چوپان

هک پک تیا : یوه سپي ۱۵۰۰۰ یورو قیمت لرونکی الماس وخوړئ
په امریکا کي د ” سولي ” په نامه یوه سپي د خپل خاوند د سرو زرو په دوکان کي د الماسو غمی تر ستوني تېر کړ; داد الماسو غمی ۱۵۰۰۰ یورو قیمت لري .

په دوکان کي د سرو زرو یوه متخصص د الماسو ددې ټوټې قیمت معلوموئ چي الماس یې دلاسه ولوېد. سپی چی متخصص ته نژدې وو ژر الماس په خوله کړ; خاوند یې وايي چي سپي فکر کاوه چي دا به الماس نه بلکي خواړه وي .

د پیښي څخه وروسته د “سولي” خاوند سمدستي د حیوانانو ډاکټر ته ټیلیفون وکړ او په دې اړه یې پوښتنه ترې وکړه چي خپل الماس څرنګه لاسته راوړلائ سي .

د حیوانانو ډاکټر ورته دا مشوره ورکړه چي د الماس د بیرته لاسته راوړلو لپاره په راتلونکو ورځو کي د سپي د تشناب تللو څخه وروسته په تشناب کي ټاکلئ ځای ښه څیړه .

تقریبا درې ورځي وروسته د ” سولي ” خاوند قیمتي الماس پیدا او په ځانګړو موادو سره یې بیرته د لمړي ځل په شاني ښایسته او ځلاند کړ .

ژباړه : مختار احمد احسان

یوه فیل د لومړي ځل لپاره دوه غبرګولیان زامن وزېږول
په نړۍ کي تر اوسه د فیل دوه غبرګولیان زامن نه وه زېږېدلي، خو د

شنبې په ماښام په تایلېنډ کي ” پېنګ تونګ کون ” نومي فیل دوه غبرګولیان زامن وزېږول

.  د لمړني فیل د زېږېدني څخه دوه ساعته وروسته د هغه کشر ورور وزېږېد.

ډاکټران وايي چي د غبرګولیانو فیلانو صحت ښه دئ او زیاتوي چي هر یو ۷۰ کیلوګرامه

وزن لري . پر نوموړو تراوسه نومونه نه دي ایښودل سوي .

د تایلېنډي مطبوعاتو د راپورونو له مخي دا لومړۍ ځل دئ چي په نړۍ

کي د یوه فیل دوه غبرګولیان زامن زیږي او زیاتوي چي پنځلس کاله مخکي د یوه فیل دوې

غبرګولیاني لوڼي زېږېدلي وې .

په اسیایي هیوادونو کي اوسمهال تقریبا څلور زره فیلان ژوند کوي .

ژباړه : مختار احمد احسان

څلوریځه
ملـنګه غوټۍ مينه مي په بڼ کښی خـــــوار وزار ســوه

زه غــلی ځنځيري سيـــــــخ دپــړۍ په لور مي لار سوه

هستي مي جــــــــل نيــــــــولي ديـــــوچا دژوند لـــپاره

ښــکلا، ښــکلا، ښـکلا سوه صدقه سوه ترېنه ځار سوه

مختار احمد احسان

“د نوبل جایزه او ګټونکي يې” د مختار احمد احسان انلاین اثر
ددې كتاب دچاپ حق له ژباړن سره خوندي دئ .

د کتاب پېژندنه :

دكتاب نوم :                      د نوبل جایزه او ګټونکي يې

منبع :                              بېلابیلي ویبپاڼي – په ځانګړې توګه انګلیسي و هالنډي ویکیپيډیا

ژباړن :                            مختاراحمد احسان

كمپيوټر چاري :                  پخپله ژباړن

د ژباړن برېښنالیک :         mukhtar.ehsan@gmail.com

د کتاب لړلیک :

1.	          د نــوبــل ستره نړیواله افتخاري جایزه

2.	           د دوکتور، انجينر او نامتو کېمیاپوه الفرېډ نـوبـل پېژندنه

3.	          د ۱۹۰۱ زېږدیز کال د نوبل دادبیاتو جایزه ګټونکی سولي پرودوممه

4.	د ۱۹۰۲ زېږدیز کال د نوبل دادبیاتو جایزه ګټونکی

5.	د ۱۹۰۳ زېږدیز کال د نوبل دادبیاتو جایزه ګټونکی

6.	د ۱۹۰۴ زېږدیز کال د نوبل دادبیاتو جایزه ګټونکی

7.	د ۱۹۰۴ زېږدیز کال د نوبل دادبیاتو جایزې دوهم ګټونکی

8.	د ۱۹۰۵ زېږدیز کال د نوبل دادبیاتو جایزه ګټونکی

9.	د ۱۹۰۶ زېږدیز کال د نوبل دادبیاتو جایزه ګټونکی

10.	د ۱۹۰۷ زېږدیز کال د نوبل دادبیاتو جایزه ګټونکی

11.	د ۱۹۰۸ زېږدیز کال د نوبل دادبیاتو جایزه ګټونکی

12.	د ۱۹۰۹ زېږدیز کال د نوبل دادبیاتو جایزه ګټونکی

13.	د ۱۹۱۰ زېږدیز کال د نوبل دادبیاتو جایزه ګټونکی

14.	تر ۲۰۰۹ زېږدیز کاله پوري به په پرله پسې توګه سره خپريږي .

نور بیا …

د ۱۹۰۱ زېږدیز کال د نوبل دادبیاتو جایزه ګټونکی سولي پرودوممه
د فرانسوي ژبي تکړه شاعر او مقاله لیکونکی “رېنۍ-فغانسوا-ارماند سولي پرودوممه” په ۱۸۳۹ زېږدیز کال د مارچ دمیاشتي په ۱۶ نېټه د فرانسې په مرکز پاریس کښي زېږېدلئ دئ چي د ۱۹۰۱ زېږدیز کال د نوبل جایزه يې ګټلې ده او نوموړې جایزه  په تاریخ کښي د نوبل دادبیاتو لومړنۍ جایزه ده .

