د نړی اووه عجایبي – لومړی برخه

December 30, 2009 – 3:39 pm

ژباړن : مختار احمد احسان

پخوانی اووه عجايبي

دنړۍ اووه عجايبي د نړۍ اووه نړيوالي ځانګړي معمارۍ دي .
يونانيانو ته د ۷ عدد یوه ځانګړې معنی درلودله چي دبيلګي په توګه سره ۷ سیارې ، ۷ بېلابېل رنګونه، ۷ داونۍ ورځي، ۷ ساينسونه او داسي نور  له ۷ برخو څخه تشکيل سوي شيان یادولائ سو. ځکه نو باید دنړۍ دډير و زیاتو عجایبو معماریو څخه يوازي  ۷ عجايبي  ټاکل سوي وائ، هغه وو چي ددې معماریو لپاره د ۷ تعداد وټاکل سو .
پخوانی اووه عجايبي د تاريخي او يا کلاسيکي عجايبو په نامه سره  هم ياديږي چي که څه هم دوې عجايبي د بابل اويزان باغونه او د خوفو هرم يې ديونانیانو لخوا نه وې جوړي سوي خو دا عجایبي په دې پکي شاملي وې چي د لوی سکندر لخوا يې د فتحه سویو سيمو د سرحدونو په دننه کي موجوديت درلود .
د پخوانيو ۷ عجایبو نومونه : 

۱.   په مصر کي د جیزه لوی هرم
۲.   په عراق کي د بابل اویزان باغونه
۳.   په يونان کي د زیوس (د یونانیانو رب الارباب) مجسمه
۴.   په ترکیه کي د آرتمیس معبد (کلیسا)
۵.   د “هالیکېړنېسکوس” په یوناني ښار کي د “ماوسولوس” مقبره
۶.   په یونان کي د رودس مجسمه
۷.   په مصر کي د الیکساندر برج

د منځنیو پېړیو (۵۰-۱۴۰ ع) اووه عجایبي

د نړۍ د ۷ عجایبو د زیاترو لیستونو په اړه ویل سوي دي چي دا عجایبي په منځنیو پېړیو کي موجودي وې . په دې ليستونو کي يادي سوي  زیاتره ودانۍ د منځنیو پېړیو څخه ډېر عمر مخکي جوړي سوي دي . د منځنیو پېړیو د ۷ عجایبو لیستونه په بېلابېلو نومونو سره نومول سوي دي، لکه :
- د منځنیو پېړیو عجایبي (په دې عجایبو کي د عجایبو تعداد نامعلوم و)
- د منځنیو پېړیو ۷ عجایبي
- د منځنیو پېړیو فکر او د منځنیو پېړيو د معماري فن عجایبي

د منځنیو پېړیو د ځينو بېلابېلو ۷ عجایبو نومونه :

۱.   په انګلستان کي سټونهېنج (Stonehenge)
۲.   د ايټالیا په مرکز روم کي کولوسیوم  (Colosseum)
۳.   په مصر کي د کوم هدیره
۴.    د چین په شمال کي د چین ستر دېوال
۵.   په چین کي د “پرسلاین” برج
۶.   په ترکیه کي هاجیه سوفیا
۷.   په ايټالیا کي د پیزا برج

اوسني (عصري) اووه عجایبي  

ګرانو لوستونکو ! په ډېر لنډ وخت کښي د لراوبر ویبپاڼي لخوا د (( د نړۍ اووه عجایبي )) په نامه یو نوی اثر پر لیکه کيږي چي کولائ سئ د ۷ عجایبو په اړه پاته معلومات هلته ترلاسه کړئ .

نور بیا …

  1. One Response to “د نړی اووه عجایبي – لومړی برخه”

  2. za tasse sakha deer zyat manandoy yom reshtea ham tase zyar gali tar so khpal site pazra pore karai

    مننه

    By محمدرفیع فراهی کندهار on Nov 19, 2009

Post a Comment