دولس مياشتنى ماشوم:

May 7, 2008 – 11:09 pm

ستاسو ماشوم اوس يو کلن شوى دى. ټول هغه مهارتونه، چې نوموړي د تېرو مياشتو په اوږدو کې تر لاسه کړي دي هغه د بشپړېدو په حال کې دي. اوس تاسو هم د ماشوم روزونکي او هم څارونکي ياست او حالات به په ډېره بېړه سره بدلون ومومي.که ستاسو ماشوم له تراوسه پورې په لاره تګ نه وي زده کړى نو يو کلن کېدو تر پايه به په لاره تلل زده کړي. پدې عمر کې ډېر احتمال شته، چې ماشوم په خپله ودرېږي او د شاوخوا شيانو په مرسته له يو ځاى څخه بل ځاى ته ولاړ شي. او همدارنګه هغه کولى شي ترڅو له ملاستې حالت څخه را کښېني او د ډېر زيات وخت لپاره همداسې کښېني.

پدې عمر کې ماشوم ډېر ښه کولى شي، چې په خپلو ګوتو سره شيان را اوچت کړي او د ګټې (شهادت) ګوتې او هم سکروټې ( شهادت) ګوتې په مرستې سره ډېر واړه شيان هم را اوچت کړى شي. ماشوم د لوبو د سامان له غورځولو او پورته اچولو څخه خوند اخلي. که د لوبو يو شى ورڅخه ورغړي او د ليد له ساحې څخه يې بهر چېرته وغورځېږي نو ماشوم ورپسې ګرځي او غواړي، چې بېرته يې را پيدا کړي. ماشوم د لوبو د سامان د نيولو لپاره له دواړو لاسونو څخه ګټه اخلي. ددې هم امکان شته، چې له يو لاس څخه د بل په نسبت ډېره ګټه پورته کړي. کله چې تاسو ته څه شى ښيي نو د لاس په ګوته ورته اشاره کوي. هغه پدې عمر کې ډېر ځيرک وي غواړي، چې ټول شيان ځانته مالوم کړي نو همدا لامل دى، چې ماشوم هر ځاى ته ورځي او سر ورښکاره کوي. نو ددې لپاره، چې ماشوم ته کومه بده پېښه ور پېښه نشي نو په کار ده، چې تاسو د ماشوم کلکه څارنه وکړئ او د ماشوم له شاوخوا څخه خطرناکه شيان لرې کړئ.

کله چې تاسو خپل ماشوم له کور څخه بهر له ځان سره وړئ نو هغه خلکو، حيواناتو او موټرو ته په ډېر دقت سره ګوري. هغه کولى شي، چې د ٦ مترو په واټن (فاصله) کې اشنا خلک تشخيص کړي او په خوښۍ سره ورته لاس وخوځوي او ځانګړي اوازونه له خولې وباسي. که څوک ورته خپل نوم واخلي نو ځواب به ورکړي او همدارنګه کولى شي، چې د ډېرو کليمو او د کورنۍ د غړيو نومونو باندې وپوهېږي. په ساده امرونو باندې هم پوهېږي، د بېلګې په توګه که تاسو ورته ووايئ: ( دا دې مور ته ورکړه) پدې باندې پوهېږي او ممکن ستاسو دا امر تر سره هم کړي.

د خوراک عادتونه

ماشوم کولى شي، چې د کورنۍ له نورو غړيو سره په دسترخوان باندې کښينې او هغه خواړه وخوري، چې نور يې خوري خو لا تراوسه ورته د مصاله لرونکو او درمليزو خوړو لپاره وخت شته. نو ددې لپاره، چې تاسو په خوړو باندې مصاله يا نور درمل شيندئ په کار ده، چې ماشوم ته يې وړاندې جلا کړئ. ماشوم په خپل لاس باندې له خوړلو څخه خوند اخلي. ددې لپاره، چې د کورنۍ له نورو غړيو سره يې سيالي کړې وي نو دى هم کاشوغه را اخلي او غواړي، چې په کاشوغه باندې ډوډۍ وخوري. خو په کاشوغه باندې ورته ډوډۍ خوړل ستونزمنه ده او له لنډ وخت وروسته ور باندې ستړى کېږي او بېرته په لاس باندې خوړل پيل کوي.

هغه کولى شي، چې د ماشومانو له لوښي څخه په خپله اوبه وڅښي. او آن کولى شي ستاسو په مرسته له يو عادي ګيلاس څخه هم اوبه وڅښي خو په يواځې سر يې نشي کولى. که تاسو غواړئ ماشوم له شيدو څخه بېل يانې جلا کړئ ( هغه که د مور شيدې وي او که وچې پوډري) او په ځاى يې تيارې مايع شيدې ورکړئ نو دا کار تر يو کلنۍ څخه وروسته کولى شئ.