پوردوممه په لومړیو وختونو کښي غوښتل چي انجینر سي خو بیا یې فیلسوفي انتخاب کړه او وروستی  اتنخاب  یې شاعري وه چي رښتیا هم یو لوی شاعر ترې جوړسو . هغه په خپل شعر کښي خپل مرام بیانوي څو د عصري وخت لپاره علمي شاعري رامنځته کړي .

شاعر سولي د یوه دوکاندار زوي وو او سولي خپله یو ډېر رښتونی او سودايي انسان وو . په فرانسه کښي د پېرناساوس نومي ښوونځۍ د نولسمي پېړۍ د فرانسوي شاعرۍ یوه ادبي ښوونځۍ وه چي له غړو څخه یې یو هم  پرودوممه وو او ددې دندي سره ترڅنګ نوموړي  د ۱۸۸۱ زېږدیز کال  څخه بیا ترمرګه پوري  د فرانسوي اکاډمۍ د یوه غړي په حیث دنده هم لرله .

پرودوممه د فرانسې په شاتېنې-مېلېبري نومي ښار کښي د ۱۹۰۷ زېږدیز کال دسپټمبر دمیاشتي په ۶ نېټه له دې دنیا څخه سترګي پټي کړې .

د نوموړي ليکوال او شاعر ۴ نثري او ۱۲ شعري ټولګي چاپي سوي دي .

ژباړن : مختار احمد احسان

د دوکتور، انجينر او نامتو کېمیاپوه الفرېډ نـوبـل پېژندنه
د ډينامټ  (يوه چاودېدونکې ماده ده چي د تېزابو او ګلسرينو څخه جوړيږي .) مخترع، دوکتور، انجینر، مبتکر، نامتو کېمیاپوه، شاعر او دجنګي سامانونو جوړونکی الفرېډ بېرنهارد “نوبل” د سويډن په مرکز سټاکهلم کښي د ۱۸۳۳ زېږديز کال د اکټوبر دمیاشتي پر ۲۱ نېټه چي د ۱۲۱۲ لمریز کال د مېزان دمیاشتي د ۲۱ نېټې سره سمون خوري د دوشنبې په ورځ و دې دنیا ته خپلي سترګي لڅي کړي دي .

د سري کانتا د پشنهاد له مخي د نوبل یوشخصي خاصیت دا دئ چي د ډيرو ژبو د خبري کولو له امله  پر هغه ډيري د معلومات دروازې خلاصي وې چي دا دچا پرلیاقت او اخلاقو باندي مثبته اغېزه لرلائ سي . الفرېډ نوبل په شپږو ژبو (سويډني، فرانسوي، روسي، انګليسي، جرمني او ايټالوي) کښي زیات مهارت درلودئ . نوبل ددې ټولو کارونو سر ترڅنګ د ادبیاتو برخه هم پاللې ساتلې وه او په انګلیسي ژبه یې شعرونه ليکلي دي . دده د “کسات اخیسته “ نومي نثر کښي يوه ویرجنه کیسه رانغاړل سوې ده چي موضوع يې “د ثېنثي “ نومي یوې ویرجني ډرامې ته ورته ده او نوموړې ډرامه دپنځو عملونو په باره کښي ده؛  ددې ډرامې ليکونکی“پېرسي بایسشه شېللي” نوميږي چي نوموړی د ډرامې ليکلو سره ترڅنګ  د انګلیسي ژبي  یو خیالي شاعر، مقاله او ناول لیکونکی هم دئ .

د الفرېډ نوبل دا نثر دده مرګ څخه لنډه شېبه مخکي لیکل سوئ دئ او نورو ورته د مړني په وخت دده دا نثر چاپ کړ .

نوبل په ۱۸۴۲ ميلادي کال کښي دخپلي کورنۍ سره يو ځای د روسیې و فدرالي ښار “ساينټ پېټرسبورګ”  ته کډوال سو چيري چي دده پلار دډوب ماکو (Torpedo) د جوړولو کار پېل کړئ وو .

الفرېډ نوبل د پروفیسر نيکولای نیکولاییویچ زاینین څخه د کېمیا مضمون زده کړئ وو . څه وخت چي نوبل  ۱۸ کلن سو نويې دکېمیا دزده کړي لپاره چي څلور کاله يې وخت نيوئ دامريکا ومتحده ایالاتو ته نیت وکړ او هلته یې د زده کړي ترڅنګ  دیوې لنډي مودې لپاره د ميخانيکي انجینر او مخترع “جاحن ايریکسن” سره هم کار کړئ دئ .

کله چي د ۱۸۵۹ میلادي کال په شاوخوا کښي د نوبل کورنۍ د تجارت پر ډګر ډېوالي سوه نو الفرېډنوبل دخپل پلار سره بیرته سويډن ته ستون سو او له دې امله یې د چاودېدلو سامانونو زده کړي نيمګړي پاتي او دی ددې زده کړي څخه بې برخي پاته سو .

الفرېډ نوبل په ۱۸۸۴ زېږدیز کال کښي د سويډن دشاهي کورنۍ د ساینس واکاډمۍ ته د يوه غړي په حیث انتخاب کړل سو او اوس نوموړې اکاډمۍ دنوبل د فزیک او کېمیا جایزو د ګټونکو دټاکلو دنده په غاړه لري .

ډاکټر نوبل ته په ۱۸۹۳ زېږدیز کال کښي دسويډن داوپپسالا پوهنتون لخوا افتخاري دوکتوره ورکول سوې ده .

الفرېډ نوبل غوښتل چي خپله ټوله شتمني او دارايي د نوبل موسسې په جوړولو سره مصرف کړي او خپل دژوند وروستی هیله یې هم ددې کار ترسره کول وه . هغه ته دا کار دومره مهم وو چي په خپله وصیت نامه کښي يې ددې  هيلي او غوښتني يادونه کړې وه .

په ۱۸۹۵ زېږدیز کال کښي د نوبل جایزې دموسسې د بنسټ خبره رامنځته سوه . الفرېډ نوبل دخپلي شتمنی څخه ۹۴ فیصده دارايي ددې کار د ترسره کولو لپاره جلا کړې وه .

