Archive for the ‘مـا شــــوم سـاتنه’ Category
Wednesday, May 7th, 2008
ستاسو ماشوم اوس يو کلن شوى دى. ټول هغه مهارتونه، چې نوموړي د تېرو مياشتو په اوږدو کې تر لاسه کړي دي هغه د بشپړېدو په حال کې دي. اوس تاسو هم د ماشوم روزونکي او هم څارونکي ياست او حالات به په ډېره بېړه سره بدلون ومومي.که ستاسو ماشوم ...
Posted in مـا شــــوم سـاتنه | 18 Comments »
Wednesday, May 7th, 2008
ډېرى ماشومان پدې عمر کې خپلې لومړنۍ کليمې بيانوي سره ددې، چې يو شمېر ماشومان دغه کار په ٩ مياشتني عمر کې او بيا نر يې په ډېر ځنډ تر يو کلنۍ پورې ترسره کوي. دا به تاسو ته د حيرانتيا خبره وي، چې هغه نوى زېږېدلى ماشوم پخوا يې ...
Posted in مـا شــــوم سـاتنه | 26 Comments »
Wednesday, May 7th, 2008
ارومرو به تاسو تر دې وخته پورې درک کړې وي، چې ماشوم د يوې ځانګړې شوخې طبعې خاوند وي. کله چې ماشوم د لسو مياشتو شي بيا نه يواځې دا چې له تاسو سره په لوبو کولو سره خوشالېږي بلکې په خپلو خنداګانو او ټوپونو سره لوبه نوره هم تودوي. ...
Posted in مـا شــــوم سـاتنه | 26 Comments »
Sunday, February 10th, 2008
پدې عمر کې ماشوم له خپل ځانه د هغو کسانو په وړاندې ډول ډول رفتارونه ښيي چې د هغه په شاوخوا کې وي. د زېږېدو له نېټې څخه وروسته د عمر په لومړيو مياشتو کې په ټول احساس سره دوستي کوي خو کله چې بيا د اتو مياشتو شي نو ...
Posted in مـا شــــوم سـاتنه | 61 Comments »
Sunday, February 10th, 2008
کله چې ماشوم دا زده کړي چې له يو ځاى څخه بل ځاى ته ځان رسولى شي او په خاپوړو پيل وکړي نو پدې وخت کې يوه نوې نړۍ تجربه کوي. د ماشومانو خاپوړې يو ډول نه وي هر ماشوم په ځانګړي ډول سره خاپوړې کوي. ځينې په دواړو لاسونو ...
Posted in مـا شــــوم سـاتنه | 21 Comments »
Sunday, February 10th, 2008
ماشوم چې کله د شپږو مياشتو شي نو بيا د هغو شيانو په هلکه زياته لېوالتيا ښيي، چې په شاوخوا کې يې ترسره کېږي. ماشوم پدې وخت کې کولى شي، چې د غږ لورته په ډېره چټکۍ سره خپل سر تاو کړي او يو زيات وخت د هغو شيانو په ...
Posted in مـا شــــوم سـاتنه | 16 Comments »
Sunday, February 10th, 2008
په ماشوم کې د لومړيو مفاهيمو د درک کولو وړتيا زياتېږي ، هغه په چټکه توګه سره فکر کوي. ويل کېږي چې کله يو ماشوم نوى وزېږي نو پنځو څخه تر لسو دقيقو پورې وخت ته اړتيا ده چې دغه ماشوم په يو نوي شي باندې عادت شي ، خو ...
Posted in مـا شــــوم سـاتنه | 9 Comments »
Sunday, February 10th, 2008
ستاسو ماشوم په دې موده کې چټکه وده کوي. اوس په دې وخت کې ستاسو ماشوم د زيات وخت لپاره ويښ پاتې کېږي او غواړي چې تاسو ورسره وغږېږئ او ورسره ساده لوبې ترسره کړئ. تاسو کولى شئ چې له ماشوم سره د زيات وخت لپاره واوسئ او په دې ...
Posted in مـا شــــوم سـاتنه | 18 Comments »
Sunday, February 10th, 2008
ماشوم په دې عمر کې دخپل سر حرکتونه کنټرولوي. همدارنګه د ماشوم ورمېږ (غاړه) غښتلى کېږي چې په دې سره ماشوم کولى شي چې خپل سر شاوخوا ته تاو کړي او هم مختلفو شيانو ته وګوري.
ماشوم د ځان په پېژندلو باندې پيل کوي ، په ساعتونو ساعتونو له خپلو ګوتو ...
Posted in مـا شــــوم سـاتنه | 53 Comments »
Sunday, February 10th, 2008
ستاسو ماشوم په ډېره چټکۍ سره وده کوي. ځينې اوازونه له ځان سره کوي چې په دې کار سره غواړي له تاسو سره وغږېږي ، سره ددې چې تاسو ورته پام نه کوئ. هر نوى اواز چې له ځانه يې جوړوي ماشوم ته يوه نوې تجربه په لاس ورځي چې ...
Posted in مـا شــــوم سـاتنه | 26 Comments »