د ۳ ورځو ټلوېزیون کتلو څخه وروسته نړیوال ریکارډ مات کړل سو

September 6, 2009 – 1:35 pm

ژباړن  : مختار احمد احسان

۲۸ کلن ځوان ايفرايم په پر له پسې توګه سره د ۸۶ ساعتونو ټلویزیون کتلو څخه وروسته چي تر ۳ ورځو زیات وخت دئ د هندوستان د یوه اوسېدونکي نړیوال ریکارډ مات کړ.

نوموړي د ۳ ورځو په جریان کښي مجموعا ۶ ساعته تفرېح کړې چي ددې جملې څخه یې ۴۵ دقيقې يا ۳ پاوه خوب کړئ دئ . ددې نړیوال ريکارډ په ماتولو کښی د ايفرایم سره ترڅنګ شل کلن میشیل او ۳۰ کلن ياکو برخه اخيستې وه چي میشیل د ۴۰ ساعتونو څخه وروسته ناکام او یاکو د ۷۲ ساعتونو څخه وروسته ناکام سو او په دې سره ونه توانېدل چي تر پایه پوري ويښ پاته سي .

د ۸۶ ساعتونو په جریان کښي ایفرایم او دوه نور ګډون کونکي د موظف کس تر څارني لاندي وه او همداشان ددوی د صحي وضعيت د پاملرني لپاره ۳ ډاکټران هم موجود وه .

ایفرایم وايي چي ددې کار ترسره کول ډېر مشکل وو او هغه په درېېمه ورځ دا فکر کاوه چي ناکامه به سي ولي چي د نوموړي تر سترګو هر انځور ډبل يا دوه ځلي ښکارېده خو د ډېر کوښښ کولو څخه وروسته یې ریکارډ مات کړ . ایفرایم د ریکارډ ګټلو څخه وروسته سمدستي ویده سو او د ویدېدلو څخه مخکي يې دا هم وویل چي نوموړی به راتلونکې میاشت هیڅ ټلوېزیون ونه ګوري .

Post a Comment