په ۱۹۰۱ زېږدیز کال کښي په لومړي ځل دنوبل ستره جایزه اعلان کړل سوه اود هغه وخت راهيسي د فزیک، کېمیا، طب، ادبیات، اقتصاد او سولي په برخو کښي ټولو وتلو شخصیتونو ته دا جایزه ورکول کيږي چي جایزې اوس ځانته نړیوال شهرت پیدا کړئ دئ .

دنوبل د شخصي ژوندپه اړه :

انجینر، مخترع او کمپنۍ لرونکی ايممانوېل نوبل د الفرېډ نوبل پلار وو چي د ۱۸۰۱ زېږديز کال څخه تر ۱۸۷۱ زېږدیز کاله پوري ژوندی وو او د الفرېډ نوبل مور انډرېېټټه احلشېل نومېده چي دژوند دوره یې د ۱۸۰۵ زېږدیز کال څخه تر ۱۸۸۹ زېږدیز کاله پوري وه . الفرېډ نوبل دپلار درېېم زوی وو، دمشر ورور نوم یې روبرټ نوبل (۱۸۲۹ – ۱۸۹۶)، دوهم ورور یې ليوډويګ نوبل (۱۸۸۸-۱۸۳۱) او کشر ورور یې اېمایل نوبل (۱۸۴۳ – ۱۸۶۴) نومېده .

په ۱۸۶۴ زېږدیز کال د سیپټمبر دمیاشتي پر ۳مه نېټه دنوبل دکورنۍ په کمپنۍ کښي يوه لویه چاودنه رامنځته سوه چي پکښي د الفرېډ کشر ورور اېمایل نوبل  او د کمپنۍ نورو کار کوونکو ته مرګژوبله واوښته .

الفرېډ نوبل  واده نه وو کړئ خو دژوندلیک لیکونکو په وینا الفرېډ ۳ ملګري درلودلې . لمړنۍ ملګرې یې یوه روسي ملګرې وه چي الیکسندرا نومېده چا چي دالفرېډ نوبل پشنهاد رد کړئ وو.

په ۱۸۷۶ زېږدیز کال کښي بېرتا کینسکي دالفرېډ نوبل دمنشي دنده درلودله چي د نوبل دوهمه ملګرې وه خو بېرتا د لنډي مودې څخه وروسته فیصله وکړه چي دخپل پخواني انډيوال سره واده وکړي او الفرېډ نوبل یې پر وچ ډاګ پرېښود .

دالفرېډ نوبل بله ملګرې “بېرون ارتور ګونداثثار فون سوتنر” نومېده چي دالفرېډ نوبل سره یې ډيري کمي  اړيکي درلودلې خو ددې سره سره هغې د نوبل سره دمرګ تر وخته پوري مطابقت درلودئ . او دایوه منله سوې خبره ده چي د نوبل ددې ملګري مشوره او فيصله د الفرېډ نوبل په اخرنۍ هیله او غوښتنه کښي غټ رول لوبولئ دئ . آغلې اثثار فون سوتنر په ۱۹۰۵ زېږدیز کال کښي په سوله کښي د رښتيني فعالیتونو له امله دنوبل دسولي جایزه  ځانته خپله کړې ده .

دنوبل درېېمه ملګرې د اتریش څخه سوفي حېس وه چي ۱۸ کاله یې دنوبل سره ملګريتوب  وکړ. ددوی دوو ترمنځ په ډیرو لیکونو کښي الفرېډ نوبل د سوفي حېس نوم داسي ليکلئ دئ : مېرمن سوفي نوبل .

دنوبل د ژوند لیک لیکونکو اېولوېنوفف، فلور او فېنټ په وینا د نوبل دمړني څخه وروسته د ددغه دوو عاشقانو ترمنځ ټوله لیکونه د سويډن په مرکز سټاکهلم کښي د نوبل په موسسه کښي پټ ساتل سوي دي . نوموړي ژوندلیک ليکونکي زیاتوي چي دا د وخت ترټولو پټ ترینه ساتل سوئ راز دئ چي موږ او خلګو ته نامعلوم دئ .

د نوبل ځاله  :

کېمياپوه نوبل په ۱۸۹۱ زېږدیز کال کښي د ايټالیا د سان رېمو په ښار کښي یو تفريحي کور رانيوئ چي ده پر دې کور د “زما ځاله “ نوم کښېښود او نوموړی کور په ۱۸۷۰ زېږدیز کال کښي د انجینر “فيلیپپو ګروسسي” په انجینرۍ جوړ سوئ وو .

د ډاکټر نوبل د غوښتنو څخه دا هم یوه غوښتنه وه چي د خپلو کمپنیانو او خپلو ټولو سفرونو څخه وروسته په خپله ځاله کښي استراحت وکړي . دې ښکلي کور د سمندر پر غاړه یوه ښکلې پرته باغچه درلودله چي دالفرېډ نوبل لخوا پکښي يو لابراتوار ترمیم کړل سوئ وو.

د ۱۸۹۶ زېږدیز کال د ډسمبر د میاشتي پر لسمه نېټه خپله ساه ورکړه او د تل لپاره د مرګ په خوب بیده سو . الفرېډ نوبل د سويډن د مرکز سټاکهلم کښي د نوررا نومي په هدیره کښي خاورو ته سپارل سوئ دئ .

د ايټاليا د سان رېمو په ښار کښي د نوبل په ځاله کښي الفرېډ نوبل په ۱۸۹۶ میلادي کال کښي د ډسمبر دمیاشتي په لسمه نېټه چي د ۱۲۷۵ لمریز کال دقوس دمیاشتي دلسمي نېټې سره سمون خوري د سې شنبې په ورځ د مرګ په خوب بیده سو او دتل لپاره یې دعلم نړۍ یوازي پرېښودله .

د دوکتور نوبل  دمړني څخه وروسته په کالیفورنیا کښي دهغه منځنۍ ښوونځۍ دده په خاطر د نوبل په نامه سره ونومول  او همداشان د نوبل دمرګ څخه وروسته د کېمیا یو جوړ سوئ عنصر هم د نوبل په نوم (نوبلیوم) ونومول سو.

