یو جرمنی محصل د بایسکل چلولو څخه منع کړل سو
November 29, 2009 – 3:37 pmمختار احمد احسان
یوې جرمنی محکمې خبر ورکړئ دئ چي کریسټوفر هاهن دي ۱۵ کاله بایسکل نه چلوي . دا په دې چي نوموړی د شراب څښلو له امله دبایسکل چلولو پر مهال نشه وو چي دپولیسو لخوا کنټرول سو .
د ګیئسن دښار اوسېدونکی کریسټوفر هاهن چي څلوریشت کاله عمر لري د 2008 زېدیز کال په جون کښي هغه مهال نشه ونیول سو چي دیوې پارټی څخه وروسته دکور په لور روان وو . نوموړی هغه وخت ۵۰۰ یورو جریمه کړل سو او همدارنګه که د اوس څخه وروسته هروخت بیا د بایسکل چلولو پر مهال ونیول سو نو به ۲۵ یورو جریمه کيږي .
هاهن ددې کال د مارچ په میاشت کښي د یوې روحي څيړني لپاره باید ۵۰۰ یورو تحویل کړي وائ خو نوموړی ددې مبلغ پیسو د نه تحویلولو څخه وروسته ۱۵ کاله د بایسکل چلولو څخه منع کړل سو .
جرمنی ورځپاڼي “بیلد” لیکي : “هاهن کولائ سي چي اس وچلوي”. خو ویل سوي دي چي هاهن د اس د وريښتانو سره حساسیت لري چي له امله یې اس نه سي چلولائ .
.