[کينټ کوچ] ۳۲۰ کيلو متره په هوا کښي روان وو
July 8, 2008 – 6:45 amد بوغيانو څخه زياتره وخت په مېلو او ښاديو کښي استفاده کيږي مګر يو امريکايي سړی بوغياني د يو بل شي لپاره استعمالو
ي .
۴۸ کلن (کينټ کوچ) په داسی حال کښي چي تر ۱۵۰ زياتي دهېلييوم په غاز پړسولي بوغياني يې دخپلي باغچې په چوکۍ پوري تړلي وې د يکشنې په سهار وختي داورګن ايالت چي دامريکا په شمال ختيځ کښي موقعيت لري په هوا سو. ده غوښتل چي ۵۰۰ کيلومتره فاصله ووهي، څو چي اخير د آډهو د بوييزي په ښار کښي دنهو ساعتونو څخه وروسته چي د ۳۲۰ کيلومترو په شااوخوا کښي کيږي کښته سو. نوموړي پدغه دريیم ځل د پراشوټ څخه ماسېوا د اوبو ترڅنګ ټوپک هم د ځان سره وړي وو؛ څوکه اړتپا وي اپه کښته کولو کښي بوغياني په وچوي .
دده لومړی ځل په ۲۰۰۶ عيسوي کال کښي وو چي بايد په کښته کولو کښي يې پراشوټ کارولئ وائ او دوهم ځل يې په کال ۲۰۰۷ عيسوي کښي وو چي ۳۰۰ کيلومتره يې په هوا کښ
ي مزل وواهه .
ده ته دا نظر د يو امريکايي تلويزيوني نندارې دکتلو په جريان کښي پیدا سو. چي په نوموړي تلويزيوني ننداره کښي يو سړي په کال ۱۹۸۲ ميلادي کښي پر يوه چوکۍ چي بوغياني يې پر تړلي وې پر لاس انجيلس ور په هوا سو.
خو دی اوس په دې کار کښي کامیاب سوئ او بې حده زيات خوښ دئ. دی وايي چي په هوا کښي آرامي او چوپتيا خورا ښه خوند کاوه او زياتوي چي: ” که چيري وخت او پيسې ولرم؛ نو هره هفته به يواري الوزم . ”
يادونه: دنوموړي موضوع ويډيو په لراوبرډاټ کام کښي کتلائ سی.
ژباړه: مختار احمد احسان
Sorry, comments for this entry are closed at this time.