سرچينه : د انټرنيټ دبېلابېلورسمي ويبپاڼو څخه

دژباړلو نېټه : ۲۰۰۹ زېږدیز کال د اګسټ ۱۷ مه – دوشنبه

د نړی اووه عجایبي – لومړی برخه
ژباړن : مختار احمد احسان

پخوانی اووه عجايبي

دنړۍ اووه عجايبي د نړۍ اووه نړيوالي ځانګړي معمارۍ دي .

يونانيانو ته د ۷ عدد یوه ځانګړې معنی درلودله چي دبيلګي په توګه سره ۷ سیارې ، ۷ بېلابېل رنګونه، ۷ داونۍ ورځي، ۷ ساينسونه او داسي نور  له ۷ برخو څخه تشکيل سوي شيان یادولائ سو. ځکه نو باید دنړۍ دډير و زیاتو عجایبو معماریو څخه يوازي  ۷ عجايبي  ټاکل سوي وائ، هغه وو چي ددې معماریو لپاره د ۷ تعداد وټاکل سو .

پخوانی اووه عجايبي د تاريخي او يا کلاسيکي عجايبو په نامه سره  هم ياديږي چي که څه هم دوې عجايبي د بابل اويزان باغونه او د خوفو هرم يې ديونانیانو لخوا نه وې جوړي سوي خو دا عجایبي په دې پکي شاملي وې چي د لوی سکندر لخوا يې د فتحه سویو سيمو د سرحدونو په دننه کي موجوديت درلود .

د پخوانيو ۷ عجایبو نومونه :

۱.   په مصر کي د جیزه لوی هرم

۲.   په عراق کي د بابل اویزان باغونه

۳.   په يونان کي د زیوس (د یونانیانو رب الارباب) مجسمه

۴.   په ترکیه کي د آرتمیس معبد (کلیسا)

۵.   د “هالیکېړنېسکوس” په یوناني ښار کي د “ماوسولوس” مقبره

۶.   په یونان کي د رودس مجسمه

۷.   په مصر کي د الیکساندر برج

د منځنیو پېړیو (۵۰-۱۴۰ ع) اووه عجایبي

د نړۍ د ۷ عجایبو د زیاترو لیستونو په اړه ویل سوي دي چي دا عجایبي په منځنیو پېړیو کي موجودي وې . په دې ليستونو کي يادي سوي  زیاتره ودانۍ د منځنیو پېړیو څخه ډېر عمر مخکي جوړي سوي دي . د منځنیو پېړیو د ۷ عجایبو لیستونه په بېلابېلو نومونو سره نومول سوي دي، لکه :

- د منځنیو پېړیو عجایبي (په دې عجایبو کي د عجایبو تعداد نامعلوم و)

- د منځنیو پېړیو ۷ عجایبي

- د منځنیو پېړیو فکر او د منځنیو پېړيو د معماري فن عجایبي

د منځنیو پېړیو د ځينو بېلابېلو ۷ عجایبو نومونه :

۱.   په انګلستان کي سټونهېنج (Stonehenge)

۲.   د ايټالیا په مرکز روم کي کولوسیوم  (Colosseum)

۳.   په مصر کي د کوم هدیره

۴.    د چین په شمال کي د چین ستر دېوال

۵.   په چین کي د “پرسلاین” برج

۶.   په ترکیه کي هاجیه سوفیا

۷.   په ايټالیا کي د پیزا برج

اوسني (عصري) اووه عجایبي

ګرانو لوستونکو ! په ډېر لنډ وخت کښي د لراوبر ویبپاڼي لخوا د (( د نړۍ اووه عجایبي )) په نامه یو نوی اثر پر لیکه کيږي چي کولائ سئ د ۷ عجایبو په اړه پاته معلومات هلته ترلاسه کړئ .

نور بیا …

یو جرمنی محصل د بایسکل چلولو څخه منع کړل سو
مختار احمد احسان

یوې جرمنی محکمې خبر ورکړئ دئ چي کریسټوفر هاهن دي ۱۵ کاله بایسکل نه چلوي . دا په دې چي نوموړی د شراب څښلو له امله دبایسکل چلولو پر مهال نشه وو چي دپولیسو لخوا کنټرول سو .

د ګیئسن دښار اوسېدونکی کریسټوفر هاهن چي څلوریشت کاله عمر لري د 2008 زېدیز کال په جون کښي هغه مهال نشه ونیول سو چي دیوې پارټی څخه وروسته دکور په لور روان وو . نوموړی هغه وخت ۵۰۰ یورو جریمه کړل سو او همدارنګه که د اوس څخه وروسته هروخت بیا د بایسکل چلولو پر مهال ونیول سو نو به ۲۵ یورو جریمه کيږي .

هاهن ددې کال د مارچ په میاشت کښي د یوې روحي څيړني لپاره باید ۵۰۰ یورو تحویل کړي وائ خو نوموړی ددې مبلغ پیسو د نه تحویلولو څخه وروسته ۱۵ کاله د بایسکل چلولو څخه منع کړل سو .

جرمنی ورځپاڼي “بیلد” لیکي : “هاهن کولائ سي چي اس وچلوي”. خو ویل سوي دي چي هاهن د اس د وريښتانو سره حساسیت لري چي له امله یې اس نه سي چلولائ .

د نــوبــل ستره نړیواله افتخاري جایزه
ژباړن : مختار احمد احسان

د نوبل ستره جایزه په سويډن کي ورکول کېدونکې نړیواله افتخاري جایزه ده چي په ۱۸۹۵ زېږدیز کال کښي د سويډني کېمیا پوه او اختراع کوونکي الفرېډ نوبل په غوښتنه يې بنسټ ایښودل سوئ دئ . په ۱۹۰۱ عيسوي کال کښي دا جایزه يوازي د فزیک، کیمیا، فيزیولوژي يا طب، ادبیاتو او سولي پر ډګر وتلو پوهانو ته په انعام کښي ورکول کېده . ددې جایزې د اقتصاد دبرخي بنسټ د سويډن د مرکزي بانک لخوا په ۱۹۶۸ میلادي کال کښي ايښودل سوئ دئ او په ۱۹۶۹ ميلادي کال کښي د لمړي ځل لپاره انعام کړل سوه . جایزه د تل لپاره د سويډن د رایکس نومي بانک لخوا د کیمیاپوه الفرېډ نوبل په یاد د ” نوبل جایزه د اقتصاد لپاره ” په نامه تر پوهانو پوري د رسمي مراسمو په ترڅ کښي رسيږي . اصلا نوموړې جایزه د ۱۹۰۱ ميلادي کال راهيسي تر ګټونکو پوري رسيږي خو داقتصاد برخي یې د ۱۹۶۹ میلادي کال راهیسي په کار پېل کړئ دئ .

