يوولس مياشتنى ماشوم:
May 7, 2008 – 11:02 pmډېرى ماشومان پدې عمر کې خپلې لومړنۍ کليمې بيانوي سره ددې، چې يو شمېر ماشومان دغه کار په ٩ مياشتني عمر کې او بيا نر يې په ډېر ځنډ تر يو کلنۍ پورې ترسره کوي. دا به تاسو ته د حيرانتيا خبره وي، چې هغه نوى زېږېدلى ماشوم پخوا يې آن خندلى نشواى خو اوس له څو مياشتو وروسته دادى کولى شي، چې څه ووايي. ماشوم، چې خبرې زده کوي نو زيات وخت ته اړتيا لري او تاسو به ورته صبر کوئ او خپله حوصله به له لاسه نه ورکوئ. داسې هم پېښېږي، چې يو ماشوم د يوې کليمې د يادولو لپاره پوره يوه مياشت وخت واخلي. ماشوم، چې د ١٥ مياشتو عمر ته ورسېږي نو بيا معمولاً کولى شي، چې (١٠) کليمې بيان کړي.
تاسو کولى شئ، چې ماشوم ته د هغه شي نوم وښيي، چې هغه ورسره مينه لري. پدې عمر کې ماشوم، چې کوم شى غواړي هغه ته په لاس اشاره کوي او پوهېږي، چې اشاره هم د اړيکو ټينګولو لپاره ښه وسيله ده. او پدې ډول سره غواړي خپل مطلبونه تاسو ته روښانه کړي.
کله چې ستاسو ماشوم په اشاره باندې له تاسو څخه څه وغوښتل نو تاسو يې له ورکولو سره يو ځاى د هغه شي نوم هم ماشوم ته وروښيئ. د بېلګې په توګه که ستاسو ماشوم مڼې ته اشاره وکړه نو تاسو مڼه را واخلئ او هغه ته يې ورکړئ او داسې ورته ووايئ: ( تا مڼه غوښتله!). پدې ډول سره به تاسو خپل ماشوم ته يوه نوې کليمه وروښيئ.
که تاسو ماشوم ته يوه کليمه وروښودله نو هغه يې په يو ځل نشي يادولى خو هغه کولى شي، چې په کراره کراره او په بيا بيا اورېدلو سره يې ياده کړي. که يواځې تاسو د خپل ماشوم په خبرو باندې پوهېږئ او نور څوک ورباندې نه پوهېږي، دا دومره د اندېښنې وړ خبره نه ده. ماشوم، چې د خپل عمر دوه کلنۍ يا درې کلنۍ ته ورسېږي بيا د کورنۍ له غړو پرته نور کسان هم په خپلو خبرو باندې پوهولى شي.
يوه خبره، چې ډېره مهمه ده هغه دا چې موږ بايد د ماشوم د کليمو تلفظ ورته سم نه کړو پرې اږدو، چې څرنګه يې کولى شي هغسې يې تلفظ کړي. او کوښښ وکړو، چې د ماشوم په تلفظ باندې نيوکه ونه کړو. پدې کار سره بيا ماشوم په خپل ځان باور له لاسه ورکوي او د نويو کليمو په يادولو کې بې زړه کېږي او سمې يې نشي زده کولى. که ماشوم کومه کليمه غلطه تلفظ کړه تاسو هغه کليمه بېرته په غلط ډول مه ورته بيانوئ، چې بيا ور پورې وخاندئ. پدې کار سره هغه د کليمې سم تلفظ نشي زده کولى او آن، چې لوى هم شي بيا هغه کليمه په سمه توګه نشي تلفظ کولى.
خوځېدل:
پدې عمر کې امکان لري ستاسو ماشوم پرته له دې، چې څه شى ونيسي له خپل ځايه جګ شي او ودرېږي. او بيا له دې وروسته د ځينې شيانو په نيولو سره يا د شيانو په مرسته څو ګامونه هم اوچت کړي. که تاسو دا حالت وليد نو ماشوم ته مو د بوټونو يا څپلکو په اخيستلو بېړه مه کوئ. ماشوم لا تر اوسه بوټونو يا څپلکو ته اړتيا نه لري او پدې وخت کې ورته مناسبې هم نه دي. ماشوم هغه وخت بوټونو يا څپلکو ته اړتيا پيدا کوي، چې په ښه ډاډه زړه په لاره ولاړ شي او له کور څخه د باندې د ګرځېدلو پر وخت د پښو د ساتلو لپاره يې وکاروي.
په لاره تګ دا هغه موضوع ده، چې په تمرين او خطا سره يادېږي. په واقعيت کې تاسو نشى کولى، چې ماشوم سره مو مرسته وکړئ، يواځې دومره کولى شئ، چې د ماشوم له شاوخوا او مخې څخه اضافي شيان لرې کړئ ترڅو د غورځېدلو پر وخت ورباندې خوږ نشي. يو ماشوم تر هغه وخته پورې، چې په لاره تګ زده کوي ډېر ځله لوئېږي. څنګه چې تاسو د ماشوم له غورځېدلو سره غبرګون ښيئ همغه غبرګون به تاسو له خپل ماشوم څخه هم وينئ. که هرځل ماشوم وغورځېږي او تاسو په ډېره بېړه ور منډه کړئ او په آخ او اوخ سره يې را پورته کړئ نو پدې ډول سره به ماشوم وډار شي او بيا به په ښه زړه په لاره تلل ونه کړي.
نو له دې وروسته به که ماشوم په ځمکه وغورځېږي نو سمدستي به په ژړا پيل کوي او همغسې به په ځمکه پروت وي او تاسو ته به سترګې په لاره وي ترڅو تاسو ورشئ او له ځمکې څخه يې پورته کړئ. نو تاسو بايد د ماشوم د حرکت پر وخت زړه غټ کړئ او ډېر ورته اپ او اخ اوخ مه ورته کوئ. پدې وخت کې تاسو ماشوم ته ووايئ: ( هيڅ ندي شوي. جګ شه!) پدې کار سره به په ماشوم کې په خپل ځان باور پيدا او لا تقويه شي او بيا به لږ ډارېږي.
ستاسو ماشوم، چې د يوولسو مياشتو شي نو بيا کولى شي:
· د تاسو د پام را ګرځولو لپاره (ماما) ووايي.
· په خپله له ځايه جګ شي او ودرېږي.
· خپل لومړني ګامونه پورته کړي.
· ستاسو ساده امرونو ته ځواب ورکړي.
· خپلې لومړنۍ کليمې تاسو ته بيان کړي. ( له ماما او بابا ويلو څخه پرته نورې کليمې ځکه دا يې له پخوا څخه يادې دي.)