آزاد نظم

November 15, 2009 – 7:12 pm

ژوند څه دى؟

ژوند يوه معما ده

له ټول عالم نه لرې

د انسان له ذهن لرې

که هر څو پسې لټون کړو

نو به دې پايلې ته رسو

چې ژوند داسې پديده ده

يوه داسې ترانه ده

لا تعريف يې څرګند نه دى

لا يې راز همداسې پټ دى

دا نو څه دي؟

دا د چا ورکړه تحفه ده؟

 

× × ×

تاسو وګورئ انسان ته

يو ځل داسې چارې وکړي

چې د نورو کائيناتو

د لسګونو مخلوقاتو

بڼې و حال ته بدلون ورکړي

د نورو د هستۍ

او د مستۍ په راز ځان پوه کړي

خو چې بيا کله راستون شي

او له ځانه تپوس وکړي

چې دا ته په څه خوځېږې؟

دا ته په څه مستېږې؟

نو بيا دومره ځان عاجز کړي

چې د ځان د ځواب نه وي

 

× × ×

 ژوند څه دى؟

بس د څو سلګيو نوم دى

 

× × ×

خلک دومره پوهېدلي

چې د ژوند په ترکيب پوه دي

دا ترکيب ته يې که ځير شو

نو يې ټول توکي هرچېرته

په څو ډوله ، په څو رازه

پيدا کېږي او هم شته دى

سليم عقل خو ، وايي

دا د ژوند توکي

په خپله نه ګډېږي

داسې لاس ورته په کار دى

چې يې وپېيي په نظم

هغه نظم چې پيدا ترې

دا ژوندن دى

 

× × ×

ځينې خلک دا باور کړي

چې دا ټول شيان پخپله

را پيدا دي او ژوندون کړي

که بيا وپوښتې له دوي نه

دا شيان نو په دې رنګ

او په دې طرز 

چا دي سم کړي؟

دا ځواب دوي ته مشکل دى

نو بيا ځکه

 چوپه خوله پاتې شي دوى ټول

 

× × ×

ژوند څه دى؟

يوه څړيکه ناکراره

 

× × ×

که موږ ټول توکي د ژوند

سره را ټول کړو له يوه مخه

او هم ټول شرايط سم کړو

او چې ټولې هڅې وکړو

نو به هيڅ په لاس را نشي

بس همدا ځواب

چې وايي:

ژوند يوه معما ده

بل څه نه دى!

خو بس ورکړه د مولى ده

 

زيارمل

Sorry, comments for this entry are closed at this time.