يوې مېرمني درې ورځي په واوره کښي تيري کړې – ويډيو
December 24, 2008 – 9:28 pmژباړه : مختار احمد احسان
تېره جمعه د کاناډا د اونټاريو په ولايت کښي يوې ۵۵کلني ښځي (ډونا مولنر) د واوري په يو ناڅاپي توپان کښي درې ورځي تر واوري لاندي تيري کړي دي .
نوموړې مېرمن د ژغورونکو د روزل سويو سپيو په مرسته پداسي حال کښي وموندل سول چي په منفي ۱۶ سانتي ګرېد درجو کښي تر ۶۰ سانتي مترو پوري په واوره کښي پټه وه او يوازي يې سر معلومېدئ .
نوموړې مېرمن چي اوس په روغتون کښي تر درملني لاندي ده دډاکټرانو په وينا يې باید د ژوند ژغورلو په خاطر پښې او لاسونه قطع کړل سي .
د ويډيو کتلو لپاره لاندي لينک کليک کړئ :
د وېډيو دپاره دلته کليک وکړئ 
