ماشوم ته تی ورکول د بندونو روماتيزم له منځه وړي
October 20, 2008 – 2:38 pmڅېړنو وړانديز کړی هغه ميندې، چې خپلو ماشومانو ته له يو کال څخه زياته موده کې خپلې شيدې ورکوي په هغوی کې د بندونو د روماتيزم ناروغي نيم په نيمه را کمېږي.
ژباړه: له بي بي سي ويبپاڼې څخه
په روماتيزم باندې د څېړنو پر وخت په سويډن کې د مالمو پوهنتون په روغتون کې ۱۳۶ ښځې له ۵۴۴ ښځو سره پرتله شوې او شرايط يې وڅېړل شول.
دوی د خپلو څېړنو پر مهال دا ومونده ، چې په هغو ميندو کې د روماتوئيد ارټرايټيس پېښې سم په نيمه لږې وې کومو چې ۱۳ مياشتې او يا له دې څخه هم زياته موده خپلو ماشومانو ته تی ورکړې و د هغو ښځو په نسبت، چې دوی خپلو ماشومانو ته تی نه وو ورکړی. هغه ميندې، چې له يوې مياشتې څخه نيولې بيا تر
۱۲ مياشتو پورې خپلو ماشومانو ته تی ورکوي په هغوی کې د يادې شوې ناروغۍ د پېښې خطر ۲۵ ٪ کې را کمېږي.
څېړنو دا هم په ګوته کړې کومې ښځې، چې په اسانۍ سره ماشومان را وړي او بيا خپلو ماشومانو ته تی نه ورکوي دوی د بندونو د روماتيزم له ناروغۍ څخه خوندي نشي پاتې کېدی.
په بريټانيا کې نژدې ۴ لکه خلک دغه ناروغۍ لري.
څېړنو دا هم روښانه کړې، چې د بندونو په روماتيزم باندې د نارينه و په نسبت ښځې دوه برابره زياتې اخته کېږي.
دا څرګنده ده، چې کله کومه مور خپل ماشوم ته تی ورکوي نو په وينه کې يې د اوکسي توسين په نوم د هورمونو کچه لوړېږي او ددغه هورمون په نتيجه کې د اضطراب د هورمون کچه را ټيټېږي، د وينې فشار را کمېږي او په ټوله کې د ښځې روغتيا ته ګټه رسوي.
همدارنګه ماشوم ته تی ورکول د يو بل هورمون کچه هم لوړوي، د هغه نوم پرولکټين دی. دغه هورمون د معافيت سيسټم پاروي او تنبيه کوي يې او له همدې امله ممکن د روماتوئيد ارټرائټيس يا د بندونو روماتيزم مخه نيسي.
بېلا بېلې پايلې او نتيجې:
د روماتيزم د څېړنو د کمپاين طبي مشر پروفيسور الن سيلمن وويل، چې دغو څېړنو له پخوانيو څېړنو څخه مختلفې نتيجې په لاس راوړې دي.
هغه وايي: ( په پخوا وخت کې موږ تی ورکول د روماتيزم لپاره د خطر يو فکټور ګاڼه هغه هم په يوه کوچنۍ ډله ښځو کې، چې له لومړي ماشوم زېږېدلو لږ وروسته ورته پيدا کېږي.
دلته يو لږ شانته اختلاف تر سترګو کېږي او يو اوږد مهاله خطر ګڼل کېږي. په بل ډول باندې بايد داسې وويل شي، هغه ښځې، چې خپلو ماشومانو ته تی ورکوي هغوی ممکن د روغ ژوند لپاره وهڅوي د هغو ښځو په نسبت، چې تی نه ورکوي خو موږ يې په ميکانيزم باندې نه پوهېږو، چې په بشپړ ډول يې روښانه کړو او په دې برخه کې دومره کافي کار هم نه دی شوی.)
د روماتيزم د يو داوطلب مرکز ډاکټرې مېرمن راچيل هانس وويل: ( ددې څېړنو په زړه پورې او حيرانونکې پايلې ښيي، چې څومره موږ نور هم اړتيا لرو ترڅو پدې ناروغۍ او لاملونو يې بايد پوه شو.)
خو هغې زياته کړې: ( دا مهمه ده، چې ښځې داسې حس کړي، چې دوی ښه پېژندل شوې لاره د ځان لپاره ټاکلې ده او د هغې په بنسټ سره د خپل ژوند روغتيا ساتلی شي او د تي ورکولو په ټولو اړخونو باندې يې ځان پوه کړي.)
ماشومانو ته د خوړو په اړه يوې سروې، چې پروسږ کال د می په مياشت کې خپره شوې وه راغلي، چې ډېری ښځې د حکومت له لوري په ورکړل شويو لارښونو باندې عمل کولو کې پاتې راغلې دي، چې په سلو کې له يوې څخه هم لږ ښځې له زېږون څخه وروسته تر شپږ مياشتو پورې خپلو ماشومانو ته تی ورکوي.
دا په داسې حال کې ده، چې په بريټانيا کې ۷۶ ٪ ښځې خپلو ماشومانو ته تی ورکول پيل کړي دي – دغه اندازه له ۲۰۰۰ ز کال څخه را پدې خوا ۷ ٪ زياته شوې ده - ډېری يې بيا په څو اونيو کې دننه له پوډري شيدو څخه ګټه پورته کوي.
له نيمايي څخه لږ ميندې تر هغه پورې خپل ماشوم ته تی ورکوي، چې ماشوم يې د شپږو مياشتو شي خو بيا يواځې څلورمه برخه يې له شپږو مياشتو وروسته هم تی ورکوي.
څېړنو د اميندوارۍ ضد ګوليو رول ته هم کتلي دي، چې پخوا وخت کې د روماتيزم د خطر په کمولو کې ور باندې حساب کېده.
داسې ګڼل کېده، چې دغه د اميندارۍ ضد ګولۍ يو خوندي رول لري دا ځکه چې دغه ګولۍ هم هغه هورمونونه په ځان کې لري، چې د اميندارۍ پر وخت د ښځو په وينه کې يې کچه لوړېږي.
خو دغې څېړنې په لاس راوړي دي، چې کومې ګولۍ د اميندوارۍ د نه کېدو له امله د خولې له لارې اخيستل کېږي هغه نشي کولی، چې ښځې د روماتيزم له ګواښ څخه وژغوري.
پای