يوه ايټالوي ۱۴۶،۷ میلیونه یورو وګټلې

August 22, 2009 – 11:06 pm

ژباړونکی : مختار احمد احسان

د شنبې په ماښام د جېکپوټ تر ټولو غټ ترین مبلغ په سوپرېنا ايټالوي لاټرۍ کښي راووت چي نړیوال ریکارډ یې هم مات کړ.
ايټالوي رسنۍ ANSA خبر ورکړئ دئ چي دلاټرۍ ګټونکی په ايټالیا کښي د ټوسکان ولایت د بېګنون نومي کلي اوسېدونکی دئ چي لاټرۍ یې په ۲ یورو رانیولې وه او په نتیجه کښي يې ۱۴۶،۷ میلیونه یورو وګټلې . تر اوسه پوري د ګټونکي نوم او د هغه په اړه نور معلومات تر مطبوعاتو پوري نه دئ رسېدلئ .
همداشان ویل کیږي چي د لاټرۍ دوهم ګټونکی د ايټالیا دولت دئ .

د اوس څخه مخکي په اروپا کښي د لاټریانو ترټولو غټ ترین مبلغ ۱۲۶،۲ میلیونه یورو وو چي د یوه هسپانوي لخوا د یورومیلیونز نومي لاټرۍ په رانیولو سره وګټل سو .

په ټوله نړۍ کښي په ډېر وخت کښي فقط او فقط یو ځل یو ډېر غټ مبلغ پیسې د لاټرۍ وګټونکي ته ورکول کيږي چي ددې جملې څخه یې د ۲۰۰۷ زېږدیز کال مبلغ ۱۵۷،۷ میلیونه یورو وو چي په امریکايي مېګامیلیونزلاټرۍ کښي راووتئ .

Post a Comment