Archive for December, 2007
Saturday, December 29th, 2007
يادونه : د ماشوم روزنه د هغه کتاب نوم دى چې له پاړسي ژبې څخه را ژباړل شوى ترڅو لوستونکي يې ولولي ، له تجربو څخه يې ګټه پورته کړي او په راتلونکي کې خپل ماشومان د هغو په رڼا کې وروزي.
په درنښت
زيارمل
د کتاب په اړه مالومات:
د کتاب نوم:بهترين روشهاى ...
Posted in مــا شــــوم روزنه | Comments Off
Saturday, December 29th, 2007
زمين الله وثيق
مونږ د پښتو او د عزت وږي يو
داسې خو نه چې د دولت وږي يو
له تريو تندي سره مو نه لګېږي
غاړه غړۍ د محبت وږي يو
لکه د زرکې غوندې ورو ورو په ناز
راشه ، د داسې حرکت وږي يو
نور مو نفاق نه زړه په چاود راغلى
د ورورولۍ ژوندون ته ...
Posted in شــعـــر او ادب | Comments Off
Saturday, December 29th, 2007
د بلادون د الکلوئيدونو له ډلې څخه دي ، او د محيطي او مرکزي موسکارينيکو آخذو نهى کوونکې اغېزې لري. د تاثير او اغېز ميکانيزم يې څه په دارنګه دي چې ، نوموړي درمل په اړوندو آخذو کې له اسيتايل کولين سره سيالي کوي او هڅه کوي د هغه ځاى ...
Posted in درملپوهنه يا فارمکولوژي | Comments Off
Saturday, December 29th, 2007
نوموړي درمل د پاراسمپاتيک متضادې اغېزې لري او په اړوندو آخذو کې د اسيتايل کولين اغېزې له منځه وړي. څرنګه چې وړاندې ياد شول ، د پاراسمپاتيک سيسټم کې د کولينرجيک عصبو په وړاندې دوه ډوله آخذې شته چې يو يې موسکارينيک او بل يې نيکوتينيک نومېږي. همدارنګه پاراسمپاتيک نهى ...
Posted in درملپوهنه يا فارمکولوژي | Comments Off
Saturday, December 29th, 2007
دا څه ډول ناروغي ده؟
دا يو داسې حالت دى چې په ترڅ کې يې د مهبل د شاوخوا عضلات په خپل سر يانې په غير ارادي ډول سره تقلص کوي او ددې تقلص په پايله کې جنسي اړيکه دردناکه او يا خو يې بېخي امکان له منځه وړي.
له څه نه ...
Posted in نـا روغۍ او درملـنې | Comments Off
Friday, December 28th, 2007
په ښوونې او روزنې کې يو مثبت بدلون د ماشومتوب دورې ته په درنه سترګه کتل دي.
دغه دوره له ځانګړي اهميت څخه برخمنه ده او د انسان د شخصيت خټه معمولاً په همدې
دورې کې سره سمېږي.
په تېرو زمانو کې د انسان په سرنوشت کې ددغې دورې اهميت او رول ته ...
Posted in مــا شــــوم روزنه | Comments Off
Friday, December 28th, 2007
په ځانګړي ډول د اميندوارۍ په دوران کې د ټوکسوپلازموزس له سرچينو څخه بايد مېرمنې ځان وژغوري ځکه چې دغه ناروغۍ د ماشومانود سقط ( اوچونکى يې هم بولي) يو څرګند لامل دى.
ټوکسوپلازموزس يوه انتاني ناروغي ده چې د ټوکسوپلازما ګاندي د پرازيټ په وسيله رامنځته کېږي. کله چې يو ...
Posted in نـا روغۍ او درملـنې | Comments Off
Friday, December 28th, 2007
ساينس پوهانو ويلي ، هغه کسان چې زيات چاغ وي هغوي د نورو په نسبت په سلو کې ٥٠ زيات د ساه لنډۍ په ناروغۍ د اخته کېدو له ګواښ سره مخامخ دي.
له بي بي سي څخه
نېټه: 2007/04/03 00:25:11 GMT
د امريکې د تنفسي او بېړنيو پېښو ژورنال راپور ورکړى چې ...
Posted in روغـتيايي روانې چارې | Comments Off
Friday, December 28th, 2007
د مى ١٨ مه کال ٢٠٠٧م
له ټايمز اف انډيا څخه
لندن: برتانوي ساينس پوهانو (پلاستيکي مصنوعي) وينه منځته راوړې ، هغوي دعوه کړې چې د طبيعي وينې ځاى به ونيسي چې دغه مصنوعي وينه به په آسانۍ سره ساتل کېږي او کېدلى شي چې په جګړه ايزو شرايطو کې ...
Posted in نــوې څــــېړنې | Comments Off
Friday, December 28th, 2007
برتانيوي ساينس پوهانو په لومړي ځل د سټيم له حجراتو څخه د زړه يوه برخه منځته راوړه
دوشنبه: د وري ١٣مه کال ١٣٨٦ل
اخيستنه له: بي بي سي ويبپاڼې څخه
ښاغلي مګډي يعقوب د زړه جراح دى او هم د نوموړې ډلې د پوهانو مشري په غاړه لري وويل: ډاکټران به وکولى شي ...
Posted in نــوې څــــېړنې | Comments Off