د نوبل د سولي جایزه چي زیاتره وخت د سياست سره تړاو لري په رښتیا سره د جایزې وګټونکو ته په نړیواله توګه سره ټولنیز شهرت او حیثیت ورپه برخه کوي . د نوبل د سولي جایزه د يوې سويډنۍ پنځه کسيزي کمېټې (د نوبل کمېټه) لخوا او د پاته نورو برخو د نوبل جایزې د بېلابېلو سويډني علمي ټولنو لخوا انعام کيږي .

جایزه په اوسني وخت کښي ۱۰ ميلیونه سويډني کروڼه دي چي تقریبا یو میلیون یورو کيږي . پیسې د څېړني د لا پرمختګ لپاره دي څو د جایزې ګټونکي ته کوم اقتصادي مشکلات رامنځته نه سي او دپیسو ګټلو د غمه خلاص سي او د یادولو وړ ده چي تر اوسه پوري ددې جایزې ډيرو ګټونکو  اخیستي پیسې په خیریه کارونو لګولي دي  .

د ۱۹۰۱ زېږدیز کال څخه بیا تر ۲۰۰۸ زېږدیز کاله پوري ۸۰۹ د نوبل جایزې اعلان کړل سوي دي چي شلو ټولنو د سولي جایزې، ۷۸۹ (نارینه) پوهانو او شلو مېرمنو په بېلابېلو برخو کښي دنوبل جایزې ترلاسه کړي دي .ديادوني وړ ده چي د سره صلیب سازمان تراوسه پوري ۳ د نوبل د سولي جایزې ګټلي دي چي لمړۍ یې په ۱۹۱۷ زېږدیزکال، دوهمه یې په ۱۹۴۴ زېږدیزکال او درېېمه جایزې يې په ۱۹۶۳ زېږدیز کال کښي ترلاسه کړې ده . همداشان د ملګرو ملتونو کډوالي ادارې UNHCR دوه ځلي د نوبل دسولي جایزې ګټلي دي چي لمړۍ یې په ۱۹۴۵ زېږدیز کال او دوهمه یې په ۱۹۸۱ کال کښي ترلاسه کړه  .

فزیک پوه او کېمیاپوه مېرمن ماري کیوري دوه ځلي د نوبل جایزې ګټلي دي چي لمړی یې په ۱۹۰۳ زېږدیز کال کښي د نوبل فزیک جایزه او دوهمه یې په ۱۹۱۱ زېږدیز کال کښي د نوبل کېمیا جایزه وه .

تر ۲۰۰۸ زېږدیز کاله پوري دنړۍ په ۶۵ بېلابېلو هیوادونو کښي د نوبل جایزې پوهانو او ټولنو ګټلي دي چي له دې جملې څخه ۲۸ ځلي په سويډن کښي، ۳۰۹ ځلي د امريکا په متحده ایالاتو کښي، ۱۱۳ ځلي په انګلستان کښي، ۱۰۲ ځلي په جرمني کښي، ۵۷ ځلي په فرانسه کښي او په همداسي نورو بېلابېلو ملکونو کښي د نوبل جایزه ګټل سوې ده .

دافغانستان د ګاونډي هیوادونو څخه يو ځل په پاکستان کښي ، دوه ځلي په اېران کښي او څلور ځلي په چین کښي د نوبل جایزه ګټل سوې ده خو له بده مرغه تر اوسه پوري په افغانستان کښي کوم چاته دا جایزه نه ده ورکول سوې .

د جایزې اړوند مراسم :

د نوبل دسولي جایزې څخه په استثنا سره د نوبل د اقتصاد جایزه او د نوبل نوري ټولي جایزې همېشه د سويډن په مرکز سټاکهلم کښي د ډسمبر دمياشتي پر لسمه نېټه چي د الفرېډ نوبل په یاد کليزه وي د جایزې د قضاوت په مراسمو کښي و خپل ټاکل سوي شخص ته سپارل کيږي .

د ۱۹۰۲ زېږدیز کال راهيسي د نوبل د سولي جایزې څخه په استثنا سره نوري ټولي جایزې د سويډن ولسمشر “کارل  XVI ګوستاف” په لاس  و ګټونکو ته ورکول سوي دي .

د نوبل د سولي جایزه هم هر کال د ډسمبر د میاشتي پر لسمه نېټه د ګټونکي ترلاسو پوري رسيږي  خو ددې جایزې د قضاوت مراسم بیا د ناروی هیواد په مرکز اوسلو کښي ترسره کيږي چي دمراسمو په ترڅ کښي د جایزې ګټونکی خپله وینا هم ويناوالو ته اوروي .

دا چي د الفرېډ نوبل د کوچېدو پر وخت د ناروی او سويډن هیوادونو ترمنځ يوه شخصي اتحادیه چي د سويډني – ناروېژي اتحادیې په نامه سره یاديږي موجوده وه نو اوس په دې خاطر سره  د سولي د جایزې يوڅه مراسم  د سويډن پر ځای د ناروی په هیواد کښي ترسره کيږي او په دې توګه سره دا دوه هيوادونه یو دبله خپل ګاونډيتوب پالي .

خو هېره دي نه وي چي د ناروې هیواد ولسمشر” اوسکار ټو” په لمړیو وختونو کښي په دې نه وو راضي چي د نوبل سولي جایزه دي په ناروې کښي ترګټونکو پوري ورسيږي خو کله چي نوموړي ته دا معلومه سوه چي دا یوه ډېره مهمه او مشهوره جایزه ده نو یې په ناروې کښي ددې جایزې اعلانول او ترګټوونکو پوري رسول قبول کړل .

