نړیوال ريکارډ : په نړۍ کښي تر ټولو غټ تريني سترګي

August 14, 2009 – 3:16 pm

ژباړونکی : مختار احمد احسان

کلاوډيو پینټو چي نوم يې په نړيوال ريکارډ کښي د تل لپاره ثبت سوئ دئ خپلي دواړي سترګي د سترګو د کاسو څخه ۴ سانتي متره (د یو نیم اینچ په شاوخوا کي) راايستلائ سي .

ډاکټران د نوموړي په اړه چي راز راز معایناتونه يې ورکړي دي خپله حیرانتیا ښیي او زیاتوي چي تر اوسه پوري يې هیڅ وخت دداسي یو چا په باره کښي څه نه اورېدلي دي او نه یې داسي يو څوک ليدلئ دئ چي خپلي سترګي دي دومره ډيري د سترګو د کاسو څخه راايستلائ سي.

کلاوډيو پینټو په برازیل کښي د میناس جېرایس نومي ولایت د بېلو حوريزنټو د ښار اوسېدونکی دئ چي وايي : ” دا د پیسو ګټلو تر ټولو ښه ترینه لاره ده. زه خپلي سترګي څلور سانتي متره یو دبله سره ليري کولائ سم او دا د ستر رب لخوا ماته یوه تحفه ده. د الله (ج) څخه راضي یم هغه دي راڅخه ناراضه نسي . ”

Post a Comment