دمېرمني ځانوژني د خپل خاوند سر وخوړئ
March 28, 2009 – 6:04 pmژباړه: چوپان
دپنجشنبې په ورځ (26-03-2009) دچين دکووانژو په ولايت کښي یوخاوند وروسته له هغه مړ سو چي مېرمن يې له اووم منزل څخه د ځان وژني په نيت ځان لاندي را ګوزار کړ .
مخکي له دې چي مېرمن ځانوژنه وکړي، خاوند د خپلي مېرمني د ژغورلو په نيت په بېړه له اووم منزل څخه لاندي را کښته سو.
خو داچي مېرمن يې د ځان وژني ضد نيولې وه او د خپل ضد سره – سره يې بيا هم ځان د اووم منزل څخه لاندي را ګوزار کړ، نو مځکي ته تر رسېدلو نه مخکښي د خپل خاوند په خلاصه غېږه کښي ولګېدل چي خاوند يې ځای پر ځای ساه ورکړه او مېرمن يې سخته زخمي سول .
چينايي ورځپاڼه د پيښي د علت په اړه د ګاونډيانو له خولې ليکلي دي چي دوی دوستانه اړيکي نه درلودلې او هر وخت به يې جنګ او جدل وو؛ چي له امله يې داسي يوه ناوړه او زړه بوږنونکې پېښه رامنځته سول .