د جایزې مراسم او ټولنيزي مېلمستیاوي دومره مهمی او مشهوري دي چي په اوسني وخت کښي نړیوالي مهمي پېښي بلل کيږي .

دنوبل جایزې رسمي مراسم

د الفرېډ نوبل هیله :

د نوبل پنځه جایزې دسويډني کيمياپوه، دلوړ چاودېدونکي ډیناميټ (چاودونكې ماده چي د تېزابو او ګلسرين څخه جوړيږي .) مخترع او کمپنۍ لرونکي الفرېډ بېرنهارد نوبل د اخري هيلي پر بنسټ منځته راغلي دي . که څه هم الفرېډ نوبل په خپل ژوند کښي ډيري هيلي درلودلې او ليکلي يې وې خو وروستی هیله يې د مرګ څخه یو کال مخکي لیکلې وه او نوموړې هیله يې د ۱۸۹۵ ميلادي کال د نومبر دمیاشتي پر ۲۷ نېټه د پاريس ښار په سويډني – ناروېژي کلب کښي پسي لاسلیک کړې وه . الفرېډ نوبل د خپلي شتمنی څخه ۹۴ فیصده چي ۳۱ ميلوینه سويډني کروڼه کيږي د پنځو نوبل جایزو د بنسټ او چمتو کولو لپاره خراباته کړې وه . خو هېره دي نه وي چي دده څخه وروسته نورو پر ادب مینو شخصیتونو دا لاره پاللې او له برکته يې په ۲۰۰۸ میلادي کال کښي جایزه پر ګټونکي و ۱۸۶ ميلیونه امريکايي ډالرو ته ورسېده .

که څه هم د الفرېډ نوبل دا لوی پلان بشپړ نه وو خو دبېلابېلو ټولیو د برکته د الفرېډ نوبل دهيلي له امله ددې جایزې د بنسټ او د هغه دپلان دبشپړولو کارونه ترسره سوي دي  او د نوبل موسيسې د بنسټ ايښودلو څخه دمخه ۵ کاله تېر سول  چي په ۱۹۰۱ میلادي کال کښي د ډسمبر دمیاشتي پر لسمه نېټه اوله دنوبل جایزه دنړۍ په سطحه اعلان کړل سوه .

په ۱۸۸۸ زېدیز کال کښي په يوه فرانسوي ورځپاڼه کښي سهوا په “د مرګ سوداګر د نړۍ څخه وکوچېد “ عنوان سره یو خبر خپور سو چي پکښي ليکلي وه : “د مرګ سوداګر نوبل پرون ومړ. هغه د انسان د له منځه تللو پر ډيرو طریقو کار کړئ وو (مطلب یې د ډينامټ کشفونه وه) چي له دې امله ډېر شتمن سو .”

کله چي ډاکټر نوبل په دې خبر سو نو یې سخته خوا بده سوه او خواشینی سو . دپوهانو په وینا دا ددې علت وو چي مبتکر نوبل په وصيت نامه کښي د نوبل موسسې د غوښتني يادونه وکړه .

دجایزې دګټونکي ټاکنه :

د بعضو نورو جایزو سره په پرتله د نوبل ستري جايزې لپاره دګټونکي ټاکنه نه یوازي دا چي ډېره  پېچلې، سخته او مغلقه ده بلکي ډېر زیات وخت نیسي . دا ځکه چې  چي د نوبل د ستري جایزې مهم والی، شهرت او دروند لیاقت  د کلونو په جریان کي ډېر سوئ دئ او دخلګو پام يې ځانته رااړولئ دئ .

د نوبل جايزې ګټونکي د نوبل د بېلابېلو کمېټو لخوا ټاکل کيږي . د فزیک، کېمیا او اقتصاد د نوبل جایزو ګټونکي د يوې پنځه کسيزي کمېټې لخوا ټاکل کیږي چي نوموړې کمېټه د سويډن دشاهي کورنۍ د ساینس اکاډمۍ لخوا انتخابه سوې ده . دادبیاتو دنوبل جایزې ګټونکي هم دیوې پنځه کسيزي کمېټې لخوا ټاکل کيږي چي دې کمېټې ته بیا دسويډنۍ اکاډمۍ لخوا صلاحیت ورکول سوئ دئ . دفيزیولوژي يا طب دنوبل جایزې ګټونکي بیا د یوې بلي پنځه کسيزي کمېټې لخوا ټاکل کيږي چي نوموړې کمېټه بیا د نوبل دجرګې لخوا په کار ګمارل سوې ده . ذکر سوې دنوبل جرګه پنځوس غړي لري چي هغوی بیا د کېرولینسکا ټولني لخوا انتخاب سوي دي او وظيفه ورته سپارل سوې ده .د سولي د نوبل جايزې ګټونکي دپنځه کسيزي  ناروېژي نوبل کمېټې لخوا ټاکل کيږي چي ددې کمېټې غړي بیا د ناروې هيواد دپارلمان لخوا په کار ګمارل سوي دي .

دجایزې دګټونکي په لومړۍ مرحله کښي د سل ګونو تنو څخه پوښتنه کيږي چي کانديدان انتخاب کړي . په هره برخه لکه ادبیات، فزیک، کېمیا او داسي نورو برخو کښي پر کاندیدانو باندي د بېلابېلو ماهرانو،استادانو او متخصصینو لخوا کره کتنه کيږي څو دټولو کاندیدانو څخه يو کاندید او یا کله کله دوه او تر دوو زیات کاندیدان پاته سي چي جایزې و نوموړو کاندیدانو ته ورکول کيږي . دغه کراره او بشپړه پروسه ددې شاهده ده چي نوموړې جایزه بې اندازې زیاته مهمه او مقام يې ډېر لوړ دئ .

ورپسې تقريبا۳۰۰ شخصیتونو ته بلنلیکونه لېږل کيږي څو په دې سره هغوی دعوت کړي او د نوبل جایزې د ټاکل سويو خلګو معلومات تر هغوی پوري ورسوي . دنوبل دسولي جايزې د کاندیدانو تحقیقات دهر یوه په هیواد کښي د هغه هیواد وحکومت ته،  په هالنډ کښي دنړیوالي محکمې وغړو ته، دپوهنتون په سطحه و پروفیسورانو او مدیرانو ته، و پخوانيو سولي جایزو ګټونکو او د ناروېژي نوبل کمېټي اوسني او پخوانيو غړو ته لېږل کيږي څو هغوی په دې اړه خپل نظر او يا نیوکه د ناروېژي نوبل کمېټې ته ورکړي .

