د ماشومانو لپاره ستاينې او شعرونه:

April 8, 2009 – 1:43 pm

ليک: ډاکټر عطا الله زيارمل

په پښتو کې داسې نظمونه او موزون کلامونه  شته، چې په پښتنو کې عموميت لري او ډېری ميندې يې خپلو ماشومانو ته د هغوی د خوشالتيا او يا هم تشويق لپاره وايي. دا ډول موزون کلام ستاينې بولي. په راتلونکي کې به کوښښ وکړم ترڅو تاسو ته زياتې ستاينې را ټولې او د لوستلو لپاره يې درته وړاندې کړم. پدې کار سره به وکولی شم ترڅو د پښتو دغه موزون کلام، چې د زياتو ميندو په خولو دی راټول او د راتلونکې لپاره يې خوندي کړو. د ستاينو  څو نمونې په لاندې ډول دي:

۱)        کله چې ماشوم د مور په غېږ کې غلی پروت وي او مور يې غواړي د هغه پام خپل ځان ته را واړوي نو ورته لاندې ستاينه راوړي. په دې ستاينه کې د جبارخېلې يادونه شوې او داسې ګڼل کېږي، چې پخوا د خلکو تر منځ د جبارخيلو د پېغلو د ښايست کيسې کېدې نو ځکه دغه ستاينه هم پدې باره کې جوړه شوې ده:

پورې په پسته

زوی مې ناوې راوسته

خويندې يې ور جيګې سوې

دغه چيته وه پسته

ښه ښه ده، زويه ښه ده!

بله به وکې جبارخېله ښايسته

په خوله کې يې غاښ واړه، خوله يې پسته

 

««««»»»

 

۲)        مور په دې ستاينه کې د خپل زوی له شوخۍ څخه سرټکوي او په ستاينه کې داسې وايي:

ډنګ ډنګ دوه تاره

دلته مه راځه بکاله

( د ماشوم نوم) مې ده بدانه

ترازو به دې کړي ورانه

 

««««»»»

 

۳)        پدې لاندې ستاينه کې مور د خپل زوی د زړورتوب او مېړانې ستاينه کوي، چې ان خور يې هم د هغه په قوت او غښتلتيا باندې د اعتراف په ډول په هغه غږ کوي او ورته د ټول ښکار د راوړلو غوښتنه کوي:

پورې په ډګري

يوه مسته رمه څري

دا زوی مې توپچي ده

يوه يې وويسته په لري

خور يې پسې نارې کړې

مه يې کولمې پرېږده مه لري

 

««««»»»

 

۴)        داهم يوه بله ستاينه، چې مور يې د خپل زوی او لور په ستاينه کې وايي:

دۍ دۍ دۍ

په غرو را وختې غدۍ

مخکې يې ( د ماشوم نوم) و،

تور توپک رڼې کېڅۍ

ورپسې يې ( د خور نوم يې) خور وه

تور اوربل سپينې روپۍ

 

هيله ده، چې تاسو خپل نظر ددې ستاينو په اړه را واستوئ او که کومې ستاينې مو په ياد وي نو ستاسو له نوم سره به يې يو ځای خپرې کړو او هم به ددې ستاينو برخه نوره هم درنه شي.

پای

Sorry, comments for this entry are closed at this time.