۷ کلن ماشوم په موټر کښي تښتېدلئ دئ

July 31, 2009 – 5:43 pm

ژباړه : مختار احمد احسان

يوه ۷ کلن امريکايي ماشوم چي کلیسا ته په تګ نه و راضي د خپل پلار په موټر کښي تښتېدلئ دئ چي د پولیسو لخوا په ډېر کم وخت کښي سمدستي تعقیب کړل سو .

۷ کلن ماشوم موټر ډېر چابک نه دئ چلولئ خو موټر يې خپل تر وس لاندي وو چي کنټرول يې کړي او د ټکر مخه ونيسي او همدارنګه فقط او فقط یو ځل پر سره اشاره تېر سوئ دئ .

څه وخت چي موټر ودرېدئ او پولیسو ماشوم وليدئ نو سخت حیران سول او ددوی په وینا ددې عمر یو ماشوم یې هيڅ وخت نه وو ليدلئ چي موټر چلوي .

Post a Comment