د مېوو او سابو سرطان ضد اغېز په ګوته شو

March 28, 2009 – 11:21 am

انډيپينډينټ ورځپاڼه

نېټه: جمعه د مارچ ۲۷ کال ۲۰۰۹

ساينس پوهان وايي، چې په خوړو کې مېوه او سابه او په ځانګړي ډول طبيعي سابه کېدلی شی انسان له سرطان او د زړه له ناروغيو څخه خوندي وساتي او دا کار داسې دی لکه چې څوک د همدې ناروغيو د مخنيوي لپاره هره ورځ د اسپرين درمل په لږه اندازه وخوري.

 

دا مالومه شوې، چې مېوه او سابه په زياته کچه د سليسليټ په نوم يوه ماده په ځان کې لري او دا هغه ماده ده، چې په اسپرين درملو کې هم شته او د التهاب ضد ځانګړتيا لري. سابه خواره کسان په دې پېژندل شوي، چې په هغوی کې د سرطان پېښې کمې دي او هم يې په بدن کې د سليسليټ ماده زياته ده.

د ډېری سوپر مارکيټونو په تاخچو کې سابه او مېوې پيدا کېږي، چې هغوی ته مصنوعي سرې ورکړل شوي وي خو په هغو کې د سليسليټ اندازه له هغو نورو لږه ده، چې په طبيعي ډول سره پاخه شوي وي.

ددې مادې او د سرطان نه د مخنيوي ترمنځ ممکنه اړيکه د اسپرين درملو له څېړنې څخه وروسته رامنځته شوه او دا څېړنه د لانسيټ په طبي ژورنال کې چاپ شوې ده. په هغې څېړنه کې ويل شوي وو ډېری بوټي او ګلان له سليسليټ مادې څخه بډايه دي. دا څېړنه ممکن په نړيواله کچه د سرطان د پېښو په اختلاف کې ښه مالومات وړاندې کړي. يانې په ځينو ځايونو کې، چې د سرطان پېښې لږې دي ممکن هغه خلک له سبزيو او مېوو څخه ډېر کار اخلي.

څېړونکو دا هم ويلي دي، چې د سرطان په وړاندې تر نن پورې په انتي اوکسيډانټونو باندې څېړنو ته ډېر پام کېده خو داچې په مېوه او سابو کې سليسليټ ماده شته نو ممکن د سرطان په وړاندې ډېر ستر رول ولري.

ډاکټر پيټر آيلووډ، چې د کارډيف په پوهنتون کې د څېړونکو د ډلې مشري کوي وايي: زه فکر کوم دا ډېره په زړه پورې برخه ده او بايد په ژوره توګه ورکې څېړنې ترسره شي.

هغه زياته کړه: په تېرو شلو کلونو کې ډېری طبي ارګانونو ويل، چې مېوې او سابه د انتي اوکسيډانټونو له امله د سرطان د مخنيوي ځانګړتيا لري او ورباندې حساب کېده. دا څېړنه موږ ته ښيي مېوې او سابه، چې څومره ګټور اغېز لري دا يې د سليسليټ د شتوالي له امله دی .

سليسليټ ماده په لومړي ځل د شلمې پېړۍ په لومړيو کې په ځمکني توتو کې وموندل شوه او بيا په طبيعي ډول په نورو ډېرو بوټو کې هم ترسترګو شوه.

د همدې مادې رول د غټو کولمو د سرطان په را کمولو کې پخوا تر څېړنو لاندې نيول شوی و، چې د انسان بدن له مختلفو سرچينو څخه په لاس راوړه خو ددې مادې هغه احتمالي اندازه، چې په روغتيا باندې ښه اغېز کوي په اسانه توګه نشي اندازه کيدلی.

پای

Sorry, comments for this entry are closed at this time.