هالنډ الوتونکي موټران بازار ته وړاندي کوي – ويديو
April 27, 2009 – 1:21 pmژباړه : مختار احمد احسان
نن سهار دهالنډ د A1 پر لويه لاره باندي د لومړي ځل لپاره نوي الوتونکي موټران وازمويل سول . هالنډي کمپنۍ Pal-V چي نوموړې موټران يې توليد کړي په خپلو راپورونو کښي نويشته کوي چي په دریو کلونو کښي به دا ډول موټران بازار ته وړاندي کړي .
په څو کلونو کښي به په هالنډ کښي ددې موټرانو لپاره دلويو لارو په څنګ کښي پنځه شپېته هواي ميدانونه هم په پام کښي نيول سوي دي چيري چي به نوموړي موټران د اړتيا پر وخت خپل پروازونه تنظيموي .
که څه هم تر اوسه لا په هالنډ کښي نوموړو موټرانو ته په عامه توګه د تګ – راتګ اجازه نه ده ورکړل سوې خو ددې دپاره بايد قانوني مراحل طی کړل سي .

الوتونکي موټر د هليکوتر په شاني وزرونه لري چي کولائ سي د لويو لارو او عمومي سړکونو څخه يوازي د ګڼه-ګوڼي پر وخت مستقيماً په عمودي ډول سره والوزي .
ددې الوتونکي موټر قيمت دميانه او متوسطه موټرانو څخه لوړ نه دئ خو دموټر د عامه استعمال لپاره بايد د نورو موټرونو په څېر ځانګړی لېسنس واخستل سي .
د وېډيو دپاره دلته کليک وکړئ 