له دې څخه وروسته دناروېژي نوبل کمېټه د فبروري دمیاشتي د ۳ نېټې څخه مخکي خپل قضاوت کوي او د فزیک، کېمیا،فيزیولوژي يا طب، ادبیاتو او اقتصاد د نوبل جایزو قضاوت د جنوري د میاشتي د ۳۱ نېټې څخه مخکي په هري برخي پوري د اړوندي کمېټې يا جرګې لخوا کیږي . د يادوني وړ ده چي د جایزې ګټونکی د یوه شخصیت لخوا او يا د یوه له منځه تللي شخصیت لخوا نه ټاکل کيږي .

د کانديدانو نومونه هيڅکله په آزاده توګه سره په مطبوعاتو کښي نه اعلانيږي او نه و کاندیدانو ته دا خبر رسيږي چي هغوی و جایزې ته کاندیدان دي چي ددې خبر له امله دهغوی پام و جایزې ته واوړي . د نوبل ستري جايزې د ګټونکو سوانح د ګټلو د وخت څخه پوره ۵۰ کاله تړلي پراته دي او د کتلو او ویلو اجازه یې نسته .

د کانديدانو د انتخابولو څخه وروسته چي کانديدان د اړوندو کمېټو سره ثبت سوي وي نو د تقریبا د ۲۰۰ کانديدانو یو لومړنۍ لیست جوړيږي او بیا هغه لیست په هره برخه کي و انتخاب  کړل سویو ماهرانو او متخصصینو ته لېږل کيږي .نوموړي ماهران او استادان د لیست څخه  تقریباټاپترین ۱۵ کاندیدان ټاکي او ورپسې دنوموړو کانديدانو د ستايني ګزارش او راپور د هري برخي وکمېټې یا جرګې ته لېږي . له دې څخه وروسته د نوبل جایزې دګټونکي د ټاکلو وخت رارسېدلئ دئ او ددې کار د ترسره کولو لپاره هره کمېټه یا جرګه د بېلګي په توګه د فیزیولوژي يا طب جرګه چي د پنځوسو تنو څخه تشکیل سوې جرګه ده د نوبل جایزې دګټونکي د ټاکلو لپاره هر یو خپله رایه ورکوي او  ډیري رايې وړونکی د نوبل د ستري جایزې ګټونکی دئ .

په هره برخه کښي د جایزې دګټونکي دټاکلو پروسه له اوسه څخه نوره کراره – کراره  بېليږي او فرق پيدا کوي . د نوبل دادبیاتو جایزه په انتخابي توګه سره په کال کښي تر یوه کانديد زیاتو کانديدانو ته ورکول کيږي په داسي حال کي چي دنوبل نوري جایزې و دوو يا دریو کانديدانو ته ورکول کيږي .

کله چي یو کاندید دکانديدۍ او دکمېټې لخوا دقضاوت کولو په منځ کښي مړسي نو که هغه څه هم ددې پروسې په پای کښي ګټونکی راووزي نو د نوبل جایزې د قوانینو له مخي اجازه نسته چي دهغه و خپلوانو ته دي جایزه وسپارل سي . خو په ۱۹۳۱ زېږدیز کال کښي د ادبیاتو د نوبل جایزې ګټونکی “اېریک اکسیل کارلفېلدت” او په ۱۹۶۱ زېږدیز کال کښي  د نوبل سولي جایزې ګټونکی د امريکا متحده ایالاتو منشي “ډاګ هاممرېکیوولډ” د جایزې د ورکولو مخته ددنیا څخه سترګي پټي کړي دي  او ددوی وخپلوانو ته جایزه ورکول سوې ده په داسي حال کښي چي د ۱۹۹۶ زېږديز کال د اقتصاد نوبل جایزې ګټونکی ویلیم ويکرۍ د نوبل جایزې داعلانولو څخه وروسته او و ده ته دجایزې دتسلیمولو مخکي مړ سو چي خپلوان يې دجایزې څخه بې برخي پاته سول  .

جــایـــــــزه :

د نوبل جایزې ترلاسه کول دسروزرو مډال، یوه ډيپلومه او د يو مبلغ پيسو ترلاسه کول دي . په اوس وخت کښي د نوبل جایزې وګټونکي ته ۱۰ میلیونه کروڼه چي ۱،۲ امريکايي ډالره کيږي ورکول کیږي .کله کله داسي هم پېښیږي چي دوه يا درې ګټونکي وي نو په هغه صورت کښي بیاد کمېټې لخوا پيسې په عادلانه توګه سره پر دریو او يا دوو نفرو وېشل کیږي خو داسي هم پېښه سوې ده چي کمېټه دي  و اصلي ګټونکي ته د مبلغ نيمايي برخه ورکړي او پاته نیمايي برخه پر پاته دوو ګټونکو باندي وویشې او ور یې کړي .

په تیرو وختونو کښي کله کله د نوبل کمېټې او نورو کمېټو او جرګو لخوا داسي حکم هم صادر سوئ دئ چي که چيري تر یوه زیات کاندیدان جایزې ته بریالي سي نو باید هغوی نوی اختراعګاني وکړي چي ښه اختراع کونکي ته به جایزه ورکول کيږي او د پاته کاندیدانو نومونه  بیا ددوهم ځل لپاره د راتلونکي کال د کاندیدانو په لیست کښي ليکي .

د نوبل جایزو مډالونه د نوبل موسسې ثبت کړل سوي تجارتي علامې دي چي د ۱۹۰۲ زېږدیز کال راهيسي په سويډن کښي د ماینټوېړکټ نومي کمپنۍ او د ناروې د پیسو جوړولو کمپنۍ  لخوا توليديږي .

