېر خوشاله کېږي. ډېرى خلک ماشوم ته (تيه!)، (تيه!) کوي او ماشوم ورسره خاندي.

پدې عمر کې د ماشوم خوښېږي، چې د ماشومانو شعرونه واوري او پدې وخت کې د (آللو للو فلکلوريکه سندره) يا د (اکو بکو فلکلوريکه سندره) د يادولو وړ دي. دغو شعرونو ته زيات غوږ نيسي. پدې عمر کې ماشوم دې پړاو ته رسېږي، چې په يو وخت کې څو شيانو ته پام وګرځوي. نو ددې کار د تقويې لپاره تاسو کولى شئ، چې ځينې شيان ورته ورښکاره کړئ او د هغوى په اړه ځينې څه مالومات ورته ورکړئ. د بېلګې په توګه تاسو ماشوم ته يوه پيشو ښکاره کړئ او بيا ورته ووايئ (( پيشو وايي، مياو مياو)). بيا بل وخت، چې ماشوم پيشو وګوري ورڅخه پوښتنه وکړئ (( پيشو څنګه کوئ؟)). پدې طريقې سره ماشوم په ښه توګه يو څه زده کوي او ماشوم ته د ښوونې ډېره مهمه طريقه ګڼل کېږي. پرته له دې، چې پدې عمر کې په ماشوم کې د شوخۍ طبعه را پيدا کېږي؛ ماشوم له ځانه نوي حرکتونه ښيي او له تاسو سره په کارونو کې ګډون کولو ته لېوالتيا ښيي، چې ډېرى وخت همدا ددې لامل ګرځي، چې ستونزې را پيدا کړي.

د ماشوم ځيرکتيا او کنجکاوي ممکن د ماشوم لپاره ګواښونه ولري خو بايد تاسو ماشوم د تل لپاره د خپل نظر لاندې وساتئ ترڅو له داسې پېښې سره مخامخ نشي، چې ورته زيان ورسوي. له بل لوري ممکن ماشوم وپوهېږي، چې تاسو هغه له ځينو کارونو څخه منع کوئ؛ هغه پدې مانا دي، چې تاسو د هغه پوره پام ساتئ.

د ماشوم له پيدا کېدو وروسته تاسو ممکن په لومړي ځل د ماشوم روزنې په اړه فکر وکړئ. ماشوم ته ادب ښودل پدې مانا نه دي، چې هغه تنبيه او ورټل شي. بلکې دا پدې مانا، چې د ښو او بدو مفهوم ور زده کړل شي. دا خبره ډېر ارزښت لري، چې بايد په ياد يې وساتو هغه دا چې ماشوم پخپله نشي کېدلى، چې بد وي ځکه ماشوم پدې عمر کې لا تر اوسه د ښو او بدو تشخيص نشي کولى. او پدې هم نه پوهېږي، چې دا کار ښه دى او که بد؟

ماشومان د خپلو کسبي تجربو له لارې د خپل چاپيريال په هکله ځانته مالومات پيدا کوي او خپل چاپيريال ورباندې پېژني. د ماشوم د عمر پدې پړاو کې هغه ته د ښو او بدو کارونو د مفهوم ښودل د ماشوم د ښې روزنې لپاره لومړى مرستندويه ګام شمېرل کېږي. د ماشوم روزنې لپاره ترټولو غوره لارې دا نه دي، چې له ماشوم سره ډېره زياته سختي وشي او نه هم داچې له حده وتلې اساني ورسره وشي. پورته دواړه لارې د ماشوم په روزنه کې ستونزې را ولاړوي او پدې ډول ماشوم فکر کوي، چې تاسو د هغه په اړه څه علاقه نه لرئ.

د ماشوم لپاره تاسو بايد مناسب محدوديتونه په نظر کې ولرئ او هغه يې د ترسره کولو لپاره اړ کړئ خو دغه کار په مينه او مهربانۍ ورباندې ترسره کړئ. هيڅکله خپل ماشوم پدې ډول مه تهديدوئ، چې تاسو له هغه سره مينه نه لرئ ځکه پدې کار سره په ماشوم کې پخپل ځان باور له منځه ځي او ډېر بد اغېز کوي.

د ماشوم روزنې په لړ کې ډېر مهم ټکي دادي، چې ماشوم وپوهېږي تاسو ورسره تل مينه لرئ هغه که ښه کار کوي او يا هم ستاسو له خوښې پرته کوم کار ته لاس اچوي.

ماشوم هيڅکله مه وهئ. د شوخ ماشوم ډبول د هغه د تاديب لپاره مناسبه لاره نه ده. پدې کار سره تاسو ماشوم ته زور زياتى ور زده کوئ.

ستاسو ماشوم، چې د لسو مياشتو شي نو بيا کولى شي:

په کوټه کې له سامان او ديوال سره له يو ځايه بل ځاى ته ولاړ شي.

د ( نه) او ( مه کوه) په کليمو باندې پوهېږي؛ سره ددې، چې ځينې وخت ممکن اطاعت ورڅخه ونه کړي.

د څو ثانيو لپاره ودرېږي.

پلار ته (ابا) ووايي.

په پياله کې اوبه وڅښي.

يو پنډوس ( توپ) ستاسو لورته در ورغړوي

.

Sorry, comments for this entry are closed at this time.