د شنډو مېرمنو لپاره ښه خبر: له پيوند شوي تخمدان څخه ماشومه وزېږېده

November 18, 2008 – 2:30 pm

د اکتوبر ۱۶ کال ۲۰۰۸

ژباړه: له بي بي سي ويپاڼې څخه

هغې ښځې، چې په لومړي ځل ورته بشپړ تخمدان پيوند شوی و د خپلې لور د پیدا کېدو په اړه خبرې کړې دي.

تېر کال ( سوزان باتشر) نومې ښځې ته د هغې د خپلې خور يو تخمدان پيوند کړل شو. دا ځکه چې د هغې عمر زيات شوی و او د ماشوم د پيدا کېدو تمه يې پرې شوې وه او په دې کار سره هغې دا توان پيدا کړ، چې د ماشوم مور شي.

د سوزان لور ، مايا نومېږي، په اصل کې د هغې خورزه هم کېږي، چې د نومبر د مياشتې په يوولسمه د لندن په پورټلنډ روغتون کې وزېږېده.

۳۹ کلنې سوزان د ډيلی ټلګراف ورځپاڼې ته وويل، چې لور يې يوه ( معجزه ) ده.

هغې وويل: ( تر اوسه مې باور نه راته، چې زه به لومړۍ ښځه و اوسم، چې د بشپړ تخمدان له پيوند څخه وروسته به د ماشوم مور شم خو زه ډېره زياته یواځې د ډاکترانو منندويه يم، چې په دې کار کې يې له ما سره مرسته وکړه او له خپلې خور څخه هم مننه کوم، چې خپل يو تخمدان يې ماته ډالۍ کړ. )

سوزان خپله خبره داسې وغځوله: ( زه ډېره خوشبخته يم، چې داسې يو فوق العاده فرصت راته را کړل شو. داسې فرصت، چې د بشپړوالي احساس راکوي. په لومړي ځل مې، چې خپله لور ولېده نو په سترګو کې مې اوښکې راغلې. هغه په واقعيت کې يوه معجزه ده. )

پايلو ته هيله

کله چې د ميرمن باتشر د اميندوارۍ دوره بشپړه شوه نور نو ډاکټرانو د زېږون دردونو ته ونه کتل او د سيزارين جراحي عمليات يې ورباندې ترسره کړ.

هغې ډيلي ټلګراف ورځپاڼې ته وويل، چې زما د اميندوارۍ او د زېږون داستان به شنډو او ناهيلو مېرمنو ته ډېر په زړه پورې وي.

مېرمن باتشر د المان ده، مېړه يې سټیفن نومېږي، چې د څلويښتو کالو دی. هغه د خپل واده نه دولس کاله وروسته متوجه شوه، چې ماشومان يې نه کېږي خو دوی دواړه په لومړي ځل د تخمدان له پيوند څخه وروسته په طبيعي ډول د ماشوم لرونکي شول.

د تخمدان پيوند يې د ډاکټر ( شرمن سيلبر) له لوري ترسره شوی دی. هغه د امريکا په ميسوري ایالت کې د سن لوئيس اميندواره کېدو په مرکز کې کار کوي.

هغې وړاندې تر دې د تخمدان د يوې برخې پيوند ترسره کړی و خو سوزان هغه لومړی مېرمن ده، چې د بشپړ تخمدان پيوند ورته په لومړي ځل شوی دی.

ډاکټر سيبلر د امريکا د ناميندوارۍ د درملنې د متخصصانو ټولنې يوه کنفرانس ته، چې اونۍ وړاندې په سانفرانسيسکو کې تر سره شو د سوزان د لور د زېږېدو زېری ورکړ.

هغه د کنفرانس ګډون کوونکو ته وویل داسې احتمال شته، چې د بشپړ تخمدان پيوند به د تخمدان د لږې برخې له پيوند څخه ډېر دوام وکړي او ممکن ددې امکان رامنځته کړي، چې د ښځو تخمدانونه د زيات وخت لپاره د هغوی له بدن نه بهر وساتل شي.

هغه وويل داسې امکان ددې سبب ګرځي، چې ښځې نور له دې ونه ډارېږي، چې د عمر په لوړېدو به د دوی د ماشوم زېږولو توان له منځه ولاړ شي او  کولی شي چې په خوښۍ سره د ډېر وخت لپاره هم د ماشوم مور و اوسي. 

پايله

په نړۍ کې ډېرې داسې مېرمنې شته، چې ماشومان نه لري او شنډې يې بولي. د طبي کتنو څخه وروسته ورته داسې جوته شوې وي، چې ستونزه د ښځې په مېړه کې نه بلکې د هغې خپل تخمدانونه د کار نه وي. نو په تېر وخت کې خلکو زياتې هلې ځلې کولې ترڅو دا ستونزه هواره کړي. خو دا اوسنی خبر په رښتيا هم ډېر ښه خبر دی او په ځانګړې توګه شنډو ښځو ته. په دې خبر سره په زبات ورسېده، چې تخمدان هم د نورو غړیو په څېر پيوند کېدلی شي او لکه د خپل هغه په څېر کار کولی شي. نور دې شنډې ښځې نه ناهيلې کېږي. دوی کولی شي، چې ځان ته له بلې ښځې څخه تخمدان واخلي او بيا يې ځان ته پيوند کړي البته دا کار هم د هر چا تر وس پوره نه دی خو بيا هم ښه شوه، چې دا امکان هم خلکو ته په ګوتو ورغی.

پای

Sorry, comments for this entry are closed at this time.