که تاسو له خپل ماشوم څخه د شيدو جوشک منع کړئ نو ممکن دا کار يې ښه ونه ايسېږي خو ټولو ميندو ته دا توصيه کېږي، چې کله يې ماشوم يو کلنۍ ته ورسېږي نور دې په جوشک کې شيدې نه ورکوي. ځکه د جوشک څوکه ممکن د ماشوم نوي راشنه شوي غاښونو ته زيان ورسوي او شکل ته يې بدلون ورکړي. که تاسو دا احساس کړه، چې ماشوم مو له جوشک څخه لاس نه اخلي نو تاسو ته په کار ده، چې ورځ تر ورځې له جوشک څخه د ګټې اخيستلو شمېر را کم کړئ يانې که پخوا مو په ورځ کې درې ځلي په جوشک کې شيدې ورکولې اوس يې دوه ځلي او بيا له ډېرې مودې وروسته په ورځ کې يو ځل ورکړئ او په دې ترتيب سره به له جوشک څخه لاس واخلي. ماشوم مو وهڅوئ ترڅو د جوشک په څنګ کې له داسې لوښي څخه، چې د ماشومانو لپاره ځانګړى جوړ شوى ګټه واخلي. دغه ځانګړى لوښى د جوشک په څېر څوکه نه لري يواځې د څښلو لپاره ځاى لري. داسې هم کېدلى شي، چې يواځې جوشک ورته د خوب پر وخت ورکړئ او نور له بل لوښي څخه ګټه واخلئ يا دا چې په جوشک کې له شيدو او د مېوې له اوبو څخه پرته تشې اوبه ورکړئ، پدې کار سره به د هغه له جوشک سره مينه لږ شي او په پاى کې به پرته له جوشک څخه هم وخت تېر کړي. دا ټول ددې لپاره دي، چې د ماشوم د خولې او غاښونو له ناروغيو څخه په ښه توګه مخنيوى شوى وي.

پدې عمر کې ستاسو ماشوم ٤ يا ٥ غاښونه لري او تاسو ته په کار ده، چې هغه پاک کړئ او پاک يې وساتئ. د پاکولو لپاره يې د ماشومانو له ځانګړي د غاښونو له کريم څخه ګټه واخلئ او په يوه کوچني نرم بورس سره يې پاک کړئ.

ستاسو د ماشوم اړيکه له نورو کسانو سره:

که ستاسو ماشوم له تاسو سره په ډېر ښه زړه له کور څخه بهر ځي خو امکان ددې هم شته، چې د ځينو نويو شيانو په ليدلو سره وډار شي. او همدارنګه امکان لري، چې له نورو کسانو څخه وشرمېږي. د ماشومانو شرمېدل يو ارثي صفت دى، چې له مور او پلار څخه يې په ميراث اخيستى. د ماشوم شرمېدل کېدلى شي، چې سم شي خو بېخي له منځه نه ځي.

که تاسو ماشوم تشويق کړئ او د ماشوم په خپل ځان باور ور تقويه کړئ نو بيا ماشوم، چې له نورو کسانو سره مخامخ کېږي د ارامۍ احساس کوي او نه شرمېږي. امکان لري ځينې وخت تاسو د يو شي په اړه د خجالتۍ او شرم احساس وکړئ خو په حقيقت کې تاسو يواځې له نورو سره د ژوند او معاشرت په اړه پوره مالومات له ځان سره نه لري.

پدې عمر کې ستاسو ماشوم پدې نه توانېږي، چې ملګرى پيدا کړي او دا حالت تر درې کلنۍ پورې دوام پيدا کوي. خپل ماشوم مه اړ باسئ، چې له نورو ماشومانو سره لوبې وکړي پدې کار سره ممکن هغه بيا په بشپړه توګه له ټولنيز وضعيت څخه ګوښى او يواځې شي.

پدې عمر کې له خپلو ماشومانو څخه ددې تمه مه کوئ، چې خپل د لوبو سامان له نورو ماشومانو سره شريک کړي. پدې عمر کې يواځې د ماشوم اړتياوې او غوښتنې ډېرې مهمې دي. ماشوم نورو ماشومانو ته د شيانو په سترګه ګوري نه د افرادو په سترګه.

که ماشوم د نورو ماشومانو په وړاندې د تيري چلند ولري يانې په نورو ماشومانو حمله کوي، هغوي ته ټال ورکوي يايې په لرګي وهي نو تاسې ماشوم په بيړه له هغه ځايه بل ځاى ته يوسئ او په ارامۍ سره ماشوم ته ووايئ، چې داسې کار بايد ونه کړي. بيا ددې لپاره، چې حواس يې له دې موضوع څخه بل لورته ګرځېدلى وي نو ماشوم ته د لوبو سامان ورکړئ ممکن ماشوم ستاسو په څرګندونو باندې ونه پوهېږي خو که هر ځل داسې پېښېږي او تاسو په همدې ډول ور سره چلند وکړئ نو په کراره کراره به ماشوم پدې وپوهېږي، چې د نورو ماشومانو ټېل وهل، ټال ورکول او وهل ښه کار نه دى.

 

ستاسو ماشوم، چې د دولسو مياشتو شي نو بيا کولى شي:

· پرته له دې، چې وژاړي تاسو ته خپل مطلب روښانه کړي.

· ودرېږي.

· د نورو له مرستې پرته څو ګامونه واخلي.

· د کورنۍ له غړيو او اشنا کسانو سره د لاس په مرسته باى باى وکړي.

· يو توپ (پنډوس) ستاسو لور ته در ورغړوي.

Sorry, comments for this entry are closed at this time.