ټوله مډالونه د ۱۹۸۰ ميلادي کال څخه مخکي په ۲۳ قیراطو سرو زرو کي جوړ سوي دي خو د نوبل اوسني مډالونه د ۱۸ قېراطو یو رقم سرو زرو او د ۲۴ قیراطو بل رقم سرو زرو څخه جوړ سوی دي . هر مډال تقریبا ۲۰۰ ګرامه وزن او د ۶۶ ميلي مترو په اندازه قطر لري .

دادبیاتو دنوبل جایزې ګټونکي ډېرېو فو ډيپلومه

د نوبل جایزې دسرو زرو مډال

د نوبل دسروزرو دمډال پوښ

د جایزې منفي اړخ :

موهاندس کارامچاند ګاندي چي د ۱۸۶۹ زېدیز کال د اکټوبر دمیاشتي په ۲ نېټه په هندوستان کښي زېږېدلئ دئ د ۱۹۳۷ زېدیز کال او ۱۹۴۸ زېږدیز کال ترمنځ پنځه ځلي د نوبل سولي جایزې ته کاندید ټاکل سوئ دئ خو هيڅکله یې جایزه لاس ته راوړې نه ده . ناروېژي نوبل کمېټې په ۱۹۴۸ زېږدیز کال کښي فیصله وکړه چي دنوبل سولي جایزه به و ګاندي ته ورکوي خو په دې کال ګاندي دمرګ په خوب بیده سو . له دې څخه وروسته دناروېژي نوبل کمېټې اعلان وکړ چي په ۱۹۴۸ زېږدیز کال هيڅ چاته هم د نوبل جایزه نه ورکوي او له دې امله د نوبل دسولي جایزو په لیست کښي تر ۱۹۴۸ زېږدیز کال ترڅنګ “هيڅ څوک” نویشته دي .

پوښتنه کيږي چي ولي د نوبل ریاضي جایزه نسته ؟ دا ځکه چي نوري ټولني موجودي وې چي د ریاضي جایزه يې ورکول د بېلګي په توګه د فیئلډز مډال يادولائ سو چي خلګ ورته د نوبل رياضي جایزې په سترګه ګوري خو دا جایزه په څلورو کلونو کښي يو ځل اعلانيږي په شرط ددې چي د جایزې ګټونکی به تر څلويښتو کلونو څخه کم عمر لري .

د سويډن دشاهي کورنۍ د ساینس داکاډمۍ لخوا د ۱۹۸۲ زېږدیز کال راهيسي د کرېفورډ په نامه سره هم درياضي جایزه ورکول کيږي . یوه بله جایزه هم سته چي د آبېل په نامه سره ياديږي، دې جایزې ته هم خلګ د نوبل رياضي جایزې په سترګه ګوري . دآبېل جایزه د ۲۰۰۳ زېږدیز کال راهيسي په کال کښي يو ځل دناروې د حکومت لخوا ترګټونکي پوري رسيږي او همداشان د ګوتو په شمار نوري د ریاضي جایزې سته .

په ۱۹۷۳ زېږدیز کال کښي دوه کسان د نوبل سولي جایزې ګټونکي وه :

۱ .  سیاستمدار “هېنري الفرېډ ولفګېنګ کيسینګر”  د ۱۹۲۳ زېږدیز کال د مۍ دمیاشتي په ۲۷ نېټه په جرمني کښي  زېږېدلئ دئ .

۲ . سیاستمدار، ډګر جنرال او په ويټنام  کښي انقلاب راوستونکی “له دوک تو” د ۱۹۱۱ زېږدیز کال د اکټوبر دمیاشتي په ۱۴ نېټه په ويټنام کښي زېږېدلئ دئ  .  دوک تو د ۱۹۷۳ زېږدیزکال د نوبل سولي جایزه ګټلې وه خو هغه دا جایزه ونه منله ولي چي په هغه وخت کښي لا په ويټنام کښي جګړه ختمه سوې نه وه، بد حال وو او سوله لا نه وه راغلې  .

د ذکر سویو پېښو له امله د بېلابېلو ټولنو لخوا نیوکي سوي دي چي کله کله دنوبل کمېټې او جرګې وړ کاندیدانو ته دګټونکي په سترګه نه ګوري .

سرچينه : د انټرنيټ دبېلابېلورسمي ويبپاڼو څخه – انګلیسي ویکيپيډيا

د ۳ ورځو ټلوېزیون کتلو څخه وروسته نړیوال ریکارډ مات کړل سو
ژباړن  : مختار احمد احسان

۲۸ کلن ځوان ايفرايم په پر له پسې توګه سره د ۸۶ ساعتونو ټلویزیون کتلو څخه وروسته چي تر ۳ ورځو زیات وخت دئ د هندوستان د یوه اوسېدونکي نړیوال ریکارډ مات کړ.

نوموړي د ۳ ورځو په جریان کښي مجموعا ۶ ساعته تفرېح کړې چي ددې جملې څخه یې ۴۵ دقيقې يا ۳ پاوه خوب کړئ دئ . ددې نړیوال ريکارډ په ماتولو کښی د ايفرایم سره ترڅنګ شل کلن میشیل او ۳۰ کلن ياکو برخه اخيستې وه چي میشیل د ۴۰ ساعتونو څخه وروسته ناکام او یاکو د ۷۲ ساعتونو څخه وروسته ناکام سو او په دې سره ونه توانېدل چي تر پایه پوري ويښ پاته سي .

د ۸۶ ساعتونو په جریان کښي ایفرایم او دوه نور ګډون کونکي د موظف کس تر څارني لاندي وه او همداشان ددوی د صحي وضعيت د پاملرني لپاره ۳ ډاکټران هم موجود وه .

ایفرایم وايي چي ددې کار ترسره کول ډېر مشکل وو او هغه په درېېمه ورځ دا فکر کاوه چي ناکامه به سي ولي چي د نوموړي تر سترګو هر انځور ډبل يا دوه ځلي ښکارېده خو د ډېر کوښښ کولو څخه وروسته یې ریکارډ مات کړ . ایفرایم د ریکارډ ګټلو څخه وروسته سمدستي ویده سو او د ویدېدلو څخه مخکي يې دا هم وویل چي نوموړی به راتلونکې میاشت هیڅ ټلوېزیون ونه ګوري .