د ماشومانو لپاره د اکو بکو موزون کلام

April 7, 2009 – 11:51 am

ليک: ډاکټر عطا الله زيارمل

د اکو بکو موزون کلام هم فلکلوريکه بڼه لري او د ډېری پښتنو ميندو په ژبه اوړي او را اوړي. که د اکو بکو نظم ته وکتل شي نو په لږ توپير سره نور ډېری برخې يې يو شان دي. په لاندې کرښو کې تاسو ته هغه اکو بکو وړاندې کوم، چې زموږ په سيمه کې يې خلک ماشومانو ته وايي:

 

اکو بکو ، سر سيندکو

غوا مې لاړه په ترپکو

اباسين بيالې بيالې

تورې غاړې امېلې

زلمی ناست دی په دوکان

غشی ولي په ميدان

دا ميدان داسې ښکارېږي لکه ستوری د اسمان

په اسمان کې کټوری ده

کټوري کې اور بلېږي

( زما د ورور يا د ماشوم نوم اخيستل کېږي) ناوې جوړېږي

په پای کې ماشومان دغه د لاس په پړکولو سره بدرګه کوي

 

ګرانو لوستونکو! که تاسو له پورته اکو بکو څخه پرته په بل ډول ماشومانو ته اکو بکو واياست نو هيله ده، چې د تبصرو په برخه کې يې وليکئ ترڅو په دې ډول سره نور هم ترې خبر شي او په ټوله کې دغه فلکلوريکه سندره خوندي شی.

پای

Sorry, comments for this entry are closed at this time.